ژوند او ژواک

روژه کې څنګه د خپل وجود اوبه ساتلی او تندې په وړاندې مقاومت زیاتولی شئ؟

ژباړه او راټولونه: تورپیکۍ سادات

روژه بیا د کال په داسې شپو ورځو کې راغلې چې له یوې خوا ورځې اوږدې او له بلې خوا هوا توده ده. داسې ورځو کې ګڼ هغه کسان چې روژه نیسي د تندې سره لاس او ګریوان وي. څنګه کولی شو د اوړې په اوږدو ورځو کې چې روژه هم یوو د خپل وجود د اوبو اندازه وساتو او د تندې له احساس سره مقاومت وکړو ؟ څو د طاعت او عبادت په دې میاشت کې د ورځې په بهیر کې انرژي ولرو چې هم عبادت وکړئ شو او هم خپل ورځني کارونه سنبال کړی شو.

د ځینو لارو چارو په عملي کولو او د روژې په مبارکه میاشت کې د مناسب غذايي رژیم په خپلولو موږ کولی شو چې د ورځې په اوږدو کې مو وجود اوبه وساتي او د تندې د احساس په وړاندې مو مقاومت زیات کړو.

ډیر کله هغه هڅې چې له تندې مو وساتي د تندې له زغملو اسانه وي.

د تندې په وړاندې زموږ متحدان

اوبه :

اوبه تر ټولو غوره څښاک دی چې بل هیڅ ډول څښاک لکه چای، شربت ، کولا او نور یې ځای نه شي نیولی. د تغذیې متخصصان سپارښتنه کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې باید یو څوک یو نیم لیټر اوبه وڅښي چې شا او خوا ته ګیلاسه اوبه کیږي.

نو ښه داده چې د شپې له خوا کله چې روژه نه یئ په ورو ورو په دې اندازه اوبه پوره کړئ. که له اوبو سره یوه ترازه لیمو، نانا او یا زنجفیل هم وکاروئ لا به صحي او ښې شي.

که بوتلي اوبه څښئ نو کله مو چې د اوبو سر پرانیست د ډیرو ساعتونو لپاره یې همداسې مه پریږدئ . ځکه له خولې څخه په اوبو کې ځینې بکټریاوې ګډیږي چې که په بوتلي اوبه کې ډیرې پاتې شي زر وده کوي او په مضرو اوبو بدلیږي.

نور مایعات :

په ځانګړې توګه د میوو جوس چې طبیعي مینرالونه او مواد لري ګټور دي. روغتیا پوهان مشوره ورکوي چې په روژه کې له هغو مصنوعي جوسونو او شربتونو چې بیلابیل رنګونه او غیرې طبیعي مواد ولري ځان وساتئ. ځکه دا ډول جوسونه او شربتونه ډیره خوږه لري او نه یوازې دا چې خوږه هر وخت صحت نه زیان رسونکې ده بلکې په روژه کې خوږه ستاسو له وجود څخه د اوبو د چټک وتلو سبب کیږي هم چې ورسره تنده زیاتیږي.

تازه میوې او ترکارۍ:

دا ډیره غوره ده چې په روژه ماتې او پیشلمي کې تازه میوې او تازه ترکارۍ وخوړل شي. دا ځکه چې تازه میوې او تازه ترکارۍ په زیاته اندازه اوبه او فایبر لري او د تازه میوو او تازه ترکاریو اوبه ستاسو په وجود کې تر ډیره پاتې کیږي. د روغتیا پالانو په باور په تازه میوو او ترکاریو کې له فایبر سره ګډې اوبه په واقیعت کې تاسو تر ډیره د لوږې او تندې له احساس ساتي.

بادرنګ د تندې په زپلو کې تر ټولو مشهوره او مؤثره ترکاري ده. بادرنګ نه یوازې چې ستاسو تنده ماتوي بلکې وجود سوړ ساتي. بادرنګ پر دې سربیره د عصبي نارامۍ په کمیدو کې هم مرسته کوي. په کې شته فایبر یې ستاسو په نس کې تر ډیره اوبه زیرمه کوي او د هاضمې له ښه کیدو سره هم کومک کوي.

پیشلمي وروسته کول

نبوي ( ص) سنت سپارښتنه کوي چې مسلمانان دې په روژه کې پیشلمې وځنډوې. له همدې کبله غوره ده چې د شپې په دریمه حصه کې پیشلمې وشي. که تاسو د سهار له پیلیدو مخکې د شپې په وروستۍ حصه کې پیشلمۍ وکړئ او اوبه وڅښئ معلومه خبره ده چې د ورځې تر ډیره له تندې سره مقاومت کولی شئ او زر نه تږي کیږئ. د پیشلمې خواړه باید سپک خواړه و اوسي که درانه خواړه وخورئ د ورځې په اوږدو کې د تندې احساس زیاتوي.

هغه غله چې زموږ د وجود اوبه تښتوي

مالګه

مالګین خواړه اوبو ته د وجود اړتیا زیاتوي. له همدې کبله غوره ده چې په خوړو کې ډیره مالګه ونه کارول شي او له ډیرو مالګینو خوړو په روژه ماتې او پیشلمې دواړو کې ځان وساتئ. تاسو کولی شئ چې په خوړو کې د مالګې ځای څو څاڅکې لیمو او سلاد ته ورکړئ.

مسالې، چکنۍ او اچارونه

دا هغه څه دي چې روژه کې یې بازار ډیر ګرم وي. خو دا نه یوازې دا چې په عمومي توګه غیرې صحي دي بلکې هغه خواړه چې په ډیره اندازه مسالې، او تند و تروش مواد ولري تر خوړولو وروسته یې وجود د تجزیې لپاره ډیرو زیاتو اوبو ته اړتیا لري او له همدې کبله د تندې سبب کیږي.

نو غوره خبره داده چې روژه نیوونکی کس دې له داسې خوړو چې ډیرې مسالې، چکنۍ او اچار ډوله مواد ولري ډه ډه وکړي په ځانګړې توګه پیشلمې کې خو باید هیڅ تند و تیز او مساله لرونکي شیان ونه خوړل شي.

چای، کافي او نور انرژي لرونکي څښاک

د تغذیې متخصصان دا سپارښتنه هم کوي چې روژه نیوکي دې د هغو خوړو چې کافین ولري، لکه تریخ چای، کافي، کوکا کولا او نورو انرژي لرونکو څښاکو نه ډه ډه وکړي او یا دې کم کړي.

دا ځکه چې کافین لرونکي څښاکونه د پښتورګو فعالیت زیاتوي او ورسره ادرار(تشې متیازې ) زیاتیږي او په دې توګه له وجود څخه د اوبو ضایع کیدل چټکیږي او په نتیجه کې یې زر او سخته تنده رامنځ ته کیږي.

دې ټکي ته باید پاملرنه وشي چې هسې چې زموږ په ټولنه کې دا عام باور سم نه دی چې وايي چای او یا کافي د اوبو مناسب بدیل دی. اوبه ځانګړی ځای لري. د چایو ګرم طبیعت روژه نیوونکې کس ته اجازه نه ورکوي چې په ډیره اندازه یې وڅښي او له دې لارې د خپل وجود اوبه پوره کړي.

نوشابې ( سوډا لرونکي څښاک)

نوشابې لکه کوکاکولا، پیپسي، فانټا، ډیو او دې ته ورته نور کاربن ګاز لري. دا ګاز د نس د ډکیدو یو کاذب احساس رامنځ ته کوي. د مړښت احساس درکوي او نه شئ کولی چې د شپې له خوا په محدودو څو ساعتونو کې د اړتیا وړ مایعات او نورو خواړه وخورئ. نو غوره ده چې په روژه ماتې کې له نوشابه ډول څښاک څخه ډه ډه وکړئ.

مستقیم لمر

د لمر مستقیمې وړاندې ستاسو د وجود اوبه ضایع کوي او د تندې احساس زیاتوي.

دې کې شک نه شته چې موږ په روژه کې کار کوو او نه شو کولی چې د لمر له وړانګو ځان خوندي کړو. خو هر ډول کار چې کوئ لږ تر لږه هڅه وکړئ چې د لمر وړانګو ته د ورځې په اوږدو کې ډیر مخامخ نه شئ. د کار په ځای کې پر ځان یو وړوکی سیوری جوړول تاسو د لمر مستقیمو وړانګو ته له ډير مخامخ کیدو ساتلی شي. د تودو ورځو په اوږدو کې بیا بیا په سړو اوبو لامبل د لمر د وړانګو له کبله د وجود د اوبو د ضایع کیدو اغیز راکموي. همدارنګه د غرمې او ماسپښین له خوا د کور د هغو کړکیو پردې ښکته کول چې لمر ترې راځي هم مرسته کوي.

د روښانه رنګ لرونکي نخي جامو اغوستل چې خوله وزغمي او لمر دفعه کړي هم د ورځې په اوږدو کې د لمر د وړانګو پر ضد او تندې په وړاندې ستاسو مقاومت زیاتولی شي.

همدارنګه که ممکنه وي د ورځې په اوږدو کې کمه دمه هم ستاسو د وجود انرژي زیاتولی او د وجود د اوبو لګښت مو کمولی شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */