د افغانستان پر جګړې او د جنرال مک کريسټل پر ژوند جوړ شوی فلم سینما ته راځي

د جګړې ماشین – دا د هغه هالیوډي فلم نوم دی چې د افغانستان جګړه کې د یو پخواني امریکايي جنرال مک کریسټال په رول جوړ شوی دی.

فلم یو نظامي طنز دی او د مک کریسټل رول په کې د هالیوډ وتلي سینمايي ستوري براډ پیټ لوبولی دی.

ټاکل شوې دی چې دا فلم په امریکا او نوره نړۍ کې د مې په میاشت کې پر سینماګانو څرګند شي.

د (جګړې ماشین) کې د امریکايي جنرال مک کریسټل چې څو کلونه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د میشتو ځواکونو قومندان و ، د ژوند په واقعی کیسې په طنزي بڼه تمرکز شوی.

مک کریسټال چې افغان ولسمشر حامد کرزی د افغانانو خواخوږی باله په رولینګ سټون مجله کې په یوې مرکې د هغه وخت پر ولسمشر بارک اوباما او د امریکا پر مرستیال ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې په اړه له سختو انتقادونو وروسته استعفا ته اړ شو. د جګړې ماشین فلم تر ډیر پر همدې قضیې راڅرخي.

د جګړې ماشین فلم په افغانستان کې د پخواني امریکايي جنرال سټینلي مک کریسټال د ژوند کیسه کوي چې پر سپینې ماڼۍ انتقادونه یې د استعفا سبب شول

دا فلم اصلا د امریکايي ژورنالیست میشل هسټینګس د هغه کتاب پر بنسټ دی چې د افغانستان د جګړې په اړه یې لیکلی دی.

د ” جګړې ماشین “ ډایرکټر ډیویډ میچوډ دی. نوموړی تر دې مخکې د ” ژویو سلطنت “ فلم یو له مشهورو فلمونو څخه و.

براډ پیټ چې په فلم کې د مک مهون په نوم د جنرال مک کریسټل رول لوبوي هم تر دې مخکې په یو شمیر نورو فلمونو لکه” متحد “ او ”قهر “ کې د امریکايي پوځي رول لوبولی دی.

د هالیوډ سینما په دې وروستیو کې د عراق ، افغانستان او د نړۍ د نورو جګړو په اړه او دې جګړو کې د بشري زیانونه په اړه د فلمونو جوړول زیات کړي دي. په ګڼو دې فلمونو کې د امریکا پر جګړیز سیاست یو ډول انتقادونه نغښتي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */