سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالیایي لوبغاړی: ویرات کولی بهترین لوبغاړی دی، خو ریکارډونه نه شي ماتولی !

پخواني اسټرالیایي لوبغاړي سټیف واف ویلي، چې ویرات کولي د نړۍ په کچه بهترین لوبغاړی دی؛ خو ټول ریکارډونه نه شي ماتولی.

د کرېک ټرېکر په نامه یوې وېب پاڼې د واف له قوله لیکلي، چې ویرات کولي هر وخت ریکارډ جوړولی شي؛ خو هیڅکله د دې قابل نه دی، چې ټول ریکارډونه مات کړي.

سټیف واف په داسې حال کې دا خبره کوي، چې ویرات کولي د ویسټ انډیزخلاف د پنځه یو ورځنیو لوبو سیریز کې دوه سلیزې ووهلې او په ۱۵۱ اوسط یې توپ وهنه وکړه.

واف وایي ویرات کولي د هرې ورځې په تېرولو سره پرمخ روان دی، هغه په کوردننه او بهر لوبو کې تر ټولو لوبغاړو زیاتې منډې کړي دي.

ویرات کولي په ۲۱۶ یو ورځنیو لوبو کې ۲۰۸ پاڼۍ توپ وهنه کړې، چې په دغو لوبو کې یې ۱۰ زره ۲۳۲ منډې کړي دي.

کولي په دغو پاڼیو کې ۳۸ سلیزې وهلي او ۴۸ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي.

سټیف واف ویلي، چې فکر نه کوم چې د سچېن ټېنډولکر د سلو سلیزو ریکارډ مات شي او دا ریکارډ نه ماتېدونکی دی.

بل پلو سچېن ټېنډولکر په تېر کې د ویرات کولي د تشویق په خاطر څو ځل ویلي، چې زما د سل سلیزو ریکارډ به ویرات کولي ماتوي.

واف بیا زیاتوي چې کېدای شي ویرات کولي د ټېنډولکر ریکارډ مات کړي؛ خو د اسټرالیایي ډونالډ جورج براډمن د اوریج یا اوسط ریکارډ نه شي ماتولی.

براډمن په ۱۹۰۸ م کال کې د اسټرالیا په نیو ساوت ویلز سیمه کې زېږېدلی و؛ هغه یواځې ټېسټ او فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کړې وې، چې په ټېسټ لوبو کې یې اوسط ۹۹ اعشاریه ۹۴ دی او لوړې منډې یې په یوه لوبه کې ۳۳۴ دي.

برا‌ډمن په فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو سیالیو کې ۹۵ اعشاریه ۱۴ اورېج و او په یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۴۵۲ ناسوځېدلې وې.

براډمن په ۲۰۰۱ م کال کې ومړ.

ویرات کولي په ۷۳ ټېسټ لوبوکې ۶ زره ۳۳۱ منډې کړي دي، چې ۲۴ یې پکې سلیزې وهلي دي او اورېج یا اوسط یې بیا ۵۴ اعشاریه ۵۸ دی.

سټیف واف په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې هندوستانۍ لوبډله په روانه عیسوي میاشت کې اسټرالیا ته ورزشي سفر لري او هلته به د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې له اسټرالیا سره درې شل اوریزه، درې یو ورځنۍ او څلور ټېسټ لوبې ترسره کړي.

دا چې ویرات کې به په دغه سیریزکې څومره وځلېږي، ورته انتظار یوو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې