افغانستان سیاست نړۍ

د افغان حکومت او ټرمپ د ادارې خوږه دوستي ولې خرابه شوه؟ د سیاسي علومو له ډاکټر احمد ویس وردګ سره پرې غږیدلي یوو.

لیکنه: ياران

احمد ویس وردګ د سیاسي علومو ډاکتر او دا مهال د امریکا په هارټفورډ پوهنتون کې استاد دی. نوموړی د امریکا په نورو پوهنتونو کې هم استاد پاتې شوی او د امریکا د سیاست، نړېوالو اړیکو او مقایسوي سیاست تدریس کوي. هغه تر دې مخکې په افغانستان کې د ګوربت فرهنګي ټولنې او ګوربت مجلې موسس و. ګوربت دوه میاشتنۍ مجلې هغه مهال د ملي ارزښتونو په روزلو کې بې سارې ونډه درلوده. له ویس وردګ سره په یاران کې د افغان حکومت او د ټرمپ د ادارې د چارواکو ترمنځ په وروستیو ناندریو او اختلافاتو غږیدلې یوو.

 ډاکټر ویس وردګ د ټویټر په دې اکاونټ څارلی شئ.

@wardakwais

یاران: نیویارک ټایمز په یو راپور کې ویلي چې افغان چارواکي اصلا په مجموع کې د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو اترو، غوسه دي. خو دا ټوله غوسه یې پر یو افغاني الاصله ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد راټوله کړې. د ښاغلي محب د څرګندونو او امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له توند عکس العمل ښکاري چې زلمی خلیلزاد هماغه څه پر مخ وړي چې ورته ویل شوي. ستاسو په فکر د افغانستان د سولې په اړه د افغان حکومت او د ټرمپ د ادارې ترمنځ د اختلاف اصلي ټکي کوم دي؟

ویس وردګ: په لومړي سر کې باید دا ووايم چې پر خليلزاد تمرکز ښه خبره وه، خو چې ډېره راټيټه شوې نه وای. پر شخصي سليقې بايد اصلاً بحث نه وی شوی، چې خليلزاد ځان ته څه غواړي.

په دې د امريکايانو سر نه خلاصېږي او پر ځان ملنډې وهل دي. دا نيوکې بايد د خلیلزاد پر کاري وړتيا ، تخنيکي کمزوريو او له مسلې سره پر احساساتي برخورد شوی وی، ځکه دا ( خلیلزاد) هم په افغانستان کې ريښې لري او د امريکا لومړی نسل دی چې نچرلایز شوی… نيوکې بايد دغه رنګ نيولی وی.. خو دا چې ولې يې پر امريکا نيوکه ونکړه، نه، هغه بيا ټول هېواد په يوه کڅوړه کې اچول وو، چې ښه شو چې ونه شو!

پاتې دا چې د ټرمپ او غني د ادارو اختلافات په کوم ټکيو کې دي؟ غني بايد ټرمپ وپېژني؛ ټرمپ يو ډېر کلاسيک ريالست دی. ده ته اړيکې، مورال، اخلاق او داسې نور مطرح نه دي، ټرمپ منافع له يوه ډېر واضح او نري ليدلوري تعريفوي، او هغه قدرت او ماديات دي. او بس!

ډاکټر احمد ويس وردګ د امريکا د هارډفورډ په پوهنتون کې د سياسي علومو استاد دی.

نو په دغه حالت کې، افغانستان ټرمپ ته اصلاً ارزښت نه لري. دده ډېر تمرکز پر ځان او د امريکا پر راتلونکي ټاکنو دي. له افغانستانه وتل دده په ګټه دي.

نو اوس غني هم حمتآ د امريکا د سياست متخصصين لري چې ټولې ګټې او تاوانونه د يوې علمي فارمولې په اساس وشاربي او بيا برېکړه وکړي.

د جګړې د وخت پرېکړې د امريکا په تاريخ کې چټکې، دقیقې او د هماغه لنډې مودې د مشکل حلول يې هدف وي. خو د سولې د وخت پرېکړې بيا ډېر ې نورې اوږدې پروسې لري چې بيا ميډيا پکې رول درلودلی شي.

البته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب کولی شوی چې دا کار له افغانستان نه وکړي او څو ژورنالستان يې ځان ته راغوښتي وای. دده ډېر لوی مقام دی او دلته يې راتګ او له دې ځای نه د امريکا له مايکه په دې ادبياتو انتقاد لږ با سنجشه کار نه و. البته په امريکا دا ډول نیوکې يوازې د ملګرو ملتو له مايکه شوي چې هوګوچاوېز، احمدي نژاد، قذافي او داسې نورو خلکو کړي.

یاران: ایا امریکا ريښتیا په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړولو هڅه کوي چې په کې طالبان او نور ټول لوري برخه ولري ؟ که ريښتیا داسې وي، نو د داسې حکومت په اړه د اندېښنې وړ څه دي؟

ویس وردګ: هو، امريکا غواړي ددې اوسني نظام پر ځای يو موقت حکومت رامنځ ته شي، چې اساسي قانون به تعدلیږي نه، بلکې له سره به ليکل کېږي. نظام به تر ډېره بريده نيمه مرکزي وي او د جمهور رئيس صلاحيتونه به ډېر راکموي.

واليان به انتخابي کېږي او هغه ډلې چې کومه سيمه کې اوس حاکمې دي هغه به خپل سيمه ايز حکومتونه لري. د علماوو يوه شوری به جوړېږي چې د ټول نظام او حتی مقننه ځواک پر سر به د نظارت دنده لري. دا نو د ايراني آخوندي رژيم ته ډېر ورته نظام دی. چې دا هر څه د اندېښنې وړ او د افغانستان د اوسنیو لاسته راوړنو د له منځه تلو په معنی دي.

ياران : فکر کوئ چې له طالبانو پرته، افغان حکومت، نور افغان سیاسي لورې او همدارنګه د امریکا نړیوال متحدان دې داسې یو څه ومني؟

ویس وردګ: د امريکا متحدان خو په دې سيمه کې سياسي ښکېلتيا نه لري او نه يې هم دا د نفوذ ساحه ده. دلته مطرح هېوادونه روسيه او چين دي او دواړه د سولې دغې پروسې سره ځکه موافق دي، چې بهرنۍ ګټې دلته ټولې خوندي دي.

ځکه دلته د کور دننه به احتمالي سوله موجوده وي؛ ټلواله به په شمال کې خپل حکومت ولري، طالبان به ځان ته، خو يو ملي حکومت او ملي دولت به ډېر بې واکه او بې صلاحيته شی وي. دا نو هېواد تجزيې ته هم بیولی شي. خو له هېواده بهر، بيا د ټولو هېوادونو لکه پاکستان، چين او روسيه منافع به پکې تامين وي.

دا چې نورو افغان سياسي لورو ته پکې څه دي؟ زموږ پښتانه سياستوال ټول تجاران هم دي او په خپله کورنۍ کې شرکتونه لري چې د هېواد پر لويو لويو قرارداونو سرمايه داره شوي. دې ډله کې دغه تکنوکراتان هم شامل دي چې له امريکې او اروپا په لومړي سر کې د کارپوه په توګه، خو اوس د سياسي او اقتصادي منحصر قدرت په توګه خپلې پرېکړې ، چې د دوی د شخصي ګټو پر اساس دي په ټول ملت تپي.

ياران: افغان حکومت چې ټوله تکیه د امریکا په مالي او سیاسي ملاتړ ده، ایا داسې لارې چارې او وسایل لري چې د ټرمپ د ادارې د داسې یو احتمالي پلان په وړاندې ودریږي او یا هغوی د افغانستان په اړه له داسې پریکړو واړوي؟

ویس وردګ : هو! ډېرې يې درلودې، خو غني ډېر خام خلک امريکې ته واستول، حتی په دولت کې دننه، له ده پرته د امريکا بل متخصص نه لري (څومره چې زه خبر يم!). البته زه هغه سياسيون نه ښيم چې د سياسي سياحت په دوران کې يې د امريکا له سياست او ټولنې يو ظاهري برداشت کړی وي؛ بلکې داسې ډله چې هغه امريکا په فکري او کلتوري لحاظ وپېژني داسې څوک يې زه په نژدې ډله کې نه وينم.

د امريکا ټول سياست په لابي درېدلی، خو متاسفانه موږ دلته لابي څه چې اصلآ سياسي حضور نه لرو! البته د يادونې وړ ده چې له اسرائيل وروسته دلته د پاکستان تر ټولو لويه او مثمره لابي ده.

خو اوس نو اوبه ما ته له ورخه تېرې معلومېږي او په امریکا کې د ښاغلي محب وروستیو توندو نیوکو د دواړو لورو ترمنځ کړکیچ دومره زیات کړ، چې په اسانۍ او کمه موده کې یې د هواري امکان نه شته.

یاران : د ښاغلي غني حکومت په تیره یو لسیزه کې په سیمه ایزه ډیپلوماسۍ کې بریالی نه و، په همدې موده کې روسي او ایران په څرګنده له طالبانو سره ناستې ولاړې پیل کړې او افغان حکومت ونه توانیده ددې هیوادونو سره اړیکې په خپله ګټه پیاوړي کړي. پاکستان خو هسې هم د طالبانو ملاتړی ګڼل کیږي- خو داسې ښکاریده چې ولسمشر غني د امریکا پر ملاتړ ډیر ډاډه و، او د افغان حکومت له منځه د واشینګټن سره د اړیکو په برخه کې په تیرو څو کلونو کې هیڅ شکایت نه و موجود- ډیرو ګومان کاوه چې ګوندې له روسیې او د سیمې نورو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې ځکه خرابې دي چې افغان حکومت له امریکا سره یوه ټینګه رابطه رامنځ ته کړې… خو اوس داسې ښکاري چې له امریکا سره هم کوم موثره ډیپلوماسي نه وه موجوده.. اوس څه کول پکار دي؟

ویس وردګ: غنی بهرنی سياست وبايلود نو اوس بايد په کورني سياست تمرکز وکړي او يوه ملي اجماع راټوله کړي تر څو د حکومت خارجه پاليسۍ ته يو واحد غږ ورکړي. په سياسي لحاظ، ولسمشر کولی شي چې پر لر او بر پښتنو لکه افراسياب خټک، محمود اڅکزي او په افغانستان کې دننه له پوهانو، بانفوذه او د ملي فکر لرونو مشرانو مرسته وغواړي چې دغه سياسيون سره راټول کړي او تر مينځ يې مرکه وکړي. خو دلته نور تخنيکي او اقتصادي مسايل هم مطرح دي چې بايد له پامه ونه غورځول شي.

یاران: ځینې وايي چې د خلیلزاد په هڅو د افغانستان د سولې خبرې ښې خواته روانې دي او د ښاغلي غني مخالفت یوازې د خپل واک د ساتلو هڅه ده؟ دا خبره څومره سمه ده؟

ویس وردګ : والله علم. زه نه پوهېږم چې د غني په زړه کې څه وي، خو دغې مسئلې ته تخنيکي لاره هم شته او هغه دا چې انتخابات دې په داسې شفافه توګه وشي چې اصلاً يو لوری هم دا جرئت ونشي کړی چې نتيجه يې رد کړي. خو موږ بايد په هر حالت کې نظام وساتو، ولو که دا نظام يوازې په ولسمشر غني ساتل کېږي. يو ځل چې طالبان رامات شول، بيا نو دې اساسي قانون د خپله اساسي قانون په رڼا کې ښه تعديل کړي، خو طالبانو ته دې نظام نه ړنګېږي. سياسيونو ته دا قرباني په کار ده چې په غني اعتماد وکړي چې ټاکنې به په شفافه توګه مخې ته ځي، او ولسمشر ته بيا دا همت او دا ځواني په کار ده چې په خپله خبره ودرېږي او د نظام د بقا لپاره ټاکنې په داسې يوه چاپېريال کې ترسره کړي، چې د خلکو امانت، د خلکو رايې، او د خلکو دغه نظام او دغه ډيموکراسي پکې ساتل شوی وي.

یاران: هغوی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته هیلمن دي، وايي ښاغلی خلیلزاد افغان ټبری دی، له افغانستان سره خواخوږې لري، او ښايي یو داسې معامله ونه کړي چې د افغانستان په ګټه دې نه وي؟

ویس وردګ : که راډيويي مرکه وای، دا پوښتنه بايد په قه قه ځواب شوې وی. خليلزاد يو کلاسيک امريکايي ډيپلومات دی. امريکا له مهاجرو جوړ هېواد دی. د امريکا په داخلي سياست کې که مهاجر ډېر نقش نه لري، خو په بهرني سياستونو کې ترې پرېمانه کار اخليستل کېږي. نو خليلزاد يو بشپړ امريکایی دی، چې يوازې او يوازې د امريکا د دولت او امريکايي شرکتونو منافعو ته ژمن شخص دی. اوبس!

یاران: یو شمیر امریکايي رسنیو له طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد د سولې هڅې په ۱۹۷۳ کال کې د ویتام څخه د امریکا د وتلو تړون ته ورته بللي دي، دوی وايي هلته هم د امریکا د وخت ولسمشر ریچارډ نیکسن جنوبي ویتنام چې د امریکا متحد جلا دولت و، د پاریس د سولې د تړون په نوم د شمالي ویتنام د کمونیستانو په وړاندې یوازې پرېښود. هلته هم امریکا له جګړې څخه ځان ایستل غوښتل او دلته هم. ستاسو نظر په دې اړه څه دي؟

ویس وردګ : د ويتنام د سولې په جزياتو زه ډېر پوه نه يم، خو د نورو ځايي کارپوهانو څېړنې که مطالعه کړو، هو، امريکا هلته هم په بيړه ووتله ځکه په کور کې دننه ورته د جګړې په مقابل کې ستونزې جوړې شوې وې. بل خوا د تورانو او ښځو د حقوقو د مبارزې يا Civil Rights Movement اوج و، نو امريکا په بيړه ووتله. هولبروک هم په يوګوسلاويا کې دا کار وکړ، چې دده له خوا شوې سوله په نن او سبا کې بنده ده، کړکیچونه یې لا هم دوام لري او يوه ډله هم ترې راضي نه وه.

خو يوه شي ته بايد پام وکړو او هغه دا چې د امريکا هره بهرنۍ پاليسي، هغه که نړيوالې جګړې وې او که ويتنام، افغانستان، اعراق او داسې نور… هر ولسمشر، که وودرو وېلسن (Woodrow Wilson)، که روزېوېلت و (FDR)، او که تر بوش، اوباما او اوس ټرمپه پورې، هره بهرنۍ پاليسي د کورني سياست تر تاثير لاندې راغلې.

نو غني بايد د امريکا عامه ذهنيت بېل مطالعه کړي، او د واشنګټن ذهنيت بېل. بيا ورته په سم او منظم شکل لابي پيل کړي چې د دوی په سياست تطابق ولري. په بل عبارت، غني بايد ټرمپ ته د وتلو ستراتيژي جوړه کړې وای، چې تر يوه حده يې هڅه وکړه، خو هڅه يې دوامداره او په سيستماتيک توګه نه وه؛ بلکې په فردي شکل چې چندان سليقه پکې نه وه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران