ټولنیز ژوند ژوند بڼه

هغه پیښې پریږدئ چې کنټرول پرې نه لرئ

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

زموږ او ستاسو ټولو په ژوند کي ځیني داسي پېښي کېږي، چي موږ ورباندي کنټرول نه لرو او په دلیل ئې هم نه پوهېږو. په داسي مهال کي همېشه ځانو ته وایاست: چي پر کوم شي باندي کنټرول نه لرم، ولې پرېنږدم. هرکله چي مو کوم کار یا شی له توان یا ارادې وتلی وي، تاسي هیڅ نه سئ کولای او مجبور یاست چي چېري ګوښه کښېنئ، صبر وکړئ او وګورئ چي تر دې وروسته څه پېښېږي. ژوند یوه لاره ده او هر څه چي په هغې کي پېښېږي، مثبت یا منفي وي، ټول د يوې معما پارچې یا برخي دي چي يوه ورځ به د دې معما تصویر جوړوي. دا چي څنګه دغه پېښي ښکاره او درک کړو؛ دا ددې سبب کېږي چي نن ورځ چي څوک یو اوسو او وټاکو چي په راتلونکي کي غواړو څنګه ژوند ولرو.

باید دا حقیقت ومنو چي زموږ په ژوند کي، ډېری وختونه د ژوند ډېري برخي زموږ له توانه وتلي وي. ډېری وختونه کله چي حالات ستاسي د خوښي سره سم پر مخ نه ځي، ځانونه ملامت او مقصر ګڼئ. خو باید پوه سئ په دې چي کله نه سو کولای په خپل ژوند کي ټولي هغي پېښي چي رامنځ ته کېږي او موږ ورباندي کنټرول نه لرو، کولای سو چي د دغو پېښو په وړاندي خپل طرز فکر او د هغوی سره د اوسېدو روش کنټرول کړو. کله چي انسانان ونه سي کولای د هغو معیارونو مطابق چي ځانو ته ئې وضع کړي دي عمل وکړي، له ځانو څخه ناراضه کېږي. د ارواپوهني په علم کي د ټولنیزي هوښیارۍ تیوري له مخي، کله چي نور نه غواړئ دغه نارضایتي له خپله ځانه تحمل کړئ، له ځانه به وتښتئ، هغه که نو په الکهولو، سګرېټو له لاري وي یا که د ډېر بیده کېدو ( یا بل هر داسي شی چي ستاسي څخه هېر کړي چي تاسي پر کوم شي باندي ناراضه واست او یا مو په ژوند کي کوم کارونه سم پرمخ نه تلل).

درس: دا کار یوازي پر مشکلاتو باندي د فکر کولو څخه ستاسي حواس تیت و پرک کوي خو تاسو له مشکلاتو نه خلاصوي.

خو آیا د ژوند کولو له پاره سهی او سمه لاره سته؟ زموږ هر یوه له پاره دا پوښتنه فرق کوي او تاسي یوازیني قاضی یاست چي کولای سئ په دې اړه پرېکړه وکئ. موږ غواړو یوازي تاسي ته دوندي ووایو چي موږ فقط انسانان یوو او داسي شیان چي زموږ تر کنټرول لاندي وي ډېر محدود دي. اندېښمن کېده مو د دغو بدو پېښو او تصادفاتو مخه نه نیسي؛ یوازي د ژوندانه د ښو پېښو او تصادفاتو تشخیص ځنډنی کوي. دا چي بدي پېښي همېشه ښو انسانانو ته ورپېښېږي، خو د دغه کار سبب دا دئ چي یوازي دوئ دي چي کولای سي د دغو پېښو پر لاملونو پوه سي او مثبت ټکي په کي پیداکړي. خدایتعالی هیڅکله پر انسان باندي د نوموړي تر وس وتلی درد نه راولي. نو دا مو خپل باور او ایمان جوړ کړئ او سر مو لوړ ونیسئ ځکه د مشکلاتو پر ځای د هغو نعمتونو شمېرل چي اوس ئې تاسي په خپل واک کي لرئ، د مثبت اوسېدو او یوه خوشحاله ژوند لرلو له پاره بریالۍ او ستره لاره ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي