کلتور او هنر

ویراټ کوهلي له کرکټه فلمي نړۍ ته ورځي !

رسنۍ وایي، د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر به د کرکټ ورهاخوا په فلمي نړۍ کې قدم کیږدي.

په رسنیو کې وروسته له هغې د ویراټ کوهلي په تړاوو دغه اوازې ګرمې شوې چې نوموړي یو ټوئټ وکړ او پکې یې د فلم د یوه پوسټر په څېر خپل تصویر سره لیکلي وه چې د یوه بل نوښت او پیل پر لور.

د کوهلي په دغه ټوئت یې مینوال غوسه شوي او په تړاو یې ورته بیلابیلي خبري لیکلي.

ویراټ کوهلي د هندۍ لوبډلې تکړه توپ وهونکی دی چې یې تېر کال د هندۍ سینما د مشهورې ستوري انوشکا شرما سره واده وکړ او شک هم همدا کیږي چې شاید مېرمنې یې کوهلي دغه ډګر ته هڅولی وي.

وړمه ورځ کوهلي په ټوئټر کې خپل تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي ۱۰ کاله وروسته د یو بلې ډیبیو (Debut) په لور او ور سره یې زیاته کړې چې زیات ورته نه شي په تمه کېدلی.

ویراټ کوهلي په خپل دغه ټویټ کې د دغه خبر سره سره یو هشټګ کارولی او لیکلي یې دي(#trailerthemovie) چې روښانه معلومیږي او ورسره یې د یوه ویب سایټ لینک هم ورکړی خو کله چې د دغه ویب سایټ لینک خلاصوي نو یو تاریخ پکې روښانه ښکاري چې (28/09/2018) تاریخ دی او ورسره لاندي د رون(Wrogn) پروډکشن نوم هم معلومیږي.

د ویراټ کوهلي په ټوئټر خپور شوي تصویر څخه داسې معلومیږي چې دغه تصویر د کوم فلم د پوسټر تصویر دی، خو شک دا کیږي چې دا ورن پروډکشن د تجارت یوه پراخه برخه ده او ویل کیږي چې ویراټ کوهلي به د دغه پروډکشن د جامو د اعلان لپاره لنډ فلم جوړ کړی وي.

خو د ۲۸ سپټمبر وروسته به معلومه شي چې اصلي کیسه څه ده؟

د ویراټ کوهلي ځینی مینوال يې پري په غوسه دي چې ګني د اداکارۍ لپاره یې کرکټ ته شاه کړي او غواړي فلمي ستوری شي او ورنه یې په توئټر کې غوښتلي چې د خپل هېواد خیال دې وساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی