خواړه روغه سټه

د هندواڼې له دې ګټو خبر شئ

اعلان

د هندواڼې اصلي سرچینه هندوستان دی او له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لار پیدا کړې ده.

هندواڼه یو کلن نبات دی چې پلنې پاڼې، څښېدونکی بوټی او ژېړ ګلان لري. هندواڼه د سیترولین په نوم امیني تېزاب، د کاروتن او لیکوپن په نومونو ځینې نور مواد او د مانیتول په نوم یو ډول خوږه لري.

دغه راز د A.B.C ویټامینونو لرونکې هم ده. مثانه پاکوي او تیږه یا کاڼی یې له منځه وړي. که له خرما سره وخوړل شي، ګټه یې ډېره زیاتېږي.

د ډاکټرانو له لید لورو، هندواڼه ډېرې روغتیایي ګټې لري، چې تاسې ته یې په لاندې ډول بیانوو :

– د وینې فشار کموي
– د مثانې پړسوب له منځه وړي
– بدن تازه او ښکلی ساتي
-معدې او بډوډو ته ګټه رسوي
– په هضم او د وینې په جوړښت کې مرسته کوي
– د وچکۍ (محرقې) لپاره هندواڼه له درملو څخه کمه نه ده
– هندواڼه د زړه ناروغۍ په درملنه کې مهم رول لوبوي
– تنده له منځه وړي
-د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذهني وړتیا پیاوړې کوي
-ټوخی له منځه وړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.