کلتور او هنر

د سلمان خان د خوښې نجلۍ: ورینه حسین؛ د افغانانو خورزه ده

ورینه حسین هغه جلۍ ده، چې سلمان خان يې یوه ورځې په اړه ټویټ کړی و او لیکلي يې وه، “موجې لړکي مېل ګي” (جلې مې ومونده).

دا جلۍ د سلمان خان په فلم (لوو راتري) کې د خان د اوښي (ایش شرما) سره لوبیدلې. یاد فلم پرون د اکټوبر په ۵ مه خپور شو. د ورینه حسین دا لومړی فلم دی. فلم د مینې داستان دی، چې کتونکو نقد کړی او ویلي يې دي، چې د فلم کیسه او جوړښت مزیدار نه و.

کتونکو دواړه اداکاران (ایش شرما او ورینه حسین) ستایلي، خو د فلم په ډاریکټر او لیکوال يې انتقادونه کړي. په باور يې هغوې ښه ډیالوګونه، نه وه لیکلي او نه هم فلم ښه ډاریکټ (لارښود) شوی و. فلم په لومړۍ ورځ یواځې ۲ کروړه هندي روپۍ وګټلې، چې دا تر ټولو غریبانه پيل دی. یاد فلم سلمان خان خپور کړی، چې ۲۵ کروړه هندي روپۍ خرچه پرې راغلې.

ورینه حسین څوک ده او د افغانانو څه ده؟

دې ښکلې “پیشوګۍ” جلۍ اوس په بالیووډ کې د کورنیو اوبهرنیو کمپنیو پام هم ځان ته اړولې. په ګڼو اعلاناتو کې راڅرګنده شوه. وروستی هغه يې د ککاو چاکلیټو اعلان و، چې ګڼ خلک يې خپل ښایست ته ګوته په غاښ کړي.

ورینه حسین هندۍ نه ده. ددې جلۍ پلار د عراق او مور يې د افغانستان د کابل ولایت ده. نوموړې د مسلمانې کورنۍ غړې ده، او په نیویارک کې يې د ښکلونو هنرونو په برخه کې لوړې زده کړې کړي.

ورینه په ۲۰۱۳ کال کې د هندوستان ډهلي ته لاړه او هملته میشته شوه. نوموړې له همدې نیټې وروسته ماډلینګ ته راغله او د خپل ښایست او ښه بدن له امله ډيره ژر مشهوره شوه او د لسګونو بهرنیو کمپنیو سره يې قراردادونه لاسلیک کړل.

ورینه د سلمان خان په بلنه د هغه فلم ته ورغله. دا يې په بالیووډ کې لومړی فلم و، چې د سلمان خان د اوښي (ایش شرما) سره يې خپور کړ. فلم که څه هم ښه پیل نه درلوده، خو د ورینې اداکارې ستایل شوې او هغه خوشاله ده، چې یوه بله هیله (بالیووډ) ته تګ يې پوره شو.

ورینه مجرده ده او تر اوسه کوم سرچینې هم نه دې ویلي، چې ګنې هغه دې کوم ملګری یا انتخاب ولري.

داسې ګنګوسې هم شته، چې په ورینه د سلمان خان د خپلې پخوانۍ ملګرې (ایشوارای بچن) مینه ماتیږي، شاید د همدې لپاره يې خپل فلم ته راوستي وي، او لیکلې يې وي، چې جینۍ يې ومونده. ورینه ایشوارای ته ورته سترګې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند