اقتصاد عمومي نړۍ

متحده ایالات د ارام سمندر له ترانزیټي تړون ووتل

د امریکا ولسمشر نن دوشنبه هغه فرمان لاسلیک کړ، چې په پایله کې يې متحده ایالات له ټي پي پي یا د ارام سمندر له لارې د ټرانزیټ د ګډو هیوادونو له ډلې څخه ووت.

په دې موافقه کې له متحده ایالاتو سربیره ۱۱ هیوادونو ګډون درلود. دا د بارک اوباما یو د مهمو موافقو څخه وه.

ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال له دې سوداګریزې موافقې څخه د متحده ایالاتو د ویستلو په اړه ویلي وه.

ټرمپ باور لري، چې دا موافقه په امریکا کې د ننه کاري فرصتونه کم کړي او د امریکا ګټې یې له مینځه وړي.

دا موافقه په څرګند ډول په سرعت سره د چین د اقتصادي پرمختګ په ضد د واشنګټن په هڅو وشوه او په ۲۰۱۶ کال کې لاسلیک شوه، خو لا تر اوسه یوازې د کاغذ پرمخ پاتې وه او عملي شوې نه وه.

د ارام سمندر له لارې د ازادې سوداګرۍ په دې تړون کې ۱۲ هیوادونو: امریکا، اسټرلیا، بروني، کاناډا، چلي، جاپان، مالزیا،مکسیکو، نیوزلنډ، پیرو، او سینګاپور لاسلیکونه کړي.

بروني او متحده ایالات ددې تړون غوښنه برخه (۴۰ سلنه) جوړوي.

د جاپآن لومړي وزیر شینزوا ابي ویلي، چې که متحده ایالات په دې تړون کې ونه اوسي؛ نو بې مانا دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */