خواړه روغه سټه

د هندوناڼې شپږ روغتیايي ګتې

د افغانستان په ځينو ګرمو سیمو او ښارونو کې ګرمي شروع شوې ده او خلک نن سبا په دغو ځایونو کې د هوا سړولو لپاره بريښنايي پکي ، ایرکنډیشنونه او نور وسایل کاروي.

خو روغتیا پالان بیا ټينګار کوي چې د ګرمۍ ضد وسایلو ترڅنګ باید خلک په دغه موسم کې ځينې داسې مېوې او خواړه وکاروي چې ورسره ددوی د بدن تودخه کمیږي او روغتیا ته فایدې هم لري.

هندواڼې! هغه مېوه ده چې د ګرمۍ په شپو ورځو کې ډیرې پیدا کیږي او په ګرمۍ کې یې ګټې هم ډیرې دي.

روغتیا پالان وايي، د هندواڼو خوراک د ګرمۍ په موسم کې ددې ترڅنګ چې د ګرمۍ احساس کموي ګڼې روغتیايي فایدي هم انسانانو ته لري. موږ يې دلته د روغتیا له پاره شپږ ګټې راخلو.

۱. د وینې رګونه

د انسان به وجود کې رګونه ډېره مهم ځکه دي چې چې ډېره مهمه دنده مخه کې وړي. رګونه ټول بدن ته وینه رسوي چې سالموالی یې د انسان د ټولې روغتیا له پاره خورا ارزښت ناک دی.

د هندواڼې په اړه څېړنې وايي، په هندواڼه کې شته لاییکوپین په وجود کې د وینې د رګونو له پاره خورا ګټور مواد ځکه دي، چې پاک او روغ یې ساتي.

د هندواڼې ډېر یا دوامدار خوراک د وینې رګونه پاکوي او ددې رګونو چارې لا ښې او فعالوي، چې له امله يې بدن ته اکسیجن ښه رسیږي او ورسره تازه کیږي هم.
ددې تر څنګ په هندواڼه کې ځينې داسې ویټامینونه هم شته چې د هډونو د پیاوړتیا او ښه والي لامل کیږي.
۲. جسماني غوړ کموي
په هندواڼه کې شته سټرولاین او ځينې نور مواد د ګرمۍ په موسم کې د جسماني اضافي غوړو اخیستلو مخه نیسي چې له امله يې د ځينې ناروغیو مخنیوی مکمن دی.

همدرانګه دغه مواد د بډوډو د روغ او ښه ساتلو په برخه کې هم فعاله وڼډه لري.

۳. ینه او بډوډي

هندواڼه د تشو میتازو په روانۍ کې مرسته کوي چې دا چاره د بډوډو د ښه والي له پاره ګټوره ده. ددې تر څنګ هندواڼه کې شته نور مواد د ینې د فعال او روغ ساتلو په برخه کې هم مهم رول لري.

۴. عضلات ښه کوي

هندواڼه پوتاشیم لري، چې د اعصابو او د وجود د عضلاتو د پیاوړتیا لامل کیږي.
ډاکټران لارښونه کوي چې د هندواڼو خوراک د اعصابو ارامولو او د انسان د بدن د عضلاتو په سالم ساتلو کې لویه ونډه ولري.

۵. سترګې ښې ساتې

د هندواڼې په اړه روغتیايي څېړنې وايي، هندواڼه کې د بیټاکیروټین په نوم مواد شته چې د انسان په وجود کې په ویټامین ای باندې بدلیږي چې د سترګو د دید له پار ګټور دي.

څېړنه ټینګار کوي هغوی چې د هندواڼې خوري د عمر په تېریدو سره يې د نظر د کموالي چانس کم وي.

ددې ترڅنګ ویټامین ای د بدن د پوستکي په ښه ساتلو کې هم مرسته کوي.

۶. د پوټکي یا جلد له پاره يې فایدې
هندواڼه د نورو ګڼو روغتیايي ګټو تر څنګ د انسان د بدن د پوستکي له پاره هم ګڼې فایدې لری. ډاکټران باور لري چې په هندواڼه کې شته لاییکوپین او ځينې نور مواد د انسان جلد د لمر له خطرناکو وړانګو ژرغوري.

د یو څېړنې له مخې په هندواڼه کې د سرو رومیانو په پرتله ۴۰ سلنه ډېر داسې کیماوي مواد شته چې د انسان پوستکی تازه، نرم او ښکلی ساتي.

د هندواڼو د پوستکې د ګټې په اړه دا لیکنه هم لوستلی شئ

هندواڼه او د هندواڼې د پوستکي ګڼې روغتیايي ګټې

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */