ټولنیز ژوند روغه سټه

آيا تاسې ته تل ځان ناروغ ښکاري؟

لیکنه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

ځان ناروغ ګڼل خپله يوه رواني ناروغي ده چې په زړه نازړه توب او اندېښنه کې ريښه لري.
د دې ناروغۍ نښې پېژنئ؟
پنځه نښې دا ثابتولی شي چې تاسې په ځان ناروغ ګڼلو او يا cyberchondria اخته يئ.
آيا تاسې د يو عادي زړه درد په لرلو سره په انټرنېټ کې د معدې د سرطان نښې پلټئ؟
آيا تاسې تل ځان په مختلفيو ناروغيو اخته ګڼئ؟
آيا څوک پېژنئ چې دا ډول وي؟
که ستاسې ځواب مثبت وي؛ نو د دې ليکنې لوستل درته اړين دي.
که تاسې د هغه خلکو له ډلې يئ چې په ويب پاڼو او ټولنيزو رسنيو کې تل په ناروغيو پسې ګرځي، نښې يې ګوري او بيا ځان په همدې ناروغيو اخته ګڼي؛ نو د مجازي ځان ناروغ ګڼلو له ناروغۍ ځورېږئ.
دا ناروغي تل تاسې مجبوروي چې د هغه ناروغيو په نښو پسې په انټرنېټ کې وګرځئ چې تاسې فکر کوئ؛ پرې اخته يئ.
په دې ليکنه کې مونږ تاسې ته د دې ناروغۍ پنځه نښې درپېژنو:

۱- تاسې په ګوګل د خپل ډاکټر په حيث باور لرئ.
کله هم چې يو کوچنی تکليف په وجود کې احساس کړئ؛ نو په چټکۍ سره انټرنېټ ته ځئ او ګوګل له خپلې ستونزې خبروئ او بيا هغه ناروغۍ چې دا تکليف لري؛ څارئ او نورې نښې يې د ځان لپاره جوړوئ او په خپل داخل کې پسې ګرځئ.

۲- تاسې دا جمله چې تاسې ناروغ نه يئ؛ نه باوروئ.
تر دې که ډاکټر تاسې ته ووايي چې هيڅ ستونزه نه لرئ او پوره روغتيا لرئ؛ بيا هم اندېښنه لرئ او ټول انټرنېټ پسې لټوئ؛ تر څو هغه څه پيدا کړئ چې تاسې ورپسې يئ او بيا پرې حساب هم کوئ.

۳- تاسې تل د خپلې روغتيا په اړه زړه نازړه يئ.
هر ځل چې د يوې ناروغۍ نښې ستاسې تر غوږ شي او يا د يوې ناروغۍ هره نښه چې شاوخوا ګورئ؛ په ويره او زړه نازړه توب اخته کېږئ. وروسته دا زړه نازړه توب د انټرنېټي ليکنو په لوستلو ډېروئ او د دې سبب ګرځي چې حال مو خراب شي.

۴- روغتيايي مشورو ته چټک غبرګون
تاسې فقط په دې چې د روغتيا د ساتلو لپاره کومه لارښوونه زده کړئ؛ نو په خپل ژوند کې ورته پاملرنه کوئ او شايد تر دې چې خپل پلانونه يا غذايي رژيم د نويو معلومات له وجې تغير کړئ.

۵- يو درد په تاسې کې قوي کېږي.
فقط د يوې ستونزې په پيدا کېدو سره انټرنېټ ته ځئ او ټول سايټونه د معدې د سرطان، د مثانې مکروبي کېدلو او يا کومې بلې ناروغۍ په نښو پسې ګورئ.
دا چلند ستاسې زړه نازړه توب زياتوي او د زړه نازړه توب او اندېښنې نه درته نورې ستونزې پيدا کېږي.
که تاسې هم د ګوګل په معلوماتو د خپل ډاکټر له خبرو ډېر باور کوئ؛ نو پوه شئ چې په يوه انټرنېټي رواني ناروغۍ اخته يئ او ښه ده چې يو رواني معالج ته مراجعه وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.