بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

څه وکړو، چې په ژوند کې ماتې ونه خورو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

څوک، چې خپل ژوند الله (ج) ته وسپاري او په داسې حال کې، چې نېک وي، نو په ډاډمنه تکیه ګاه باندې یې تکیه کړې ده.

کله وخت انسان په هغو حل لارو پسې ګرځي، چې د ماتې پرمهال وکولای شي، یو ځل بیا را پورته شي، خپلې لارې ته دوام ورکړي او خپله ماتې جبران کړي، خو ښایي له هغې څخه دا مهمه پوښتنه وي، چې څه وکړو، چې په ژوند کې هېڅکله ماتې ونخورو؟

ځواب به په یوه آسانه او ساده ځواب سره بیان کړو، داسې تصور وکړئ، چې په یوه ملي بس کې ولاړ یاست، په هر بریک سره، چې ښاغلی موټر چلوونکی یې نیسي، ټول هغه کسان، چې ستا په څېر ولاړ دي، مخ پر وړاندې ځي، په دې حالت کې، که چېرې کوم چا د ملي بس لاس وند ( دستګیر) نه وي نیولی، نو هرومرو به په ځمکه باندې را پرېوځي، حتا کله وخت سره له دې، چې د ملي بس دستګیر یې هم نیولی وي، ښایي د ملي بس د حرکت د شدت له امله دستګیر یې له لاسه خوشې شي او په ځمکه باندې را پرېوځي.

ژوند هم دې ملي بس ته ورته د حرکت او خوځښت په حال کې دی، د تګلوري لوړې او ژورې ښایي انسان په ځمکه باندې راوغورځوي، په دې حالت کې باید انسان دستګیر کلک ونیسي، ترڅو له غورځېدلو څخه ځان وساتي.

هغه لاس وند ( دستګیر) څه دی؟
یوازینی څوک، چې کولای شو پرې باور او اعتماد وکړو الله (ج) دی. انسان باید په خدای (ج) باندې ایمان او باور ولري او یوازې په هغه لاره باندې لاړ شي، چې الله (ج) ورته لارښوونه کړې ده. دا لاره، خوندي لاره ده.

لا إِکْراهَ فِی الدِّینِ قَدْ تَبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ فَمَنْ یَکْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَ یُؤْمِنْ بِاللَّهِ فقد استَمْسَکَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقی لاَ انْفِصامَ لَها وَ اللَّهُ سَمیعٌ عَلیمٌ ( بقره ۲۵۶ ).
ژباړه: ددین په منلو کې هيڅ زورنشته، بېشکه سمه لاره له ګمراهۍ ‏څخه ښکاره[جلا کړی] شوې ده [سمه خبره له بدې خبرې څخه جلا ‏كړاى شوې ده]، نو هرچا چې په طاغوت باندې کفر وکړ [د ‏شيطان، بتانو، قبرونو، هوا او هوس له عبادت څخه يې انکار وکړ] او په الله يې ایمان راوړ، نو ‏بېشکه چې کلکه کړۍ يې ټینګه نيولې ده، چې ‏د هغې لپاره هېڅ پرېکېدل نشته اوالله (ج) ‏[دګردو ‏خبرو] ‏ښه اوريدونکى دی، [په ټولو چارو] ښه ‏پوه دى.
وَ مَنْ یُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَی اللَّهِ وَ هُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَکَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقی وَ إِلَی اللَّهِ عاقِبَةُ الْأُمُورِ ( لقمان ۲۲ )
ژباړه: او څوك چې ځان خداى ته وسپاري او نېك وي؛ نو هغه په حقيقت كې پر پخې کړۍ منګولې ښخې كړې دي (او په ډاډمن لاسوند يې تكيه كړې ده) او د چارو پاى يوازې د خداى لوري ته ده .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل