اقتصاد

شتمني خوشاله ژوند درکولای شي؟!

پیسې د کاغذ ټوټې دي او د افرادو په شخصي انتخاب د وسیلې په توګه کاریږي.
زه دا نه وایم، چې بې ارزښته دي، یا د ځینو په وینا د لاس خیری دی. پیسې د ژوند تېرونې لپاره مرستدوی څیز دی. یانې پیسې موږ ته خوښي نه راکوي، خو د خوښۍ د حصول په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. په بله وینا، پیسې وسیله ده او خوشالي د ښه ژوند کولو یو هدف.

ستاسې د کور په شاوخوا کې د یوه مېړه او ښځې ژوند ډېر خوشاله دی، ځکه زیاتې پیسې، ښه کور او موټر لري، خو په پوهنتون کې یوه جینۍ او هلک هېڅ هم نه لري، ان په جیب کې د یوه عادي بولاني د پېرنې وس هم نه لري، خو هغوی په خپل منځ کې مینه او عشق لري. دغې مینې هغوی ته خوښ او خوشاله ژوند ورکړی دی.

پیسې د انسان په ژوند او سلوکو کې حتمي تغییر راولي. نوې څېړنې هم ښيي، چې پیسې د انسان چلند بدلوي. پر انسان د پیسو اغېز مثبت او منفي دواړه اړخونه لري. ځینې کسان په شتمن کېدو سره له خلکو او ټولنې ګوښه کیږي، ځان ورته ستر ښکاري، وړو محفلونو او غونډو ته نه ځي، له ملګرو سره اړیکي نه ساتي او تمه کوي، چې مقابل اړخ یې وپوښتي. برعکس د «عبدالستار ایدهي» په څېر کسان هم موندل کیږي، چې څومره شتمن کیږي، هومره یې په چلند او راشه درشه کې مثبت بدلون راځي.

سړی، چې شتمن کیږي نورو ته یې لاسنیوی او د مرستې اړتیا کمیږي او ځان په خپلو پښو ولاړ ګڼي. دا چاره سړی له ټولنیز ژونده وباسي او د فردي ژوند پر لور یې رهبري کوي. وايي: « پیسې لرم، مزدور لرم، څه یې کوم؟»، « له خلکو سره په راشه درشه مې هسې وخت ضایع کیږي، ولې په دې وخت کې بل کار نه کوم»، یا « زه خو شتمن او د نوم او نښان سړی یم، ولې دی زما پوښتنې ته نه راځي، چې زه ورشم؟»، دا او داسې نورې انګیرنې سړی ورو ورو له ټولنیز ژوند او اړیکو لرې ساتي او بالاخره داسې وخت را رسیږي، چې فرد یوازې فرد او په خپلې کورنۍ او دفتر پورې محدود پاتې کیږي.

که پیسې او شتمني له مثبت فکر او چلند سره مل وي، سړی په خپل ژوند کې ګڼې خوښۍ درلودای شي.

ډېر داسې کسان به مو لیدلي وي، چې سترې بنګلې لري، ګرانبیه موټر او د خدای ټول نعمتونه یې په واک کې دي، خو ټول عمر پرېشانه، رواني ناروغ، اندېښمن او بدبین وي. دوی له خپلې شتمنۍ نه د ځان خوشال ساتلو په برخه کې کار نه دی اخستی. دوی خوشالي په پیسو کې لټولې ده، په داسې حال کې، چې پیسې د خوشالۍ لپاره یوازې یوه وسیله ده.

ښه شتمن به وې، خو په کور کې دې لېونی، یا معیوب اولاد پیدا کیږي.
نه یې غورځولای شې او نه ځان ترې بې غمه کولای شې. ټول عمر به په ستونزو کې ورسره بوخت وې. یا په داسې ښځه اوړې، چې شپه او ورځ ورسره په جنګ او جګړه کې وې. خو که د ځان خوشاله ساتلو هنر په ځان او خپلو معنویاتو کې ولټوې، فکر نه کوم، چې داسې پېښې مو ډېر وځوروي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */