افغانستان سیاست

که مونږ سم انسانان شو، نور هر څه پخپله سمیږي – انتظار خادم

لیکنه: ياران
اعلان

د انتظار خادم لیکنه

مونږ بنیادي تغیر ته اړتیا لرو.‌ مونږ باید لمړی انسانان شو او بیا د افغانیت او مسلمانیت دعوه وکړو. زما په شمول مونږ ډیرو د حیواناتو خصوصیت اخیستی.‌ حتی حیوانات هم د یوه بل په غم زوریږی مګر مونږ ته د بل مسلمان مرګ د یو توت قدر ارزښت هم نلري.

که داسې حال وی نو زما، ستا او د یوه ځناور څه فرق دی؟ لیوه انسان خوري، چورت یې پرې نه وي‌خراب.‌ زمري ګوري ‌چې بل زمری د حیوان او یا انسان ویني‌څښې او دی ورته ګوري او لیوني سپي په کوڅو کې روغ انسانان داړي او روان وي.

خو

زمری حیوان دی، لویه څیرونکی دی، او سپی لیونی دی ځکه داسې وحشت کوي او یا یې ګوري او ترې تیریږي مګر زه او ته خو اشرف المخلوقات یو. څنګه مو د وردګ، کونړ، غزني، بدخشان، کابل، ننګرهار….. په ملکي وژنو زړه ونه بوګنیده؟‌

څنګه د معلم، انجینر، عسکر او عادي انسان په وژل کیدو مړ نه شوې؟‌ څنګه د مولوي ریحان، استاد شبیر احمد او د ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ د ۷ غړو په وژل کیدو بې هوشه نه شوې؟

زه او ته خو انسانانو ته ورته یوو.‌ په ریښتونې معنی خو حضرت عمر (ض) انسان وو چې د دجلې د سیند په غاړه د وژل کیدونکې حیوان مړینه یې هم خپل مسولیت او غم باله. او زه او ته!؟‌‌

زه او ته بله کله انسانان کیږو چې نه بل انسان ووژنو او نه راته د بل انسان وژل کیدل یواځې یو خبر ښکاره شي؟‌ ایا زما او ستا په سینه کې د انسان زړه دی که تیږه؟‌ ایا ته هغه اصلي انسان ته ورته یې چې د محبت، دوستۍ، مرستۍ او عاطفې ادعا یې کوله؟

انسان یعنی له مینې، صمیت، اوښکو، مننې، ‌مرستې،‌ خندا،‌ نزاکت، احترام، او رغاویز تامل نه جوړ، موړ او ډک کنډول دی. په اصلي انسان کې کرکه، بې پروایې او وحشت نه وو.‌ اصلي انسان د بل انسان په درد دردیده. ایا ته هم مینه ګرکې یې؟‌ ایا ته هم مینه پیژني؟‌ ایا ته هم د بل انسان په درد غمیږې؟‌ جواب ډیر ساده دی. یعنې نه.

یا خو بل انسان وژنې، یا د بل انسان په وژل کیدلو کې مرسته کوې او یا د بل انسان وژل کیدل درته هیڅ معنی نلري.‌ د بل انسان لوږه، تنده، ژړا، مسافري، مریضې، ټولنیزه اړتیا او لوېدل خو ته درته په خدای کې اصلآ بحث ښکارې.‌ بس نو روښانه شوه چې زه او ته اصلاً انسانان نه یو.

د بیلګې په توګه دا یوه مرغۍ د خپل ملګرې په مړینه څومره خواره، ژړغونکې،‌ بې وسه او بې کسه ښکارې؟‌ مګر زما او ستا د کور غړی، نژدې ملګری، همکار، او قریب په ناروا ووژل شي.‌ خبر شو، ورشو، ووایو د الله رضا وه او ترې ځو.

وه انسانه مسلمانه! تردې نور هم د خدای په قهر او غضب اخته شي.‌ د خدای رضا دا نه ده چې ته بې ځایه مړ شه. د خدای رضا دا نه ده چې بل بې ځایه مړ کړه. خدای ولې وغواړي چې یو انسان، ځوان، پیغله، ماشوم، ښځه او یا نر چې د خدای ج عبادت کوي، مینه خپروي،‌ دعوت کوي، د سولې چیغه کوي،‌ د خلکو لاس نیسی کوي او په ټوله کې د انسانیت داعې وي، چې هغه دې مړ شي؟‌ دا ته یې چې په پټو سترګو د خدای رضا بهانه کړې او نور وژنې.

جګړه که بهرنې وې او که کورنۍ، له بده مرغه چې د عامو انسانانو ژوند اخلي مګر هغه یا د جنګ ډګر وي او یا د جنګ ډګر ته نږدې سیمه. هلته وژل معلوم وي، طرف معلوم وي، پیل یې معلوم وي، پایې معلوم او دلیل یې معلوم.

مګر په کور کې وژل کیدل، د شپې وژل کیدل، په بمبار کې وژل کیدل، په مکتب کې وژل کیدل، مدرسه کې وژل کیدل، د کور مخکې وژل کیدل، په چمن کې وژل کیدل، په واده کې وژل کیدل،‌ په جرګه او جنازه کې وژل کیدل ویرونکې، موهوم، وحشي، غیر انساني،‌ غیر مدني او غیر اسلامي عادات او رسوم دي.‌

د کابل په زړه او په لویو ښارونو کې انسانان وژل کیږي. سخته دا ده چې تر ډیره بې ګناه انسانان وژل کیږي. د بیلګې په توګه معلم، موچې، صفاکاره، خلیفه، نجار، تکسیوان، موذن، سندرغاړې، شاعر، ښه لمونځ کوونکې، مدني فعال، تجار او داسې نور چې نه په سیاست کې کار لري او نه په جنګ کې.

دا څوک وژنې؟‌ دا هغه کسان چې غواړي اوبه خړې کړې، ویره خپره کړي، اذهان مغشوش کړي او خپله غیر انساني د حیوانیت-دهشت-وحشت سودا عامه کړي.‌

امریکا په ځمکه له اسمانه یو انچ څیز ویني.‌ ټول کابل په ۵ ملیونه ډالرو په امنیتي کمرو سمبالیږي او ۴ سکینرونه په ۴ دروازو کې د نشه یې توکو، بمونو، غمونو، توپکونو… اتیا سلنه مخه نیولی شي مګر نه نړیواله ټولنه دا کار کوي او نه مونږ ګوسفندې ولس غږ کوو.

چې وژل کیږې، غږ نکوې، چې کور دې ورانیږې غږ نکوې، چې ژوند دې تباه کیږې غږ نکوې، ټولنیز کودونه، ارزښتونه او تقدسات دې له منځه ځي غږ نکوې، په سلو ځایونو کې د سل ډوله فساد سره مخ یې غږ نکوې، نو ته او خدای زه او ته انسانان یوو.‌ خو نه یو کنه.‌ بس یویشتمه پیړۍ ده. هرڅه عصرې شوې دي.‌ مونږ د بیزوګانو، لیوانو، زمرو، ګیدړانو، میږو او میښو نوې، معاصره او پیشرفته بڼه یوو چې د انسان په نامه په دې ټولنه کې اوسیږو.‌


که انسان او انسانیت د مینې نوم وي نو ته او خدای چې په ژوند کې دې هم ددې مرغانو په شان د بل انسان سره مینه کړې؟‌ ته دې انځور ته ځیر شه، ورننوځه؟‌ د دواړو مرغانو د مینې انداز، ژوروالی، پاکوالی، شدت او حرارت لمس کړه.‌ ددې انځور نه داسې معلومیږي که کوم وحشي انسان ددې جوړې یو مرغه ووژني نو بل مرغه به ورسره پخپله ساه ورکړې مګر زه انسان نه یواځې دا چې د بل انسان په مړینه خپله نه مرم بلکې انسان پخپله وژنم، په بد مرګ یې وژنم او سلول کوم یې.

ښه نو کې مینه انسانیت وي او انسان صله رحمې، عاطفه او سړیتوب لري نو زه او ته هغه رښتونې انسانان نه یوو. زما او ستا په وینه کې بنیادي‌تغیرات راغلی.‌ هو کالې، دریشې، نیکټایي، ږېره، پګړۍ او خبرې مو انسانانو ته ورته دي مګر روبوټ/ماشینې انسان هم کالې اغوندي، انسان ته ورته وي او خبرې کوي مګر د بل وحشي انسان په فرمایش چلیږي.

حتی دا چې اوسني روبوټونه تر انسانانو زر ځلې زیات مینه ګرکې دي او وي به.

که داسې روان یو نو په راتلونکې کې به مونږ وحشي انسانان نور هم وحشي شو او د روبوټونو نقش به اداء کوو چې بل څوک به مو پروګرام کوي او روبوټونه به مینه کوي، ژوند به کوي، کار به کوي، زیار به کوي او داسې نور.‌

ایا ته هغه انسان یې چې په نورو او ځان دردیږي؟‌ یا ته مینه خپروې؟‌ ایا ته مینه پیژنې؟‌‌

نه ته هغه انسان نه شې کیدلی.‌ زه او ته وحشي شوي‌انسانان یوو.‌ زه او ته مینه نه پیژنو او ما او تا د ځناورو لاره خپله کړې ده. ‌

خبر راشي چې لس ملکیان په هوایې بمبارۍ کې ووژل شو، ۷ نفره مسافر په لویه لار کې حلال کړل شو، مهسا فرښته ماننده انسانه دوه لیونو سپو وتښتوله او بیا یې ووژله، ۷ ملیونه انسانان وږې دي، ۳ ملیونه افغانان معتاد دي، ۱۰ ملیونه ځوانان بیکاره دي، شل ډوله جنګي ډلې دې…… او داسې نور خبرونه خو نه پرې ستا چورت خراب وي‌او نه زما.

اوس زه حیران یم چې زه غلط یم او که ته؟‌ دواړه غلط یو او که دواړه صحیح؟‌ ماته خو ذهني تکلیف پیدا شوی. زه پدې فکر یم چې انسان له اوله همداسې شرې، بد، قاتل، جاهل، بې رحمه، منکر او کافر وو او کنه بعضې بدرنګ، بې اره، بې معیاره، بې وقاره او کثیف انسانان دي‌چې د حقیقي ‌انسان د انسانیت رنګ بدلوي؟

اوس نه په لوی، نه په کشر، نه په عالم، نه په کارګر او نه په ښځه کې هغه غیرت، احساس او عاطفې تړاو پاتې دی چې پاڅیږي او ددې نیاو په وړاندې لکه د اسرافیل چغه وکړي او د شریرو انسانانو بدرنګې برجورې قلاوې ونړوي.

مهاتما ګاندې به ویل چې که د هندوانو نه چنډخان جوړ شي‌او دلته په اوازونو شروع وکړي‌ نو په لندن کې به د ملکه الیزابت غوږونه کاڼه کړي‌او خپل عسکر به وباسي.

اوس کې ددې خاموش، بې حسه او غږه اولس نه د ابابیل مرغان هم جوړ شي‌او په فریاد، مخالفت، مقابله او هڅه پیل وکړي ‌نو د فرعون سلطنت، مافیا ځاله، د قاتل پلان، او د فاسد سیتسم به دړې وړي‌کړی.‌

په هند کې د ممبۍ حمله وشوه نو د پاکستان سره یې دښمني اعلان کړه، په امریکا کې په نڅا کلب برید وشو نو ټول مسلمانان یې ورټل او د ویزې د نه ورکولو ګواښ یې وکړ، په نیوزلاند کې په مسجد برید وشو نو حکومت ورته لوی لوی قوانین تعدیل او یا نوې تصویب کړل …. مګر دلته په موهون، مبهم او ګډوډ ډول لوی لوی انسانان وژل کیږي، مګر مونږ خړ سترګې او بې غیرته ولس ورته رډې رډې ګورو، افسوس کوو او ترې تیریږو. خو وه سړیه، مونږ ټول په یوه کښتې کې سواره یو. دا غم په یوه نفر او یوه کور نه دی. ‌دا غم د کلي غم دی.

لنډه دا چې وطنونه ملتونه جوړوي. حتی تاریخ ښودلې ده چې د یوه تن خوځښت تاریخونه بدل کړي. احمدشاه بابا او میرویس نیکه مو هیر شو؟‌ سید جمال الدین افغان او افغان مومند مو هیر دی؟

نه مه یې هیروئ، پاڅیږئ، هم ځان وژغورئ او هم نور. مونږ افغان پدر کرده، غیرتي‌او د تاریخ خاوندان یوو، څنګه کیدای شي چې بې له کومې ګناه دې د کور پاک لمنې میرمن د وحشي اختطاف کوونکې منګولې ته ورشي، ویې تښتوي، د پیسو لپاره یې ځان سره وساتي او بیا یې درته میاشتې وروسته ټوټې بیرته راولیږي مګر ستا، زما او لس وجدان پرې نه لړزیږي؟

څنګه کیدای شي چې ستا نازولی اولاد درته غوښې غوښې راوړي مګر ته وایې خدای ته مې صبر دی او بس؟‌ د مشر سپینه ږیره دې په وینو کې لت پت پرته وي، نه یې قاتل معلوم وي‌او نه یې د قتل دلیل مګر موږ وایوو بې رحمه قاتلانو مړ کړ، خدای ته به صبر کوو…

هغه څوک په موټر بم، انتحاري او یا بمبار کې مړ/مړه شي چې پرې مین یې او ژوند دې دی، مګر یو څو اوښکې توی کړی او بس.‌

د خدای روی ته وګورئ. ننی افغانستان د یوه لوی طوفان او سیلاب مخې ته پروت دی. په ټولو را روان دی. په چا مخکې په چا وروسته، نو غوره ده چې نور مونږ ویده ملت د کونډو بې وسو ښځو په څیر د خیرو او دعا لمنه پریږدو، لاس په کار شو، خپل حق وغواړو، ټول اړخونه په زور او رضا مکلف کړو چې جوړه وکړي،‌ سوله راولو او وطن له دې حالته وباسو.

په غیر عادې حالاتو کې غیر عادې کړنې په کار دي. د وینو سیلاب او د مرګونو د لړۍ مخه نیول خاص جمعې ملي قیام غواړي. د سرکونو په سر وژل، تښتول او ربړول ډیر اسانه کار دی. د طالبانو په وخت کې غریبې وه، فقیرې وه مګر امنیت و، تښتول او وژل نه وو، ځکه هغوی قانون عملي کوه په داسې حال کې چې نه یې رادار لره او نه یې امنیتي کمرې. دا خبره مې د امریکا په پنټاګون کې د لسګونو لوړ پوړو امریکایانو په مخ کې وکړه.‌ اوس هم رادار شته، هم پیسې شته، هم امریکا شته او هم دنیا مګر د ښار په منځ کې امینت نشته؟‌ ولې؟ څنګه؟‌ مونږ ګوسفندې ولس یې نه پوښتنه کوو او نه یې کیسه کې یوو.‌ که داسې وې نو بیا ښه ده چې هم وژل کیږو او هم تحقیر کیږو.‌

وروستی خبره دا چې زه کلونه کلونه کیږي لیکل کوم. د پیغام د رسولو کوښښ کوم. غواړم د درد انعکاس وکړم مګر ددې بې پروا او ویده ملت پاڅول ماته ستونزمن ښکاري.

لازمه ده د حکومت بعضې منلې وکداران، یو شمیر سیاسي اپوزیسیون او ملي تجاران که د ملت لپاره نه وي د خپلو کارونو په خاطر دې لاس په کار شي او د وحشتونو دا لړۍ دې په کرار کرار مګر حتمې ودروي.‌

په اخره کې بیا وایم که زه او ته په رښتیا انسانان شو، نو دا هر څه په خپله سمیږي.‌
.‌

و ما علینا الالبلاغ.

انتظار خادم

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران