بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

د ښې ورځې لارښود؛ هرسهار داسې ښه چارج شئ

لیکنه: یاران هنر

ژباړه: صادق طارق

د سهار وخته پاڅيدو سپارښتنې به مو ډېرې اوریدلې وې، چې وایي زیاته ګټه لري او انسان ورسره ښه ورځ لرلای شي.

دا خبره یې دلیله نه ده، ځینو ممکن د تجربو له مخې کړې وي، خو موږ یې دلته د طبي څېړنو له مخې درته کوو.

طبي څېړنې وایي، چې سهار وخته پاڅیدل د مغزي فعالیت په ښه والي کې ډېره مرسته کوي.

د څېړونکو په وینا په خاصه توګه د سهار وخته پاڅیدو لومړنۍ شل دقیقې خورا مهمې او د پام وړ دي.

په دې شل دقیقو کې د انسان ناخود آګاه ضمیر د اسفنجو په شان ډېر جذبونکی وي، یانې زیات اطلاعات په ځان کې نغاړلی شي.

همدا وجه به وي، چې د مطالعې او غوره زده کړې لپاره دغه وخت ډېر وړاندیزیږي.

څنګه لومړۍ شل دقیقې ښه وکاروو؟
اوله خبره خو دا ده چې په عامه اصطلاح په ښي اړخ را پاڅیږئ. له ښي اړخ نه هدف همدا واقعي په ښي اړخ پاڅیدل نه؛ بلکې دا دی چې په خوشالۍ او ښه احساس سره سهار پيل کړئ.

روغتیا پوهان وایي له پاڅیدو سره نه ټولنیزې شبکې وګورئ، نه ایمیل ته سر ښکاره کړئ او نه کومه ویډیو یا سندره ووینئ.

دا چې څه باید وکړئ، هغه دلته درته وایوو:

پخپل هدف پسې شئ
هرانسان ځینې اساسي او ځینې ضمني اهداف لري. مثلاً: غواړئ یوه بهرنۍ ژبه زده کړئ، یا مو په کومه برخه کې نورې زده کړې روانې دي، یا د کارونو په برخه کې ځینې خورا ډېر درته مهم دي.

نو چې کوم شی مو ډېراساسي هدف وي، له راویښیدو سره تر لمانځه او عباداتو پس په هماغه کار پسې شئ ، چې خورا ګټه ورته کولای شي.

د ورځې اوله برخه څنګه کړو؟
د ورځې په پيل کې که کاروبار ته ځئ، یا زده کړو یا بل هرڅه پسې، اوله برخه یې نسبتاً ستونزمنو کارونو ته ځانګړي کړئ.

البته ښه سهارنۍ مه هېروئ، چې هغه هم ستاسې د روغتیا او هم د ذهني تمرکز او پیاوړتیا لپاره ضرور ده.

کیدای شي عادي کارونه او اسانه شیان د ورځې دویمې یا وروستۍ برخې ته پریږدئ.

څو نورې سپارښتنې:
– د سهار په پيل کې یوه مهمه موضوع دا هم ده، چې د ورځې مهالوېش مو جوړ کړئ.

– که د لیکوالۍ شوقیان یاست، دا وخت د ډېر ښه لیکلو لپاره بهترین وخت دی، لیکل پکې وکړئ.

– که د کومې برخې شوق و ذوق لرئ، له دغه وخته یې د ښې استفادې لپاره تیار شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر