خواړه روغه سټه

پاکستاني کمپنیو د معدني اوبو په نوم ککړې اوبه پلورلي دي

پاکستاني رسنۍ وايي، چې ددغه هیواد په پلازمینه اسلام اباد کې په زرګونه بوتله ناپاکې اوبه تولید او په ازاد ډول پلورل شوي دي.

دا چټلې اوبه په پاکستان کې د اوبو د تولید ثبت شو او ناثبت شویو کارخانو تولید کړي او بازار ته يې غرضه کړې دي.

سرچینې وايي، چې داسې هم شوي، کله چې دولت د اوبو د تولید کومه کارخانه د ناپاکه اوبو د تولید په تور تړلې، هماغې فابریکې په کوم بل نوم د غیرې صحې اوبو تولید پیل کړی.

په روغتونونو، د بسونو او موټرو په تم ځایونو او نورو عامه ځایونو کې دا ناپاکې اوبه په لوړه کچه پلورل کیږي، چې د ګڼو ناروغیو د پیدا کیدو لامل هم شوي.

خلک په دې موخه معدني اوبه څښي، چې له عامو اوبو به ګنې ښې وي؛ خو د معدني اوبو په نوم په پاکستان کې ناپاکه او غیرې صحې اوبه خرڅیږي.

د پاکستان د اوبو او تحقیق شورا د تیریو دریو ربعو رپوټ ښيي، چې په دغه هیواد کې ۳۵ د معدني اوبو د تولید کارخانې غیرې صحې او ناپاکې اوبه بازار ته عرضه کوي.

ددې رپوټ په اساس د ۲۰۱۶ کال له اکټوبر څخه تر ډیسمبر پورې دغلته ۱۱ د معدني اوبو د تولید کارخانې په ګوته شوي، چې ناپاکې او غیرې صحې اوبه يې تولیدولې.

یادې ادارې د اسلام اباد، راولپنډۍ، سیالکوټ، کوټې، لاهور او پیښور څخه ۷۸ د معدني اوبو داسې نمونې راټولې کړې چې ناپاکې او غیرې صحي دي.

د یادې ادارې یو مسؤل رسنیو ته ویلي، چې ددوې دنده یوازې د ارزیابۍ او مالوماتو راټولول او اړوندو حکومتي چارواکو ته سپارل دي. نوموړی وايي، چې دوې خپلې موندنې اړوندو دولتي چارواکو ته سپارلي، خو لا هم په دې برخه کې حکومت کوم عملي اقدام نه دې کړی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */