رسنۍ

که فیسبوک کاروئ، نو دا معلومات ولولئ

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

كه څه هم په لسګونو ميليونو كسان هره ورځ لږ تر لږه يو ځل د فېسبوك پاڼې ته ننوځي خو د دې نړیوالې شبكې په اړه معلومات نه لري. څوک یې له نورو سره د اړیکو لپاره اسانه وسیله ګڼي، بعضې یې د عکسونو او ویډیوګانو لپاره فیسبوک لري، د ډېرو نورو مسایلو سریبره خو کم شمیر خلک بیا فیسبوک د تجارت د یوې ښې لارې په توګه کاروي.

راځئ دا چې تاسو له فیسبوک څنګه استفاده کوئ دلته یې په اړه ولولئ:

۱- په ورځ كې پر فېسبوك كې څومره وخت تېروئ؟

په نړۍ كې د فېسبوك كاروونكي په اوسط ډول د ۳۰ نه تر ۴۰ دقيقو پورې وخت د فېسبوك په كارولو تېروي.
دا موده د هېوادونو په پرتله توپير لري. د بېلګې په ډول په امريكا كې د فېسبوك كاروونكي هره ورځ ۵۰ دقيقې وخت په فېسبوك كې تېروي.

۱- څومره کسان فیسبوک لري؟

که چیرې فیسبوک یو هیواد وای نو له چین به یې نفوس ډېر وای، ځکه د وروستيو شمېرو له مخې هره مياشت شاوخوا ۱،۴ ميليارده انسانان فېسبوك په فعال ډول كاروي.

۲- په فیسبوک کې له هر چا سره ملګرتیا مه کوئ

د فیسبوک د قوانینو له مخې له ۵ زر ډېر ملګري په کې نه ځایږي، په دې وخت کې تاسو مجبوریږئ چې نوي دوستانو د منلو لپاره ځینې له لیسته وباسئ، چې دا کار له خطره ډک دی.

د راپورونو له مخې په نړۍ كې تر اوسه پورې لسګونه كسان د خپلو ملګرو له لسته د نورو د ويستلو له امله له سخت تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

ښكنځلې، بد رد ويل او د امكان په صورت كې مخامخ جنګ كول عادي كار دى.

۳- د فېسبوک ناروغۍ وپیژنئ

فیسبوک داسې یو ښار دی چې د وتلو دروازه نه لري، دا په دې معنا چې ځیني خلک کله چې فیسبوک ته ننوځي بیا په ډېر سختۍ د وتلو لاره پیدا کوي، چې له دې سره ترې د ژوند نورې چارې پاتې وي.

په همدې اساس په امريكا، چين او يو زيات شمېر نورو هېوادونو كې د رواني ناروغيو پوهان اوس “د فېسبوك د اعتياد“ د ناروغۍ په نامه د يوې نوې رواني ناروغۍ په كشف همغږي دي.

بلخوا په يو شمېر هېوادونو كې د فېسبوك د ناروغۍ د درملنې لپاره حتا ځانګړي مركزونه هم جوړ شوي دي.

۵ –فېسبوك د شخصي معلوماتو اسانه لار

د فېسبوك پاڼه د دې توان لري چې د كاروونكو په اړه ټول محرم معلومات په اسانۍ سره نشر كړي.

د بېلګې په ډول په موبايل كې د ګېم وهلو پرمهال ستاسې معلومات په فېسبوك كې نشريږي، ځكه چې هر ګېم په فېسبوك پاڼه او ګروپونه لري. د دې ښه بېلګه د Candy Crush Saga په څېر د ګېمونو د بلنې د لېږلو پرمهال په غير مستقيم ډول د نورو سره د معلوماتو شريكول دي.

۶- د فیسبوک شرکت په یوه دقیقه کې ۲۵ زره ډالره زيان كوي

د فېسبوك شركت د پاڼې تخنيكي ستونزې له امله د تړل كېدو پر مهال په هره دقيقه كې ۲۵ زره ډالره زيان كوي.

د اوس لپاره د فېسبوك د پاڼې تړل كېدل امكان نه لري. ځكه چې حتا د دې شركت مشر مارك زكربېرګ هم د دې صلاحيت نه لري. د يوې تخنيكي ستونزې په پايله كې د فېسبوك د پاڼې موقتي تړل كېدل دې شركت ته په ميليونونو ډالره مالي زيان رسوي.

یادونه: تاسې په فیسبوک د ورځې څو پوسټونه كوئ؟ د څه لپاره کاروئ؟ نورو ته مو مشورې څه دي؟

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي