خواړه روغه سټه

د وزن او خیټې کمول

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

څو شیان چې ویل کیږي د وزن او خیټې په کمولو کې مهم رول لرلی شي:

۱- شین چای وڅښئ


د څیړنو له مخې شین چای د اکسیډنټ ضد (Antioxidant) ځانګړی خواص لرلو سره د خیټې د غټیدو او وزن کمیدو مخه نیسي. دا څښاک د ګټورو مشروباتو پاچا یا سلطان هم ګڼل کیږي. همدارنګه د شین چای ورځنۍ استعمال د سرطان خطر کموي او د زړه د مختلفو ناروغیو مخه نیسي.

۲- د اناناس له جوسو او د نعنا له چای ګټه واخلئ
اناناس د ویتامین C,A,B1,B2 یوه غني منبع ده چې خوړل یې ډیر ګټور دي. روغتیا پالان وايي چې اناناس زیاته اندازه بروملېن (Bromelain) نومې انزایم لري کوم چې د پروتین په هضم کې مرسته کوي او د هضم شوي خواړه وزن زیاتوونکی خاصیت له منځه وړي، چې د اضافي وزن په له منځه وړلو کې پوره مرسته کوي.

د نعنا چای له تاسو سره مرسته کوي تر څو اضافي وزن له منځه یوسي او وزن زیاتوونکي خواړه په ښه ډول هضم کړي.

د نعنا پاڼې انسان د ګرمۍ په موسم کې تازه او فعال ساتي چې له دې سربیره د خیټې وزن کمولو کې هم ځانګړی اثر لري.

د روغتیا په لانو په وینا د شپې لخو د نعنا پاڼې په اوبو کې وایشوئ، له سړیدو وروسته يې په یخچال کې کیږدئ، د سهار لخوا جوړ شوی چای له بورې پرته وڅښئ، د خیتې او وزن له ډېروالي به وژغورل شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي