سیاست

د زورواکۍ دوام؛ حکومت یې ولې نه ځپي؟

زورواکي له لسیزو راهیسې د افغانستان یوه لویه ستونزه ده، خو څو وروستۍ بېلګې یې؛ هغه هم په داسې مهال چې حکومت د زورواکۍ د مهار لپاره د جدي اقداماتو د هوډ خبرورکړی و، د اندیښنې او پوښتنې وړ ده.

په تازه پېښو کې یوه دا ده، چې په ولسي جرګه کې د غزني یوې استازې هما سلطاني د کابل د پل سرخ سیمې له یوه شیریني پلورونکي سره تر لفظي ناندرۍ وروسته دغه پلورونکی ډبولی.

د شیرینۍ پلورنځي د امنیتي کامرې په وسیله ثبت شوې او په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي، چې مېرمن سلطاني پر پلورونکي د ګوزارونو ترڅنګ د یوې چوکۍ په وارولو سره د پلورنځي ښیښې ماتوي.

د دې پېښې په اړه د كابل پولیسو د پلټنو د پيل خبر ورکړی.

بله رسنیزه شوې پېښه د بلخ د مرکز مزار شریف ښار اړوند ده. له دې ښاره راپورونه وایي، چې له دوه ورځو راهیسې د ښار یوه برخه ځکه تړل شوې، چې امنیتي ځواکونو پکې د یوه پخواني قومندان اختر محمد ابراهیم خېل کور محاصره کړی دی.

د ابراهیم خېل زامن هلته په انسان تښتونو، قاچاق، زورواکۍ او وسله والو غلاوو تورن دي، خو د ابراهیم خېل کورنۍ او ساتونکي د پولیسو پر وړاندې په دې پلمه مقاومت کوي، چې ګواکې د ځان خلاف دسیسه شنډوي.

د قومندان ابراهیم خېل پلویان ادعا لري، چې د قومندان د زامنو پرضد عطامحمد نور د سیاسي مخالفت له کبله دسیسه جوړه کړې.

د قانون پرحیثیت ګوزار
پورتنۍ پېښې به په افغانستان کې د هره ورځ ترسره کیدونکو سلګونه پېښو له منځه څو محدودې او ممکنې کوچنۍ پېښې وي. دلته تقریباً هرڅوک، چې زور، زر، اړیکې، سیاسي اثررسوخ او د حد اقل ملاتړخلک لري، د قانون پرحیثیت ګوزار ورته خپل مسلم حق او حتا مسولیت ښکاري.

د قانون د تطبیق پروړاندې خنډونه له شماره وتي، په قانون ماتونکو کې له پخوانیو ټوپکیانو نیولې تر برحاله حکومتي مقاماتو، حکومت ضدو سیاسي څېرو، سوداګرو او نورو پورې ډېر خلک لیدل کیږي.

د قانون پر حیثیت دا ډول ګوزارونه د دولت د درې ګونه قواو په ګډون د سیاستوالو، مدني ټولنو، ملت او فرد ـ فرد پرمخ ګوزار دی.

نېمګړې مبارزه
د داسې ګوزارونو د پای ته رسولو لپاره څه موده مخکې افغان حکومت د زورواکو خلاف د جدي اقداماتو اعلان وکړ. د دغه اعلان ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې ځينې کسان، چې خلکو یې د زورواکۍ او خپلسرۍ له هڅو په تنګ راغلي وو، د افغان ځواکونو له لورې ونیول شول.

د هېواد په مختلفو ولایتونو کې سره له دې، چې یو شمېر خلکو د یوه نیول شوي( نظام الدین قیصاري) د نیونې مخالفت وکړ، خو نورو ډېرو خلکو یې هرکلی وکړ او په حکومت کې یې له زورواکۍ سره د مقابلې لپاره د رامنځته شوې ارادې ملاتړ وکړ.

حکومت هم ژمن شو، چې دا ډول اقدامات به پراخوي او سراسري کوي، خو وروسته ولیدل شول، چې دا مبارزه نېمګړې پرېښودل شوې او حکومت حتا د نیول شویو زورواکو د برخلیک په اړه هم څه نه وایي.

د پردې شاته څه دي؟
د پردې شاه فکر کیږي، چې حکومت او پکې شاملې سیاسي ډلې هره یوه د راتلونکو ټاکنو لپاره له زورواکو سره په مقابله کې له مصلحت او نرمۍ څخه کار اخلي.

هغه کار، چې نیږدې پینځلس کاله یې مخکینی ولسمشر حامد کرزی په ترسره کولو او په دې ډول د خپل واک په دوامداره ساتلو تورن و.

د ملي یووالي حکومت او په خاص ډول ولسمشرغني، چې ویل یې د زورواکو او قانون ماتونکو په نوم څوک نه پېژني او خامخا به قانون پرې تطبیقوي، ورته ښایي چې په دې اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

حکومت دې ډاډه وي، چې د زورواکو نیونه او پرې د قانون تطبیق نه یوازې سرخوږی نه ورته جوړوي؛ بلکې د سیاسي پياوړتیا او په راتلونکو ټاکنو کې د بریالیتوب د چانس په زیاتولو کې هم مرسته ورسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.