خواړه روغه سټه

کورکمن ( زرچوبه ) خواړه او که حیرانونکي درمل

لیکنه: پلوشه فضلي

لیکواله: سواتي کپور د تغذیې متخصصه
ژباړه: پلوشه فضلي

کورکمن یا زرد چوبه چي په هندوستان کښي د هلدي په نوم مشهور دي د کلونو راهیسي په هندي خوړو کښي ورڅخه استفاده کیږي. کورکمن د خپل ښه خوند او زیاتو ګټو له وجي پېژندل کیږي. کورکمن نه یوازې دا چې په زړه پورې خوند لري بلکې میکروب وژونکي او یو ښه اینټي اکسائیډنټ هم دي.

د کورکمن له ګڼو کټو څو په دې توګه درسره شریکوو:

۱: ېنه(جګر) پاکه او تندروسته ساتي: هغه خواړه چي موږ يې په ورځني ژوند کښې کاروو په زیاته کچه کیمیاوي توکي پکښي کار سوي وي چي دا ېنه، پښتورګي او د بدن نور سیسټم زیانمنوي او د مختلفو ناروغيو سبب کیږي په داسې حال کښې چې کورکمن یاد اثرات ختموي او ېنه پاکه او تندروسته ساتي.

۲: پوست یا جلد روښانه کوي: کورکمن د پوست مړې حجرې لري کوي او پوست ځوان او روښانه ساتي. کورکمن د شیدو یا مستو سره ګډ کړئ او په مخ یا د بدن په زیانمنه برخه ئې ولګوئ تر وچېدو پوري ورته په تمه سئ، وروسته ئې په تړمو اوبو پرېولئ چي په دې سره به مو جلد نرم او پاک وساتل سي.

۳: میکروب وژونکي دي: دا چي کورکمن یو قوي اینټي اکسائیډنټ او میکروب وژونکي دارو دي هغه مکروبونه چي د معدې او هاضمي سیسټم د کمزورتیا او یا نورو ناورغیو سبب کیږي؛ په مخنیوي کې یې موثر دی.

۴: د سوزیدنې او زخم درملنه کوي: کورکمن چي په قدرتي توګه د میکروب وژني خصوصیات لري د زخمونو او د سوزیدنې ( سوختګي) لپاره د ملهم په توګه کاریږي.

۵:د مخ او بدن غیر ضروري وېښتان کموي: کورکمن د ویښتانو وده کموي او په له منځوړلو کښي يې مرسته کوي. د دې لپاره یو۴\۱ (یوي کاچوغې څلورمه برخه) کورکمن یو کاچوغه بیسن (پکوړو اوړه) سره ګډ کړئ او د پنځلسو دقیقو لپاره يې په مخ ولګوئ اووروسته یې په تړمو اوبو پاک کړئ – یوه میاشت پر له پسې دا طریقه وکاروئ په دې سره به مو د مخ اضافي وېښتان ورک او ختم سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي