ټولنیز ژوند

د وَلْوَرْ په نوم د خور او لور پلورل تر کومه؟

لیکنه: شپنه سلګۍ

تر اوسه پورې کومې خور د ولور د ناوړه رواج د بندېدو غږ نه و اوچت کړی، خو زه نن د دې رواج د له منځه وړلو په موخه قلم اوچتوم، تر څو مو خويندې او ورونه د سوکاله ژوند کولو څخه برخه من شي.

ولور اخيستل چې په شریعت کې یو ناروا عمل دى، بايد هر مسلمان له دې ناروا عمله ځان وساتي. او پرېنږدي، چې د خويندو او لوڼو راتلونکی ګډ ژوند يې د ولور اخيستو په نوم تباه او تياره شي.

باید هېر نه کړو، چې د انسان قيمت هېڅوک او هېڅ څه نه شي پوره کولاى، خو له بده مرغه ځينې د دنیا لالچیان يې په ارزښت نه پوهيږي او د لکونو پيسو او سروزرو په اخيستو خويندې او لوڼي پلوري.

لکه مخکې مې چې وویل، ولور اخیستل یا پر بل عبارت: د لور او خور خرڅول په اسلام کې هم منع دي، خو بدبختانه که زموږ په پښتني ټولنه کې چا د دې ناوړه رواج او یا له ورته نورو بدو رواجونو بغاوت وکړ، نو خلک یې په ډول، ډول نومونو يادوي. بې غيرته یې بولي او وایي، دې غیرته ته ګوره، خپله خور-لور یې فلاني ته مُفته ډولۍ کې کينوله!! که څه هم دې کس به د اسلام مطابق کار کړى وي.

همدا راز زموږ په کليو او بانډو کې به د يوې جينۍ رِشته يو ځوان هم غواړي او بل طرف ته به یې یو داسې څوک هم د رِشتې غوښتنه کوي، چې د یادې جینۍ سره به په هېڅ څه کې هم سیال نه وي. نه به د عمر له پلوه د هغې سیال وي او نه د ځوانۍ، فکر، غوښتنو او تمایل له پلوه، خو پلار او کورنۍ به يې ځوان ته له ورکولو انکار وکړي، مګر هغه بوډا چې په هېڅ صورت د هغې جینۍ سیال نه شي کېدای، پر هغه به يې د لوړ ولور او پیسو په بدل کې خرڅه کړي، او د هغې د راتلونکي ژوند یو عالم ارمانونه به پر سیند لاهو کړي.

همدا علت دى، چې زموږ ډېری ورونه او خويندې بې سرنوشته پاتې کيږي. د ګډ ژوند له خواږه نعمته محرومیږي.

ډېر زلميان مو د ولور د پوره کولو له وجې په مسافرۍ کې مري. ډېری خویندې مو پر کورونو پاتې او زړیږي….

ولور دی، چې زموږ ډيری ميندې یې بورې، ډېری خويندې یې بې وروره، ډيرې هيلې یې خزان او ډېر تاند، ناسپړلي ارمانونه یې قتل کړل… نو راځئ ټول پر یوه خوله د دې ناوړه رواج (ولور) پر ضد غږ پورته کړو او له منځه یې یوسو!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ