جوزجان: د واورو او سړې هوا له امله یو شمیر میندو مړه ماشومان زیږولي

د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولایتي چارواکي وايي، چې دغه ولایت کې د ورستیو درنو واورو او سړې هوا له امله ۴۷ تنه مړه شوي دي.

دا شمیرې له تیرو دریو اونیو راهیسې ددغه ولایت چارواکو ثبت کړي. په مړه شو، کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ ولسوال رحمت الله نن سه شنبه رسنیو ته ویلي، چې د ولسوالۍ ټولې لارې تړلې او روغتیايي خدماتو ته لاس رسی ګران دی.

د ولسوال په وینا ځینو میندو د یخنې له وجهې مړه ماشومان زیږولي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا وايي، چې دوې هڅه کوي زیانمنو شو سیمو ته عاجلې او اړینې مرستې ولږي.

د والي ویاند وايي، چې درزاب ولسوالي یو روغتیايي مرکز لري. ۷ ګرځنده کلینکونه هم لري؛ خو دغلته لارې ټولې واورو پوښلي او روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه کیږي.

د هیواد له شمال څخه سږ کال د سختو وارو او اورښتونو خبرونه ورکړل شوي دي، چې ګڼه مرګ ژوبله يې هم لرله.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */