”په امریکا د مسلمانانو بندول امریکایان نشي خوندي کولای“

رویټرز خبري اژانس وايي، چې له نیمایې زیات امریکایان په دې باور دی، چې د ډونالډ ټرمپ له لورې امریکا ته د مسلمانانو په ورتګ بندیز، دوې نشي خوندې کولای.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کوي، چې په ۷ مسلمانو هیوادونو يې امریکا ته د ورتګ له بندیز څخه اساسي موخه د امریکا خوندي کول دي؛ خو د ټرمپ سره ان دریمه برخه امریکایان هم موافق نه دي.

ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۷ مه یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې د ۷ اکثره مسلمانو هیوادونو څخه امریکا ته په ورتلونکو خلکو د درې میاشتو لپاره بندیز ولګاوه. دې فرمان په امریکا کې د ننه او بهر د خلکو ګڼ غبرګوونه وپارول.

د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل:
((چې واضح يې کړم، دا په مسلمانانو بندیز نه دی. رسنیو غلط راخیستی دی. دا د مذهب په اړه نه دی. دا د ترهګرۍ په وړاندې دی، څو خپل هیواد خوندي وساتو.))

خو د رویټرز په دې ترسره شوې سروې کې راغلي، چې د امریکا یواځې کمه فیصدي خلک د ټرمپ ددې پریکړې طرفدار دي.

دا سروې چې د جنوري له ۳۰ څخه تر ۳۱ پورې په امریکا کې ترسره شوې، ښيي چې یواځې ۳۱ سلنه خلک د ټرمپ ددې فرمان سره ځان خوندي احساسوي؛ ۲۶ سلنه نور بیا وايي، چې دا فرمان ددوې ژوند نور هم ګواښولای شي؛ ۳۳ سلنه نور بیا وايي، چې دا فرمان د امریکا په خوندیتوب او نه خوندیتوب کوم تاثیر نه لري.

د متحده ایالاتو له ۹۰۰ زیاتو کارکوونکو او ډیپلوماټانو هغه لیک امضا کړی، چې پکې راغلي د ټرمپ دا فرمان د امریکا په خوندیتو کې مثبت رول نه لري. لیک کې دا هم راغلي، چې ددې پلان په تطبیق کې زیاتې ستونزې موجودې دي.

جمهوریت غوښښتونکی سناتور جان مکین وايي، چې د ټرمپ دا فرمان داسې سیګنالونه ورکوي، چې موږ خپل هیواد ته د مسلمانانو ورتګ نه غواړو.

مکین زیاتوي:
((موږ ویره لرو، چې د ټرمپ دا فرمان به نسبت زموږ د هیواد خوندیتوب ته د ترهګرو د جلب جذب پروسې سره مرسته وکړي.))

د ډونالډ ټرمپ ددې فرمان په اړه امریکا کې ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي سره یوه خوله نه دي.

د ډیموکراتانو ۵۳ سلنه غړي د ټرمپ ددې فرمان سخت مخالف دي؛ په داسې حال کې چې ۵۱ سلنه جمهوري غوښښتونکي بیا د ټرمپ ددې پریکړې هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په امریکا کې له ۲۰۰۱ کال څخه راورسته یواځې ۱۲ پناه غوښښتونکي د جهادي ډلو او تروریستانو سره په همکارۍ نیولي شوي او یا وژل شوي دي. بل پلو په همدې موده کې بیا ۲۰۰ د متخده ایالاتو زیږنده خلک په ورته جرمونو کې ښکیل بلل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، کویټي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد د افغانستان په ګډون د څلورو نورو مسلمانو هېوادنو پاکستان، ایران، سوریې او عراق پر اوسېدونکو دغه هېواد ته په تګ محدودیت وضع کړی دی.

د کویټ هېواد د دغه کار دلیل د یادو هېوادونو د امنیت خرابوالی ښودلی او ویلي یې دي په یادو هېوادونو کې ترهګرو پراخ فعالیتونه پیل کړي چې کېدای شي له دې لارې کویټ ته هم رادننه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، چې کويټ ته د افغانانو په ورتګ بندیز موقتي دی او ژر به بیرته لرې شي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پریکړې بیا افغانان مثتسنأ دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */