سیاست

ترکیې پر هالینډ سیاسي بندیزونه ولګول

ترکیې ویلي، له هالینډ سره یې د لوړې کچې ټول سیاسي بحثونه، تګ راتګ او خبرې اترې په ټپه درولي دي.

ترکیې وروسته له هغې دا اقدام وکړ چې هالینډ د ترکیې دوو وزیرانو ته اجازه ورنه کړه چې په هالینډ کې د میشتو ترکانو په غونډو کې ګډون او ویناوې وکړي.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال نعمان کورتولموس، د ترکیې د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، انقره به تر هغې د هالینډې چارواکو پر مخ خپل هوايي حریم هم وتړي څو چې هالینډي چارواکو د دوی غوښتنه نه وي منلې.

نعمان کورتولموس همدارنګه ویلي، د هالینډ سفیر ته چې د کړکیچ پر مهال هالینډ ته تللی بیرته هالینډ ته د ستنیدو اجازه نه ورکول کیږي .

نوموړې ویلي د ترکیې حکومت به له خپل پارلمان وغواړي چې د ترکیې – هالینډ ملګرتیا په نوم له ډلې هم ووځي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال ویلي، پر هالینډ به دا سیاسي بندیزونه تر هغې وساتي څو چې دې هیواد د ترکیې په وړاندې خپل چلن نه وی سم کړی.

هالینډ څو ورځې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو الوتکې ته په روټرډام ښار کې د کوزیدو او دغلته د ترکانو یوې غونډې ته د وینا اجازه ورنه کړه.

همدارنګه یې د ترکیې ښځینه وزیره فاطمه بوتول سایان کایا هم چې د مځکې له لارې هالینډ ته تللې وه له خپل هیواد وویسته او د ترک ټبرو هالینډیانو غونډو کې یې د ګډون او د ترکیې قونسلګرۍ ته د ورتلو اجازه ورنه کړه.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي، دا اختلاف اوس ډیر ژور شوی او ددې مسول موږ نه یوو بلکې هالینډیان دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د هالینډ دا کار نازیانو ته ورته بللې او هالینډیان یې پر توکمیز تعصب تورن کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */