سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د ټي ټېن لیګ سیالۍ؛ هغه افغان لوبغاړي چې په ۶ لوبډلو کې به لوبیږي

د عربي متحده اماراتو سوداګریز او نوښتي کرکټ لیګ ټي ټېن یا لس اوریزې لوبې د چهارشنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې د نومبر په ۲۱ مه نېټه پېلېږي، په دغه کرکټ لیګ کې له سلو بره کورني او باندني لوبغاړي په اتو لوبډلو کې لوبېږي.

په ټي ټېن لیګ کې افغان لوبغاړي:
که څه هم په ۲۰۱۷ م کال کې چې د دغه لیګ لومړی پړاو او د تاسیس کال و، افغان لوبغاړي پکې اخېستل شوي وو.
اوس په دوهم پړاوکې یې هم اخېستل شوي دي، تېر کال دولت ځدران، نجیب الله ځدران، محمدنبي عیسی خېل او ځېنې نور لوبغاړي اخېستل شوي وو. هغه مهال په ټي ټېن لیګ کې راشدخان نه و؛ خو سږ کال پکې اخېستل شوی دی. ۲۰۱۸ کال کې له دوو لوبډلو پرته په نورو شپږ لوبډلو کې دیارلس افغان لوبغاړي پېرل شوي دي.

مرتا عربینز لوبډله:
دا لوبډله ټول ۱۷ لوبغاړي لري.
په مرتا عربینز لوبډله کې درې افغان لوبغاړي، چې راشدخان یې په سر کې دی، حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران اخېستل شوي دي. راشدخان به د دې لوبډلې احتمالي لوبډلمشر وي.
راشدخان او حضرت الله ځاځي دا لومړی ځل دی، چې په یاد لیګ کې لوبېږي. د مرتا لوبډلې روزونکی پاکستانی پخوانی لوبغاړی وسیم اکرم دی.

پښتون لوبډله:
په دې لوبډله کې ۱۶ لوبغاړي اخېستل شوي، چې درې پکې افغان لوبغاړي هم شتون لري.
شاپور ځدران، ګلبدین نایب، شفیق الله شفق او شرف الدین اشرف په دې لوبډله کې د افغانستان له خوا لوبېدونکي دي.
د دې لوبډلې لوبډلمشر شاهد افریدی دی.
اسټرالیایي پخوانی لوبغاړی او اوسنی مبصر ډین جونز د پښتون لوبډلې کوچ یا روزونکی دی.

کراچینز لوبډله:
په دغې لوبډله کې ۱۸ لوبغاړي شامل دي، چې د افغانستان له خوا پکې سمیع الله شینواری لوبېږي. د دې لوبډلې لوبډلمشر اسټرالیایي شېن واټسن دی.
د لوبډلې کوچ یا روزونکی اسټرالیایي ټام مودي دی.

بېنګال ټایګرز لوبډله:
بنګال لوبډله کې ۲۰ لوبغاړي پېرل شوي دي، په دغې لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي، مجیب الرحمن ځدران او محمدنبي عیسی خېل په دغې لوبډله کې لوبېږي.
د دې لوبډلې لوبډلمشر انګلستانی سام بېلېنګز دی.
د لوبډلې کوچ یا روزونکی سټیفن فلیمېنګ دی، هغه د نیوزیلېنډ لوبډلې لوبغاړی و.

راجپوت لوبډله:
په دې لوبډله کې شل لوبغاړي پېرل شوي دي، چې درې پکې افغان لوبغاړي دي.
شهزاد محمدي، کریم جنت، سید شیرزاد او قېس احمد په دې لوبډله کې لوبېږي.
د دې لوبډلې لوبډلمشر تر اوسه معلوم نه دی او روزونکی یې افریقایي هارشل ګېبز دی.

پنجابي لېجېنډز لوبډله:
په دې لوبډله کې ۱۶ لوبغاړي شامل دي، چې یو افغان لوبغاړی هم پکې دی. ظاهرخان چې کیڼ لاسی چېنا مېن توپ اچوونکی دی.
لوبډلمشریې شعېب ملک دی او روزونکی یې هم پاکستانی مشتاق احمد دی.

په دې لیګ کې به ټولې اته لوبډلې ګډون ولري

شمالي جنګیالیو یا نارترن وریئرز لوبډله:
په دې لوبډله کې ۱۶ لوبغاړي اخېستل شوي په دې لوبډله کې هیڅ افغان لوبغاړی نشته، لوبډلمشر یې ویسټ انډیزی ډېرین سمي دی او روزونکی یې هندی روبېن سېنګ دی.

کېرالاکېنګز لوبډله:
کېرالا کېنګز لوبډله تېرکال د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه. په دې لوبډله کې لوبغاړي شامل دي، چې هیڅ افغان لوبغاړی پکې نشته.
د دې لوبډلې لوبډلمشر انګلستانی ایئن مورګن دی او روزونکی یې نیوزیلېنډی ډانیل وېټوري دی.

د ټي ټېن لیګ مالي ملاتړي:
د ټي ټېن سوداګریز کرکټ لیګ د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ له خوا تاسیس شوی دی.
د دې ترڅنګ شارجه کرکټ اکاډومي، چې د شارجه لوبغالي مشر ولید مخاطیر دی او ګالیا ګروپ په نامه کمپنۍ د دې لوبو ستر سپانسران یا مالي ملاتړ کوونکي دي. ګالیا ګروپ نوی مالي ملاتړی شرکت دی.
د ټي ټېن لیګ ټولې لوبې په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

ګالیا ګروپ یو سوداګریز ګروپ دی، چې په عربي متحده اماراتو کې فعالیت کوي، دوی تېل، ګېس، معلوماتي ټېکنالوژۍ او مالي ټېکنالوژۍ برخه کې سوداګري مخته وړي.
د ټي ټېن لیګ لوبې ځېنې نړیوال تلویزیوني چېنلونه او په یوټیوب کې هم په انلاین بڼه خپرېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې