د ګټې خبرې روغه سټه ژوند بڼه عمومي

په نهاره اوبه څښل وزن کموي او پوټکی ځوان ساتي

په خالي (تشه) معده باندې اوبه څښل د انسان بدن ته زیاتې ګټې لري.

که په پیشنمې یا سهار وختې کې په نهاره اوبه وڅښل شي، نو ورسره د انسان د معدې فعالیت پیاوړی کیږي او د یو شمیر مهمو ناروغیو مخه هم ورسره نیول کیږي.

یو باور دا هم وجود لري، که له پیشنمې وړاندې اوبه وڅښل شي، نو سبا د ورځې پر مهال د شدیدې تندې احساس کمیږي.

همدارنګه په نهره اوبه څښل د هاضمي سیستم قوي کوي، چې ورسره د ځینو خطرناکو ناروغیو مخه هم نیول کیږي.

زیاتې اوبه څښل د انسان پوستکې تازه او ځوان ساتي او ورسره د وینې نوې حجرې هم تولیدیږي.

********
د افغان موسیقۍ ښځینه ارکسټر معتبره نړیواله جایزه واخیسته
جرمني دویمه جوپه افغان کډوال له هیواده وویستل
جګي چن د ” د کنګ فو یوګا“ په تبلیغاتو پسې هندوستان ته تللی
• د ورځې یو سړی ۱۰ ښځو ته ځیر ځير ګوري
********

په نهاره اوبه څښل وزن کموي.

په نهاره د اوبو څښلو ښه طریقه داده چې سهار وختې له خوبه پاڅئ، مخکې له دې چې خوله یا مخ و لاس پریمنځۍ، د اوبو څښلو لپاره ارام کینۍ او کم تر کمه ۴ ګیلاسه چې د یو لیټر معادل کیږئ وڅښئ. که څلور ګیلاسه په لومړیو کې نه شئ څښلای، له ۲ يې پیل کړئ او ورو ورو د اوبو څښلو اندازه زیاته کړئ تر څو ۴ ګیلاسه ته ورسیږي.

په نهاره باندې اوبه څښل د سرطان او د ګردو ناروغیو مخه هم نیسي.

په یاد ولرئ، چې کله مو هم په نهاره اوبه وڅښلې، سمدستي خوراک مه پیلوئ؛ بلکې څو شیبې صبر وکړئ او له هغې وروسته خوراک پیل کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */