سپورټ نړیوال کرکټ

مبصیرین: د استرالیان د پرلپسې ماتو لامل سمیت، وارنر او بینکرافټ دي

لیکنه: ياران

لیکنه: بهار سمسور

د اسټرالیا د پخوانیو پیاوړو لوبغاړو سټيو سمېت ډېوېد وارنر او بینکرافټ د بېرته راتلو په اړه د هو او نه خبرو او تبصرو زور اخیستی.
لیکنه: بهار سمسور

په همدې دوام یو شمېر کریکټ مبصرینو ویلي د دې لپاره چې د استرالیا د کریکټ لوبډلې د ماتو لړۍ پای ته ورسیږي نو په کار ده چې دغه دری لوبغاړي معاف شي او بېرته دې لوبډلې ته راشي.
بل پلو؛ دا ځل د وخت پیاوړي چټک توپ اچوونکي مېچل جانسن ویلي دا بده ده چې موږ پرلاپسې اورو ولې اسټرالیا ماتې خوري؟
ده زیاته کړې؛ په کار ده چې سمېت وارنر او بینکرافټ دې بېرته راشي، خو دا هم زموږ نسل ته د تجربې په معنا ده چې باید داسې کار ونه کړو چې یو وخت مو نوم په بد یادیږي.

یاد درې لوبغاړي د توپ خرابونې په قضیه کې له لوبو بند کړای شوي دي

جانسن په وینا؛ هغوی پیاوړي لوبغاړي دي خو دا کار يې هم د بښلو نه دی چې په دومره ستر کریکټ کې داسې ګام پورته کړ. نوموړي پر خپل ټېوټر هم لیکلي دي دری لوبغاړي چې دا کار يې کړی د دوی د بند لړۍ دوام لري، د دوی د بندیز دوام هم ممکن دی.

د دغو دریو لوبغاړو پر سر ناندرۍ او تبصرې وروسته له هغې زور اخلي چې اسټرالیا د دوی په نه شتون کې په زیمبابوې کې په درې اړخیز سریز کې له پاکستان ماتې وخوړې، ورپسې يې په اماراتو کې هم له پاکستان ماتې وخوړې او له هغې وروسته ورته اوس د هندوستان لوبډله په خپل کور کې چیلنج ځکه ګرځيدلی شي چې هندوستان به له پیاوړو لوبغاړو او هر اړخیز پلان سره میدان ته ښکته کیږي ولې اسټرالیا نه یوازې دا چې دا وخت کمزورې شوې ده بلکې په روحي لحاظ هم د سیالانو تر فشار لاندې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران