سیاست له نړۍ

ولسمشر: “بهر کې کناربونه مه پاکوئ؛ خپل وطن ته راشئ”

لیکنه: شریف شاهین

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو بهر کې میشتو وینزویلايي مهاجرو ته ویلي، چې د بهرنیو کنارابونو پاکول پریږدي او خپل کور ته راستانه شي.

د ملګرو ملتونو د شمیرنې له مخې په وینزویلا کې د سیاسي او اقتصادي غوغا له زیاتیدو وروسته چې ورسره د بې کارۍ ګراف هم لوړ شو، له دغه هیواد په تیرو دریو کلونو کې ۱.۶ میلونه وینزویلایان تښتیدلي.

د حکومت چارواکي وايي، چې د وینزویلا د ولسمشر ښاغلي مدورو له خبرو وروسته، په زرګونو مهاجرو هیواد ته د ستنیدو تابیا کړې ده.

د وینزویلا د اطلاعاتو وزیر جورج روډریګیوز ویلي، چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې وینزویلایان خپلو سفارتونو ته ورغلي او هیواد ته يې د تلو خبر ورکړی. یواځې له پيرو هیواد څخه په یو دمي ډول سل وینزویلايي مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د وینزویلا حکومت اعلان کړی، هغه مهاجر چې هیواد ته راستانیدل غواړي، دوی به يې په وړیا ډول په الوتکو کې خپل هیواد ته راوړي او د لارې خرڅ او سفریه به هم ورکړي.

کتونکي وايي، چې د وینزویلا تر پلازمینې کاراکاس پورې د بهر میشتو مهاجرو د الوتکې کرایه د مهاجرو د وس خبره نه ده. دا د هغوی لپاره یوه زرین چانس دی، چې باید ترې استفاده وکړي.

یوې ۲۴ کلنې وینزویلايي میرمنې، چې تازه خپل هیواد ته راستانه شوې، وویل:
“د مهاجرت تجربه مې خوشالوونکې نه وه. زه خپل هیواد ته د خوشالۍ او غوصې په یو ګډ حالت کې راوګرځيدوم. ما هلته ساعتونه ساعتونه پردي موټر مینځل او د ګټې یواځې دریمه برخه يې ماته تنخوا راکوله. زه خوشاله یم، چې خپل ملک ته راغلم؛ مهمه نه ده، چې په کوم وضعیت کې دی.”

داسې اټکل دی، چې هره ورځ له وینزویلا له ۷۰۰ تر ۸۰۰ پورې خلک یواځې برازیل ته اوړي. بل پلو د برازیل ولسمشر مایکل ټیمر اعلان کړی، چې د ورتلونکو وینزویلايي مهاجرو شمیر به د ورځې تر ۱۰۰ الی ۲۰۰ پورې راکم کړي.

د وینزویله سیاسي جنجال
له تیرو ولسمشریزو ټاکنو راهیسې په وینزویله حالت ګډوډ شول او ګڼ شمیره کسان په کې ووژل شول.

له بله پلوه؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه وخت وړاندې په وینزویلا کې د کړکیچ په اړه ان د پوځي اقدام خبرې وکړې، چې بیرته د وینزویله د ګڼو سیاسي او حکومتي مشرانو له جدي غبرګون سره مخ شوې.

تیر کال د جولای میاشتې تر لانجمنو انتخاباتو وروسته چې د ولسمشر نیکلاس مادورو د واک د زیاتېدو لامل شول ناکرارۍ اوج ته رسیدلي دي.

امریکا او وینزویلا له ۲۰۱۰ کال راهیسې یو بل ته سفیران نه‎دي استولي.

د امریکا متحده ایالتونو ادارې نیکولاس مادورو یو ډیکټاټور بللی او په هغه او ملګرو یې بندیزونه لګولي دي خو مخکې یې کله هم د وینزویلا په اړه د پوځي ګام د پورته کولو خبره نه وه کړې.

بلو پلو روسیه بیا له ولسمشر مادورو سره ښې اړیکې لري.

افغانستان او مهاجرت:
له سوريې وروسته افغانستان د نړۍ دوهم هیواد دی، چې زیات خلک ترې تښتیدلي دي. د وروستیو شمیرونو له مخې ۲.۶ میلونه افغانان اوس هم په بهرنیو هیوادونو کې د مهاجرت ژوند تیروي. له دې جملې څخه شاوخوا ۱.۴ میلونه په پآکستان کې اوسیږي.

په افغانستان کې ناامني او بې کاري له دغه هیواد د افغانانو د تیښتې لوی لامل بلل کیږي. د یونما د تیر کال د راپور له مخې په افغانستان کې د جګړې ډیر زیان ملکیانو لیدلی.

که څه هم ګڼ شمیر کډوال بیرته هیواد ته راستانه شوي، خو اوس هم د اسیا په کچه افغانستان لومړی هیواد دی، چې ګڼ شمیر خلک يې په بهرنیو هیوادونو کې مهاجر دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین