زد ټویټر تر ټولو زیات ۵۰ فالوور لرونکي وپېژنئ

ژباړه: طارق صادق

په دې ورځو کې به لږ لوستي خلک پیدا شي، چې ټولنیزې شبکې ونه کاروي.

دغو شبکو؛ په خاصه توګه ټویتر چې د رهبرانو او نخبه ګانو شبکه ده، مشهور شخصیتونه یې په اسانۍ سره له خپلو مینه والو سره وصل کړي.

د ټویټر په اړه:
ټویټر په ۲۰۰۶ کې رامنځته شوې ټولنیزه شبکه ده؛ دا شبکه تر ډېره پر لنډو او پر مفهمومه جملو متمرکزه ده.

د ټویټر په هر ټویټ( پوسټ) کې اوس تر۲۸۰ کلیمې کارول کیدای شي.

ټویټر له فیسبوک څخه وروسته د نړۍ تر ټولو محبوبه ټولنیزه شبکه ده.

د ۲۰۱۸ په نېمایي کې د ټویټر د ټولو کاروونکو شمېر ۳۲۶ میلیونه کسانو ته رسیده.

په ټویټر کې د مهمو شخصیتونو ترڅنګ مهمې نړیوالې ادارې هم زیات فعالیت او څارونکي لري.

په دې مطلب کې به د ټویټر ۵۰ پرمخاطبه نړیوال شخصیتونه او بنسټونه د وروستي مقام له مخې در وپېژنو:

۵۰. آلیشا کیز aliciakeys@
آلیشا یوه مشهوره او ښایسته ۳۷ کلنه سندرغاړې ده. دې تراوسه ۱۵ جایزې ګټلي. هغه د ځانګړي پیانو غږولو له کبله، چې ۷ کلنه نه یې غږوي، د ډېر پام وړ ده.

آلیشا د موسیقۍ ترڅنګ په ټویټر کې هم خورا فعاله ده. هغې تراوسه ۲۹ میلیونه څارونکي موندلي. د دې ترڅنګ د ټویټونو شمېر یې تر۸۰ زرو اوړي.

۴۹. ناسا NASA@
نړیواله فضایي اداره ناسا پر ټویټر تر ۳۰ میلیونو زیات څارونکي یا فالوور او څه باندې ۵۴ زره ټویټونه لري.
دا اداره د فضایي څېړنو نوي او تازه معلومات خپروي.

اوباما ۱۰۴ میلیونه فالورز لري

۴۸. وان‌ډایرکشن onedirection@
د پاپ موسیقۍ دا ډله په ۲۰۱۰ کې جوړه شوې او تر اوسه یې ګڼ البومونه خپاره کړي.

دغه ډله په ټویټر کې څه باندې ۳۱ میلیونه څارونکي او تر ۱۰ زرو ټویټونه لري.

۴۷. رئال مادرید realmadrid@
ممکنه نه ده، چې څوک د فوټبال خوښونکي وي، خو ریال مادرید لوبډله یې خوښه نه وي.

دا لوبډله په ټویټر کې څه باندې ۳۱ میلیونه فالوور او تر ۶۵ زرو پورې ټویټونه لري.

۴۶. پینک Pink@
آلیشیا بث مور (Alecia Beth Moore) چې د پینک په هنري نوم د موسیقۍ د ډګر یوه مخکښه ده، تراوسه یې ۳ مهمې جایزې ګټلي.
هغه په ټویتر کې ۳۲ میلیونه فالوور او تر ۷ زرو ټویټونه لري.

۴۵. لیام پین LiamPayne@
مخکې مو د وان‌ ډایرکشن هنري ډلې یادونه وکړه؛ لیام پین د دغې ډلې له مهمو هنري څېرو څخه ده.

هغه په ټویټر کې ۳۲ میلیونه فالوور او تر۱۰ زرو ټویټونه لري.

۴۴. هري اسټایلز Harry_Styles@
هري د وان‌دایرکشن هنري ډلې یو بل ځلیدلی نوم دی.

هغه له مشهورې امریکایي- فرانسوي موډلې کامیل رو سره کوژده کړې ده.

دی پر ټویټر ۳۳ میلیونه فالوور او تر۶ زرو ټویټونه لري.

شارخ خان ۳۷ میلیونه فالوورز لري

۴۳. لویي تاملینسون Louis_Tomlinson@
لویي هم د وان‌دایرکشن هنري ډلې مخکښ غړی او پر ټویټر د ۳۳ میلیونه فالوور او ۶ نیم زرو ټویټونو څښتن دی.

۴۲. ویز خلیفا wizkhalifa@
دا ۳۱ کلن سندرغاړی له ۲۰۰۵ راهیسې پاپ موسیقي غږوي. پر ټویټر څه باندې ۶۵۰ زره ۳۳ میلیونه فالوور لري.

۴۱. ای‌.‌ایس‌.‌پي.‌این (ESPN) espn@
دا یوه مشهوره ورزشي شبکه ده، چې د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې خپرونې کوي.

پرټویټر د ۴۱ مقام لرونکی ګڼل شوی، خو د فالوورو شمېر یې نه دی معلوم.

۴۰. لیل وین LilTunechi@
د رپ موسیقس دا سندرغاړی په ټویټر کې ۳۴ میلیونه فالوور او ۲ زره ټویټه لري.

۳۹. کوین هارت KevinHart4real@
د سېنما دا مشهور کومیډي لوبغاړی په ټویټر کې ۳۵ میلیونه فالوور او ۳۸ زره ټویټه لري.

۳۸. اسپرټ سنټر SportsCenter@
د ورزشي معلوماتو دغه اکونټ ۳۵ میلیونه فالوور او ۱۰۷ زره ټویټه لري.

۳۷، سلمان خان BeingSalmanKhan@
د هندي سېنما دا مشهور ستوری ۳۵ میلیونه او ۶۰۰ زره فالوور او ۴۲ نیم زره ټویټه لري.

۳۶. آمیتا باچان SrBachchan@
د هندي سېنما د پلار په لقب نازول شوی دا ستوری ۳۵ میلیونه او ۶۰۰ فالوور لري.

۳۵. اینسټاگرام instagram@
دا ټولنیزه شبکه پخپل ټویټر اکونټ کې ۳۷ میلیونه فالوور او۱۲ زره ټویټه لري.

۳۴. شاهرخ خان iamsrk@
د هندي سېنما دا ځلیدلی نوم په ټویټر کې ۳۷ میلیونه فالوور او ۵۷ زره ټویټه لري.

۳۳. دریک Drake@
دا کاناډایي سندرغاړی ۳۸ میلیونه فالوور او ۲ زره ټویټه لري.

۳۲. بي.‌بي.‌سي عاجل خبر BBCBreaking@
د دغې مشهورې نړیوالې رسنۍ دا ادرس ۳۹ میلیونه فالوور او ۳۵ زره ټویټه لري.

۳۱. نایل هوران NiallOfficial@
د وان‌دایرکشن هنري ډلې دا سندرغاړی ۴۰ میلیونه فالوور او ۱۳ زره ټویټه لري.

۳۰. مایلی سایروس MileyCyrus@
دا مشهوره او ښکلې امریکایي سندرغاړې ۴۱ میلیونه فالوور او ۱۰ زره ټویټه لري.

۲۹. سي.‌این‌.‌این CNN@
دا معتبره نړیواله رسنۍ ۴۱ میلیونه فالوور او ۲۲۰ زره ټویټه لري.

بیل ګیټس ۴۶ میلونه فالورز لري

۲۸. اپرا وینفري Oprah@
دا مشهوره تلویزوني څېره نیږدې ۴۲ میلیونه فالوور او ۱۲ زره ټویټه لري.

۲۷. لبران جیمز KingJames@
د باسکټبال دا نړیواله څېره ۴۲ میلیونه فالوور او ۶ زره ټویټه لري.

۲۶. نیمار neymarjr@
د فوتبال دا نړیوال ستوری ۴۲ میلیونه فالوور او ۴۱۲ زره ټویټه لري
.
۲۵. برونو مارس BrunoMars@
دا مشهور سندرغاړی ۴۲ میلیونه فالوور او ۴۵۰۰ ټویټه لري.

۲۴. نیویارک ټایمز nytimes@
دا مهمه امریکایي ورځپاڼه ۴۲ میلیونه او ۶۰۰ زره فالوور او ۳۴۶ زره ټویټه لري.

۲۳. جنیفر لوپر Jlo@
دا مشهوره نړیواله څېره ۴۳ میلیونه او ۵ سوه زره فالوور او ۱۴ زره ټویټه لري.

۲۲. نرندرا مودي narendramodi@
د هند ځواکمن صدراعظم ۴۵ میلیونه فالوور او ۲۲ زره ټویټه لري.

۲۱. بیل گیټس BillGates@
د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر ۴۶ میلیونه فالوور او ۳۰ زره ټویټه لري.

۲۰. جیمي فلن jimmyfallon@
دا مشهوره تلویزوني څېره ۵۰ میلیونه فالوور او ۱۱ زره ټویټه لري.

۱۹. شکیرا shakira@
دا مشهوره او ښکلې سندرغاړې ۵۱ میلیونه فالوور او ۶ زره ټویټه لري.

۱۸. د سي.‌این‌.‌این عاجل خبر cnnbrk@
دا ادرس ۵۴ میلیونه فالوور او۶۴ زره ټویټه لري.

۱۷. ټویټر Twitter@
خپله د ټویټر شبکې رسمي پاڼه ۵۵ میلیونه او ۸ سوه زره فالوور او څه کم ۶۹ زره ټویټه لري.

۱۶. بریټنې اسپیرز britneyspears@
دا مشهوره سندرغاړې ۵۶ میلیونه فالوور او ۶ زره ۵ سوه ټویټه لري.

۱۵. سلنا گومز selenagomez@
دا شوخه سېنماګره ۵۷ میلیونه فالوور او ۴۳۰۰ ټویټه لري.

۱۴. ډونالډ ټرمپ realDonaldTrump@
د امریکا دا جنجالي ولسمشر ۵۷ میلیونه فالوور او ۴۰ زره ټویټه لري.

۱۳. ډمي لواټو ddlovato@
دغه امریکایي سندرغاړې څه باندې ۵۷ میلیونه فالوور او ۱۷ زره ټویټه لري.

۱۲. کیم کارداشیان KimKardashian@
دا مشهوره سینماګره ۶۰ میلیونه فالوور او ۲۸ زره ټویټه لري.

۱۱. آریانا گرانده ArianaGrande@
دا ښکلې او مشهوره سندرغاړې څه باندې ۶۰ میلیونه فالوور او ۴۳ زره ټویټه لري.

۱۰. جاستین تیمبرلیک jtimberlake@
ړا مشهور هنرمن ۶۵ میلیونه فالوور او ۴ زره ټویټه لري.

۹. یوټیوب YouTube@
دا مشهوره ټولنیزه شبکه ۷۱ میلیونه فالوور او ۲۳ زره ټویټه لري.

۸. کریستیانو رونالډو Cristiano@
دا نړیوال فوټبال لوبغاړی ۷۶ میلیونه فالوور او ۳۳۰۰ ټویټه لري.

۷. الن دی‌جنرس TheEllenShow@
دا مشهوره تلویزوني څېره ۷۷ میلیونه فالوور او ۱۸ زره ټویټه لري.

۶. لیدي گاگا ladygaga@
دا مشهوره څېره ۷۷ میلیونه فالوور او ۹ زره ټویټه لري.

۵. تیلور سوئیفت taylorswift13@
دا مشهوره او ښایسته هنرمنده له ۱۰۳ ټویټونو سره ۸۳ میلیونه فالوور لري.

۴. ریانا @Rihanna
دا مشهوره هنرمنده ۹۰ میلیونه فالوور او ۱۰ زره ټویټه لري.

۳. بارک اوباما BarackObama@
د امریکا دا پخوانی ولسمشر ۱۰۴ میلیونه فالوور او ۱۵ زرو نه زیات ټویټونه لري.

۲. جاستین بیبر justinbieber@
دا مشهور شخصیت ۱۰۵ میلیونه فالوور او ۳۰ زره ټویټه لري.

۱. کیتي پري katyperry@
کاټرین الیزابت هادسن، چې مینه وال یې د کیتي پري په نوم پېژني، مشهوره سندغاړې ده.

د هغې د فالوورو شمېر نه دی ښودل شوی، خو دا د ټویټر د لومړۍ درجې لوړ فالوور لرونکې یاده شوې ده.