خواړه روغه سټه

پوستکي ته زیان رسوونکي خواړه

معلومه خبره ده، چې هره هغه څه چې موږ يې خورو، زموږ په روغتیا مثبت یا منفي اغیز پریږدي. ځینې خواړه شته، چې د جلد یا پوستکي لپاره ګټور دي؛ خو ځینې نور بیا د انسان جلد په منفي ډول متاثره کوي او په بدن بخار، دانوکۍ او په مخ تیرسرۍ پیدا کوي.

دلته موږ د خوړو هغه ډولونه ذکر کوو، چې د مخ او ټول بدن پوټکی خرابوي او تاوان ورته رسوي.

۱ـ ټول سره شوي خواړه:

په غوړیو کې سره شوي خواړه نه یوازې دا چې تاسې چاغوي او د وزن د زیاتوالي لامل کیږي؛ بلکې د مخ پوستکی هم خرابوي.

دا ډول خواړه په مخ ځوانوکي او دانوکۍ پیدا کوي او د مخ پوټکی خرابوي.

د الوګانو چيپس ددې ډول خوړو په سر کې ځای لري. یغنې د الوګانو چيپس د مخ پوستکی خرابوي او هم خیټه غټوي.

که سره شوي خواړه د افتاب پرست په غوړیو کې سره کړئ، د نورو غوړیو په نیسبت تاوان يې کمیږي.

۲ـ پروسس شوي خواړه
پروسس او بسته بندي شوي خواړه په لوړه کچه خپل غذايي خصوصیات له لاسه ورکوي او ځای يې بکتریا او مضره څیزونه نیسي.

ددې سربیره، دا ډول غذاوي، په ټوله کې وچې وي او د وجود لپاره مناسبې اوبه نه شي ورکولای. همدا لامل دی، چې د پوستکي د خشکۍ، وچیدو او خرابۍ سبب کیږي.

۳ـ خواړه چې خواږه ولري
د جلد متخصصین وايي، چې بوره او بوره لروونکي خواړه د جلد لپاره مضر دي. دا خواږه که مصنوعي او که طبعي وي؛ جلد ته تاوان لري. خواږه د مخ پوستکی ژر زړوي.

۴ـ کافي:
په کافي کې د کافین لوړه اندازه په مخ تیرسرۍ او دانوکۍ پيدا کوي. همدارنګه کافي د وجود اوبه وچوي، چې څرګند تاثیرات يې په پوستکي پاتې کیږي.

ځینې نور خواړه، چې د مخ پوستکی زیانمنوي، په راتلونکو لیکنو کې درسره شریکوو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */