سپورټ نړیوال کرکټ

ویرات کولي په یو ورځنیو لوبو کې د لوبډلمشرانو ریکارډونه مات کړل

ویرات کولي چې په نړۍ کې په سټایلېش کرېکېټر مشهور دی، په اوس وخت کې خورا ټچ او فوم کې دی، د اسټرالیا خلاف په اسټرالیا کې هم ښه وځلېد او اوس د اسټرالیا خلاف په کور دننه هند کې هم ښه ځلېږي.

هغه د اسټرالیا خلاف درې یو ورځنیو لوبو کې لوبډلې ته رغوونکی رول ولوباوه او د لوبډلې په پرمختګ کې یې رول د لمر په څېر روښانه دی.

کولي د اسټرالیا خلاف روانه لوبلړۍ کې په درې یو ورځنیو لوبو کې دوه سلیزې او یو ځل ۴۴ منډې کړي دي، هغه په درې لوبو کې ۲۸۳ منډې جوړې کړي دي، په لومړۍ لوبه کې یې ۴۴ منډې وکړې، دوهمه لوبه کې یې ۱۱۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو او په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې یې په ۹۵ توپونو ۱۲۳ منډې وکړې.

هغه په یو ورځنیو لوبوکې ۴۱ سلیزې هم پوره کړې او یواځې ۹ سلیزې له ټېنډولکر څخه وروسته دی.
ټېنډولکر په ټولو ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې سل سلیزې وهلي دي؛ خو هغه ویلي چې ریکارډ به یې ویرات کولي ماتوي.

ویرات کولي په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې ټولې ۶۶ سلیزې وهلي دي او ۴۴ سلیزې ورته پاتې دي، چې سل سلیزې پوره کړي او ریکارډ په خپل نامه کړي.
خو ویرات کولي اوس د ډوني او ای بي ډیویلیرس ریکارډونه مات کړل.

له تر ډیویلیرس او ډوني مخکې شو
ویرات کولي ځوان لوبډلمشر دی، چې یو ورځنیو لوبو کې تر ډوني او ای بي ډیویلیرس ژر ۴ زره منډې پوره کوي.
کولي، چې اوس ۳۰ کاله عمر لري، ټولې یې ۲۲۵ یو ورځنۍ لوبې کړي او په ۶۳ یو ورځنیو لوبو کې یې لوبډلمشري کړې ده.
هغه په ۶۳ یو ورځنیو لوبو کې د لوبډلمشر په صفت ځان ۴ زره منډو ته ورساوه، چې د ای بي ډیویلیرس ریکاډ یې مات کړ.
ویرات کولي د لوبډلمشر په صفت د ۴ زره منډو جوړولو ریکارډ خپل کړ او د جدول سریې ونیو.
ای بي ډیویلیرس په ۷۷ لوبو کې لوبډلمشري کړې او په دغو لوبو کې یې ۴ زره منډې پوره کړي دي.
ډوني په سلو لوبو کې د لوبډلمشر په صفت پاتې شوی او ۴ زره منډې یې پکې جوړې کړي دي.

سوراف ګنګولي په ۱۰۳ یو ورځنیو لوبو کې د لوبډلمشر په صفت ۴ زره منډې پوره کړي دي او سنت جایاسوریا بیا په ۱۰۶ لوبو کې د لوبډلمشر په توګه ۴ زره منډې جوړې کړي دي، چې له دې ټولو ویرات کولي مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

د هند او اسټرالیا دریمه لوبه
دریمه لوبه کې د اسټرالیا ټولې پنځې وېکټې ولوېدې او ۳۱۳ منډې یې جوړې کړې.
اېرون فېنچ ۹۳ او عثمان خواجه بیا ۱۰۴ منډې وکړې.
هند د ویرات کولي د ۱۲۳ منډو په مرسته په ۴۸ اعشاریه ۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۱ منډې جوړې کړې او لوبه ترې اسټرالیا په ۳۲ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی عثمان خواجه اعلان شو.
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه هند په ۶ وېکټو ګټلې وه او دوهمه یو ورځنۍ لوبه بیا هند په ۸ منډو خپله کړې وه.
څلورمه یو ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د مارچ په لسمه نېټه ترسره کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي