سپورټ نړیوال کرکټ

((ویرات کولي د نړۍ بد اخلاقه لوبغاړی دی))

اعلان

ویرات کولي چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر دی او اوس په اسټرالیاکې په لوبو بوخت دی، ۳۰ کاله عمر لري، نوموړی وخت نا وخت د ځېنو خلکو له توند غبرګون سره مخ کېږي، ویرات کولي د خپلې رویې او سلوک په وجه ځېنې وختونه له سختو نیوکو سره مخ وي.

ویرات کولي داسې یو شخصیت لري، چې زیاتره خلک وایي هغه ازاد فکر نه لري او تل مغروره حالت کې وي.

اوس د خپل سلوک او رویې له امله له بیلابیلو نیوکو سره مخ شوی او د نړۍ په کچه ځېنې وختونه د خلکو په بد سلوک بدې راځي او نه یې خوښېږي.

که څه هم ویرات کولي د نړۍ په کچه کرکټ لوبغاړو کې نامتو توپ وهونکی دی؛ خو د بد سلوک اوازې یې هم خورا تودې دي.

د اسټرالیا خلاف اوسنۍ ټېسټ لوبلړۍ کې ویرات کولي د اسټرالیا د توپ وهونکي د سوځېدو پر مهال خورا بد چلند کوي او پورته، پورته ټوپونه وهي او توپ وهونکي پسې چېغې وهي.

د نوموړي دغه عمل د نړۍ په کچه د کرکېټ د مینه والو او مبصرینو غبرګونونه راپارولي.

د اسټرالیایي لوبډلې روزونکي جسټېن لېنګر ویلي، چې د ویرات کولي دا عمل د نړۍ په کچه بد اخلاقي ده.

د هندي سېنما پخواني لوبغاړي او د سټېج شو اداکار نصیرالدین شاه په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، ویرات کولي نه یواځې دا چې د نړۍ په کچه ښه توپ وهونکی دی، بلکې د دې ترڅنګ د خورا خرابو اخلاق څښتن هم دی.

د توپ وهونکي سوځېدل او د ویرات کولي غبرګون:
د لومړۍ ټېسټ لوبې وروستۍ ورځ وه، چې اسټرالیا ته ۳۶ منډې پاتې وې او یوه وېکټ یې پاتې وه.

دغه وېکټ د اشوېن په توپ وغورځېده، سلېپ کې فیلډر یا ډګر ساتونکي کېچ واخېست؛ نو د کېچ په اخېستلو سره ویرات کولي له احساساتو ډک چلند وکړ او ډېر په سختو چېغو یې د لومړۍ ټېسټ لوبې بریا ولمانځله.

دا لومړی ځل و، چې ۲۰۰۸ م کال راهیسې اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې هندوستان لومړۍ ټېسټ لوبه وګټله.

د ویرات کولي دغه لمانځنه د اسټرالیایي روزونکي او ډېری نورو کرکټ مینه والو په ذوق برابره نه وه او ویرات کولي یې تر انتقادونو لاندې راغی.

د اسټرالیایي روزونکي لېنګر څرګندونو ته د هندوستان پخواني لوبغاړي؛ (وي وي لکسمن) ځواب ویلی دی.

هغه ویلي ویرات کولي څه د توپ حالت نه دی بدل کړی، لکه چې اسټرالیایي لوبغاړو په سهیلي افریقا کې د بال ټېمپر کولو له امله په نړۍ کې مسخره شول، بلکې ویرات کولي یواځې احساساتي لمانځنه کړې ده.

لکسمن ویلي ویرات کولي هیڅ بد وضعیت نه دی کړی او هغه د هېواد لپاره لوبېږي او احساسات یې هېوادني دي.

نصیرالدین شاه:
نصیرالدین شاه په ۱۹۴۹ م کال کې د جون په ۲۰ مه نېټه د هندوستان په اوترا پردېش ایالت کې په یوه مسلمانه کورنۍ کې زېږیدلی دی.

هغه اوس ۶۹ کاله عمر لري؛ نوموړی په هندي سېنما کې لوبېدلی، د لوبغاړي ترڅنګ د فلمونو لارښود او د خلکو پر وړاندې د سټېج شو اداکار هم پاتې شوی دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې