سپورټ نړیوال کرکټ

ویرات کولي د سچېن ټېنډولکر ریکارډ مات کړ !

ویرات کولي د هندوستان یواځېنې لوبغاړی دی، چې په یو ورځنیو لوبو کې د هندوستان لپاره لس زره منډې پوره کوي، نوموړی ځانګړی هندي لوبغاړی شو، چې د سلو سلیزو د پاچا سچېن ټېنډولکر ریکارډ ماتوي.

ویرات کولي د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه د ویسټ انډیز خلاف دوهمه یو و رځنۍ لوبه کې د خپلې سلیزې پرمټ ۱۰ زره منډې پوره کړې.

هغه ۱۰ زره او ۲۸ منډې پوره کړي دي.

ویرات کولي په یو ورځنیو لوبو کې ۲۰۵ پاڼۍ توپ وهنه کړې، چې پکې یې ۳۷ سلیزې وهلي او ۴۸ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي.

ویرات کولي د ویسټ انډیز خلاف لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د اکټوبر په ۲۱ مه نېټه په ۱۰۷ توپونو ۱۴۰ منډې وکړې، چې ۲ شپږیزې او ۲۱ څلوریزې یې وهلې وې.

سچېن ټېنډولکر په ۲۵۹ پاڼیو کې ۱۰ زره منډې کړې وې، چې ویرات کولي ترې په کمو پاڼیو کې ژر لس زره منډې پوره کړې.

دریم نمبر بیا هندوستانی پخوانی لوبډلمشر سوراف ګنګولي دی، چې هغه په ۲۶۳ پاڼیوکې لس زره منډې کړي دي.

ویرات کولي د هندوستان لپاره څلورم توپ وهونکی شو، چې لس زره منډې پوره کوي او نړۍ په کچه دیارلسم لوبغاړی شو، چې لس زره منډو ته ځان رسوي.

ویرات کولي لومړنی هندي توپ وهونکی شو، چې په کور دننه چټکې ۴ زره منډې کوي.

ټېنډولکر په هندکې ۹۲ لوبو کې ۴ زره منډې کړې وې او ویرات کولي لومړی هندي توپ وهونکی شو، چې په هندوستان کې په ۷۸ یو ورځنیو لوبو کې ۴ زره منډې پوره کوي، چې تر ټېنډولکر ښه دی.

مهېندرا سېنګ ډوني بل هندي لوبغاړی دی، چې له ویرات کولي او ټېنډولکر وروسته څلور زره منډې په کور دننه پوره کوي.

ټېنډولکر ۴۶۳ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې پکې یې ۱۸۴۲۶ منډې کړي دي، هغه ۴۹ سلیزې وهلي دي.

بل پلو ویرات کولي په ۱۱۳ لوبوکې ۳۷ سلیزې وهلي، چې په کمو لوبوکې تر ټېنډولکر ور رسېدلی دی.

کولي یواځې ۱۲ سلیزې وروسته دی، چې د ټېنډولکر د یو ورځنیو لوبو د ۴۹ سلیزو ریکارډ هم مات کړي.

ویرات په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې د ویسټ انډیز خلاف د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په ۱۲۹ توپونو ۱۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې پکې یې ۴ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې ووهلې.

هندوستان ویسټ انډیزته ۳۲۲ منډې هدف ورکړ؛ له دې وړاندې دوه ټېسټ لوبې او یوه یو ورځنۍ لوبې هند ګټلي دي.

دواړه لوبډلې پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې لري.

چې ویرات کولي پکې د سلیزو جوړولو موقع لټوي او ځان د ټېنډولکر په سلیزوپسې رسوي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ م کال کې ټېنډولکر ویلي و، چې د ده د سلو سلیزو ریکارډ به ویرات کولي ماتوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې