جرمني؛ دوه افغانان د دوو وړو نجونو د جنسي ځورونې په تور نیول شوي

د جرمني پولیس وايي، هغه دوه تنه افغانان یې نیولي چې د اوبر هاوسین( Oberhausen ) د ښار د لامبو په یو حوض کې یې پر دوه کم عمره نجونو د جنسي ځورونې په هدف برید کړی دی.

د تورنو افغانانو عمرونه د یو شل کاله او د بل هم ۲۲ کاله ښودل شوي. پولیس وايي، دې دواړو د ( اکوا پارک ) په نوم د لامبو په سیمه ایز حوض کې لومړی دا دوه نجونې چې عمرونه یې ۱۳ او ۱۵ کاله دي، د اوبو په یو ښویندوکي کې رایسارې کړې او بیا یې هغوی ته لاس اچولي او په نوبت یې په جنسي توګه ځورولي دي.

د اوبر هاوسین Oberhausen) ) په نوم ددې سیمه ایز لامبوځي تنظیمونکو ویلي، په لامبوځي کې د اوبو په یو ښویندونکي یو افغان له دې دوو نجونو مخکې ښویدلې او د ښویندوکي په یو برخه کې تم شوی څو په ځان پسې دوو نجونو ته د وتلو لاره بنده کړي. ورپسې یې دویم ملګري ورښویدلي او دواړو په همدې ښویندوکي کې پر نجونو برید کړی.

*******
د نړۍ پنځه پیاوړې ښځې
۷ شیان چې له ویده کیدو مخکې یې هیڅکله مه خورئ
انیل کپور وايي یو وخت یې د سنجي دت دریشي ګانې په کرایه اغوستې
د تاريخ پوروړي – شهرت ننګيال
ژوند کې لوی اهداف ټاکل د پرمختګ راز دی
ولې د ځینو خلکو حافظه کار نه کوي؟
*******

د حوض سره نژدې ولاړ څارونکي د نجونو مرستې ته دانګلي او نجونې یې ژغورلي خو سمدستي یې پولیس راغوښتي او پولیس دا دواړه افغانان نیولي دي.

په جرمني کې په دې وروستیو کې د کډوالو سره تړلي د جنسي تیري او ځورونې پېښې زیاتې شوي او له همدې کبله ګڼ ځايي جرمنان له کډوالو ښه نه وړي.

دا دواړه افغانان له دې مخکې هم په لامبوځي کې د ناسم چلن له کبله منع کړي شوي وو، خو هغه مهال د دوی په اړه پولیسو ته رسمي دعوه نه وه وړل شوې. ددې لامبوځي تنظیمونکي وايي، دې دوو افغانانو به اوبو کې لاندې غوپي وهلي او د اوبو منځ کې به یې ښځو ته په پټه لاسونه تیرول.

له بل پلوه جرمني رسنیو وايي، په تیر یو نیم کال کې په لامبو ځایونو کې چیرې چې ښځي او سړي ګډ وي پر ښځو د کډوالو له خوا د جنسي ځورونې په هدف تیري او بریدونه په یوې زیاتیدونکي ستونزې بدل شوي او په تیر کال کې لسګونه داسې نورې پېښې هم د جرمني په بیلابیلو ښارونو کې ثبت شوي چې کډوال په کې ښکیل وو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */