ژوند او ژواک

د اسرایلو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې ځيپي لیوني بلیجیم ته د نیول کیدو له ویرې سفر لغوه کړ

د اسرایلو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې ځیپي لیوني بروکسل ته خپل سفر د جنګي جرمونو په تور په بیلجیم کې د نیول کیدو له ویرې لغوه کړه.

نوموړې دا سفر وروسته له هغې لغوه کړ چې بیلجیمي څارنوالانو تایید کړه چې غواړي د اسرایلو د بهرنیو چارو ددې پخوانۍ وزیرې څخه په جنګي جنایاتو کې د لاس لرلو په تړاو تحقیقات وکړي.

تمه وه چې ځیپي لیوني د دوشنبې په ورځ د بیلجیم په پلازمینه بروکسل کې د یهودي مشرانو یوې غونډې کې ګډون وکړي، خو نوموړې دا سفر ونه کړه.

ددې غونډې یو ویاند ویلي، ځیپی لیوني دا سفر د شخصي دلایلو له کبله لغوه کړی خو یو ځايي بلیجیمۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې په بیلجیم کې څارنوالانو هیله لرله له نوموړې څخه په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ م کلونو کې پر غزه د اسرایلو د جګړې او په کې د جنګي جنایاتو په تړاو پوښتنې وکړي. هغه مهال ځیپي لیوني د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیره وه.

*******

*******

د بیلجیم د فیډرالي څارنوالۍ ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، موږ غوښتل چې د نوموړې له دې سفر ګټه واخلو او له هغې ( ځیپي لیوني ) څخه په غزه کې د جنګي جنایاتو په تړاو پوښتنې وکړو.

ځیپي لیوني د اسرایلو د یو شمیر نورو سیاسي او پوځي مشرانو سره یو ځای په هغه ډله کې ده چې په ۲۰۱۰ م کال کې په یو ثبت شوي شکایت کې د غزې د جګړې پر مهال په جنګي جنایاتو تورن دي.

دا جګړه چې د ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ په وروستۍ میاشت د ۲۰۰۸ م کال د ډیسمبر په ۲۷ مه پیل شوه د ۲۰۰۹ م کال د جنورۍ تر اتلسمې نیټې یې دوام وکړ.

په جګړه کې هغه مهال ۱۴۰۰ فلسطینان چې ډير یې ملکي وګړي او (ښځې او ماشومان وو) ووژل شول. د لسو اسرایلي سرتیرو په شمول ۱۳ اسرایلیان هم دې جنګ کې وژل شوي وو.

دا چې د پېښې یو قرباني بلیجیمي وګړی و، د بیلجیم چارواکي د نړیوال قانون له مخې په خپله خاوره د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړاوي په جرم مشکوک کسان نیولی شي.

د ۲۰۰۹ م کال په ډيسمبر کې ځیپي لیوني لندن ته هم د ورته ویرې له کبله خپل سفر ځنډولی و. ځکه ورته ویل شوي و چې دښايي د غزې په جګړه کې د جنګي جنایاتو د ترسره کولو په تړاو ونیول شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */