سیاست

د امریکا ټاکنې؛ کامیابه شوې مسلمانانې یې څوک دي؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او ترتیب: بشر دروېش

د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې د نومبر د ۶ مې په تاکنو کې په لومړي ځل دوو ښځینه مسلمانانو د ولسي جرګې ټاکنې وګټلې.

په دې مطلب کې دا دوه مسلمانانې در پېژنو.

فلسطینۍ رشیده

۴۲ کلنه رشیده طلیب په مېشګن ایالت کې انتخابات ګټلي دي. هغه د واکمن حکومت د اپوزیسیون(ډیموکرات ګوند) غړې ده.

رشیده د امریکا د ډیترویټ په ښار کې پيدا شوې، لویه شوې او زده کړې یې کړي.

هغه لومړنۍ مسلمانه ده، چې د امریکا د استازو د جرګې څوګۍ ګټې.

د رشیدې مور و پلار په دیترویت ښار کې ژوند کوي.

د هغې پلار د موټر جوړولو په یوه شرکت کې کارګر دی.

رشیدې په ۲۰۰۸ کې هم د لومړنۍ مسلمانې په توګه د مېشګن د ایالتې کنګرې( مقننه ځواک) ټاکنې ګټلې وې.

دا د ولسمشر ټرمپ د تګلارې کلکه مخالفه ده او دوه کاله مخکې په دیټرویټ کې د ولسمشر ټرمپ د خبرو د ګډوډولو په تور ونیول شوه.

رشيدې په خپلو ټاکنیزو شعارونو کې ژمنه کړې وه ، چې که بریالۍ شوه هڅه به وکړي چې د کارګرو حق الزحمه په ساعت کې ۱۵ ډالرو ته لوړ کړي.

د سي ان ان تلویزون د راپور له مخې هغه لویو سوداګریزو شرکتونو ته د مالي معاف کولو خلاف ده او ژمنه یې کړې ده چې په دې برخه کې به مبارزه کوي.

له کمو عاید لروونکو کورنیو سره د حکومت له لورې د خیریه مرستو او صحي بیمې د ورکولو پلوۍ ده او همدا یې انتخاباتي شعارونه هم وو.

سومالیایۍ الهان عمر

الهان عمر هم لومړنۍ مسلمانه-امریکايۍ ده چې د استازو په خونې کې د مېنې سوټا ایالت استازې ټاکل کیږي.

الهان شاوخوا ۱۴ کاله مخکې په سومالیا کې د کورنیو جګړو له کبله له خپلې کورنۍ سره یو ځای امریکا ته کډواله شوه.

د الجزېرې تلویزون د راپور له مخې الهان عمر له فلسطینانو سره د اسرائیلو د تګلارې او چلند کلکه مخالفه ده او په وار وار یې پرې نیوکې کړي دي.

دې په خپلې ټویټر کې رشیده طلیب او خپلو مینوالو ته د بري مبارکي ورکړې ده.

مشترکات

د الهان او رشیدې ټاکنیز شعارونه تقریبآ یو ډول دي. الهان عمر له فلسطینانو سره د اسرائیلو د تګلارې کلکه مخالفه ده او په وار وار یې پرې انتقادونه کړې دي.

رشیده طلیب په مقدماتي انتخاباتو کې د الهان لپاره کمپاین کاوه.

الهان عمر د وړیا پوهنتون پلوۍ ده. هغه وايي سیاسي ژوند د دیموکراتانو په سیمه ییزو غونډو کې له ګډون کولو پیل کړ.

د منځنۍ دورې د ټاکنو ارزښت

په امریکا کې دغو ټاکنو ته د منځنۍ دورې ټاکنې ځکه وېل کیږي، چې د هرې دورې ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو دوه کاله وروسته او د بلې دورې له ټاکنو دوه کاله مخکې ترسره کیږي.

په دې ټاکنو کې د ولسي جرګې ټول غړي او د مشرانو جرګې درېیمه برخه غړي ټاکل کیږي.

د دغو ټاکنو په وسیله د ولسي جرګې د غوره شویو غړو کار موده دوه او د مشرانو جرګې د غوره شویو غړو کار موده ۶ کاله ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي