امریکا ته د مسلمانانو په ورتګ بندیز؛ ټیکزاس کې یو جومات ته اور اچول شوی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري امریکا ته د ۷ مسلمانو هیوادونو څخه د مسلمانانو په ورتګ د بندیز لګولو یواځې څو ساعته وروسته، ټیکزاس کې یو جومات اور واخیست او ایره ایره شو.

پیښه د شنبې سهار له سپیده داغ څخه وړاندې پیښه شوه. سیمه کې اوروژونکې اداره وايي، چې سیمې ته د رسیدو وړاندې مسجد د اور په لمبو کې پټ و.

د ای بي سي ۱۳ خبرې شبکې د راپور له مخې پیښه کې هیڅوک ټپي او یا وژل شوی نه دی.

د یاد اسلامې مرکز مشر شاهد هاشمي ویلي، چې د اور لګیدو اصلي علت معلوم نه دی. هغه زیاتوي، چې یوه اوونۍ وړاندې، مسجد ته ځینې خلک په غلا ننوتلي وه او ځینې ګډوډۍ يې کړې وه.

د شنبې په سهار له ۲۰ زیات مسلمانانو د سهار په خړه کې د سوځیدلې جومات خوا ته په پیاده رو باندې د سهار لمونځ ادا کاوه.

هاشمي رسنیو ته ویلي: ((سوځيدلې جومات اوس د پولیسو تر کنټرول لاندې دی، هلته پولیس څیړنه کوي. موږ دلته د سهار لمونځ ادا کړ.))

نن یکشنبه سهار به دغلته د مسلمانانو د خیر لپاره نفلي لمونځ او دعایه هم ترسره شي.

د مسجد د رغولو لپاره د (ګو پنډ مي) په نوم د چندې راټولو له لارې تر اوسه ۶۷ زره ډالر راټول شوي. اټکل دی، چې په جومات ۴۵۰ زره ډالر مصرف راشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو امر لاسلیک کړ چې له مخې یې دې هیواد ته په ورتلونکو کډوالو له یوې مخې د څلور میاشتو لپاره بندیز لګیدلی، همدارنګه د سوریې، ایران، لبیا، سومالیا، یمن، عراق او سوډان په شمول د اوو هیوادونو څخه چې تر ډیره مسلمان هیوادونه دي، امریکا ته ګرد سره د خلکو په ورتګ هغه که ویزه هم ولري پابندي لګیدلي ده .

د جرمني او فرانسې په شمول د امریکا لویدیځو متحدانو په پراخه توګه دا اقدام غندلی دی. په امریکا کې میشت عربي اقلیتونه او د بشري حقونو ډلو هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا اقدام غندلی دی.

ایران دا اقدام د مسلمانانو او ایرانیانو پر ضد د سپکاوي ډک اقدام بللی دی او ژمنه یې کړې چې ورته اقدام به وکړي.

ایران دا اقدام د مسلمانانو او ایرانیانو پر ضد د سپکاوي ډک اقدام بللی دی او ژمنه یې کړې چې ورته اقدام به وکړي.

بل پلو د نیویارک د ختیځې ناحیي سیمه ایز قاضي ان ډونلي د امریکا د مدني ازادیو د ټولنې او د بشري حقونو د ځینو ډلو له شکایت وروسته، په دې اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکم ځینې برخې وځنډولې. وروسته په ویرجینیا کې هم یو قاضي ورته پریکړه وکړه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */