ټولنیز ژوند خوندیتوب

د ننګرهار والي ته یو ضروري لیک !

لیکنه: ياران
اعلان

عارض: ضیاءالدین همت مل
د ننګرهار قدرمن والي صیب
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
محترما! طبیعي خندا مې لا نه ده لیدلې، له سترګو مې تر اوسه هغه اوښکې نه دي تویې شوي، چې له ډېرې خوشحالۍ د ملغلرو په څېر روانې وي خو د درد او زګیرویو اوښکې مو دومره تویې کړي، چې نورې اوښکې هم راسره نه دي پاتې، لکه ننګیال چې وایي:
دلته په سترګو کې
تنکۍ اوښکې هم وچې شولې
دلته سیندونه، ګودرونه
او ویالې تږي شول
دلته ډوډۍ وږې ده
ته هم د همدې ولایت یې!
زه چې څومره پر دې ولس دردیږم ته هم دردیږې
خو زما ګرانه مشره! ستا په راتلو مو سترګو کې یو څه مسکا وځلیده، خو هغه مسکا د خوښۍ د اوښکو پر ځای وینې تویې کړې.
له طالب او داعش نه د ګیلې کولو توان هم راکې نه دی پاتې، ځکه چې ګیله کوم ستا د ملک خدایداد څخه مې د انجینر زلمي غوندې وړي، خپله عرض پاڼه هم درته نشم راوړی، داسې نه چې د دې ښار د ګلونو سکانو غوندې لولپه شم.
د دې ښار ماحول داسې دی
پاس په هوا راشه جانانه
لارې کوڅې د غمازانو ډکې دینه
لمنې لمنې ګیلې راسره دي، له غمه ډک زړه چاته تش کړم چاته وژاړم، ځکه د ننګرهار له وجوده دا لنډۍ په کراتو کراتو اورم، چې:
نه مې څوک و نه مې پکار شو
له اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه
د پوښتنې مور مړه ده، له هرې خوا وژل کیږم.
هر څه مو لوټ شول، یوه لویشت ځمکه پاتې نه شوه. درویش وایي:
هرڅه مو لوټ شول اوس اسمان ته ګورو
څوک مو له سره دغه بام وا نه خلي
اصلي موضوع ته راځم!
پر فیسبوک کې مې ولوستل، چې جلالتماب والي صیب په اوونۍ کې یوه ورځ د دې ښار د وګړو ستونزې اوري
ډېر څه به دې اوریدلې وي
ماهم خپله عریضه راوړې خو زما عریضه بل ډول ده، ما په داسې خلکو عریضه کړې، چې راته نه دي معلوم
زما مدعي داسې یو څوک دی، چې نه یې پیژنم.
خلکو راته وویل، چې والي صیب یې پیژني
نو والي صیب! زما د دې ښار تنکي بچي خو په سلګونه بچي په پوډرو روږدي شوي، ستا د ماڼۍ په پنځوس مترۍ کې ډلې ډلې راټولیږي، ورځ تربلې یې تعداد زیاتیږي، او د ګل غوندې ځوانۍ خاورې کیږي
ننګیال وایي:
چې ته به لوبیدې پکې اوس هغه ګلان نشته
ایرې دي په مالت کې هدیرې دي په مالت کې
والي صیب! دوی ته دا پوډر تر دې ځایه څنګه راوړل کیږي؟
څوک یې راوړي؟
د حیرانتیا خبره نه ده، چې دغه پوډریان پوډر پلورونکي پیدا کوی شي، مګر ستا د ادارې مسولین یې نه شي پیدا کولی ښه به نه وي، چې په استخباراتو او کشفي ارګانونو کې همدا پوډریان مقرر کړې
سخت دی افسوس ځای دی
بیا هم د درویش کړېکه اورو
چا دی لوټلی ستاسو کور او تللی پل دی چرته
دومره مو هم معلومه نه کړله چې غل دی چرته
همدغه خلک راته پیدا کړه، محاکمه یې کړه ګل ګل ځوانان مې له دې طاعوني رنځ څخه وژغوره !
ولس جانان که چې د ټول اولس جانان به شې
که هلته وژل کیږم خو تاسو دا وایاست، چې دا د پردیو دسیسې دي، نو دا خو ستاسو د وسې کار دی، خو یوازې فولادي عزم غواړي.
والي صیب ! که زما عرض دې واخېست نو د ښار په کوڅو کې به ستا په نوم دا لڼډۍ زمزمه کومه، چې:
که به زما په دعا کیږي
خدای دې باچا که چې سلام ته دې درځمه
او که دې عمل پرې ونکړ نو بله لنډۍ مې هم یاده ده
خدای دې زما په شان مین کړه
چې لوغړن دې په کوڅو کې ووینمه
او چې په مخه راتلې نو د درویش دا بیت به درته وایم، چې:
ستا دروازه راته وا نه شوه په هیڅ کال کې اشنا
ماخو فرق ونه لید په دې او په دیوال کې اشنا

ای والي صیب! دا مو ورونه دي او زما او ستا په مخکې یې یو څو فرعونیان د یو څو پیسو په خاطر وژني.
دوی به هم میندې لري موږ خو د دښمن د میندو د چغو د اوریدو تاب هم نه لرو خپل خو لاپرېږده
مور که به څه هم د دښمن وه خو چې بوره به شوه
په خدای چې زه به پرې زهیر ومه تر ډېره پورې
په دې برخه کې جدي اقدامات درنه غواړو، کنه بیا دا بیت زده کړه!
د دغو خلکو ساده توب دی تر دې حده پورې
چې زه درویش هم پکې پیر ومه تر ډېره پورې
والي صیب! زما مدعیان راته پیدا کړه او د قانون منګلو ته یې وسپاره!
او دا معتادین روغتون ته واستوه، علاج یې وکړه!
او دغو دوزخیانو ته جنت وګټه

لکه اجمل چې وایي
غټان، غټان، نیکان، نیکان پیدا دي
دوی خو له ځایه جنتیان پیدا دي
ځئ هغې خوارو له جنت اوګټو
څوک چې د موره دوزخیان پیدا دي

په درنښت

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران