رسنۍ سیاست

ټرمپ د ای بي سي خبریاله سپکه کړه؛ وايي “شراب خور نه یم”

لیکنه: شریف شاهین

سپینه ماڼه کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ډونالډ ټرمپ د ای بي سي خبریاله سپکه کړې او هغې سره يې ناسمه ژبه کارولې.

په رسنیو کې د ډونالډ ټرمپ هغه ویډو خپره شوې، چې ددوشنبې په سهار د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال یو خبریالې ته اشاره کوي، چې ګنې دوی دې پوښتنه وکړي.

تر هغې چې خبریاله ځان پوښتنې ته اماده کوي، ټرمپ د تمسخر په توګه خپل څنګ ته ولاړ د سپينې ماڼۍ لوړ پوړو چارواکو او زوم ته مخ وراړوي، او وايي:

“هغه (خبریاله) حیرانه شوه، چې ولې مې پرې ګوته کیښوده. هغه بلکل هکه پکه ده.”

خبریاله د سپينې ماڼۍ لپاره د ای بي سي خبریاله، سیسلیا ویګا ده. هغې د پورته کیدو سره سم وویل:

“نه، زه یم حیرانه شوې. مننه، ښاغلی ولسمشر!”

ولسمشر دا ځل له هغې هم ډيره سپکه کړه. ټرمپ وویل:

“خیر دی، څه خبره نه ده. زه پوهیږم، چې تاسې فکر نه کوئ. هیڅکله هم فکر نه کوئ.”

په سپینه ماڼۍ کې د يوې خبریالې سره د ټرمپ دا ډول غبرګون د لیدونکو د توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

یو کس په خپل ټویټر لیکلي: “د امریکا ۴۵ م ولسمشر (ټرمپ)، چمبه مار او د میرمنو په وړاندې حسد پالوونکی دی.”

ولسمشر ټرمپ په یاد خبرې کنفرانس د سي ان ان خبریاله هم توهین کړه او د هغې له لاسه يې مایکرافون واخیسته. خبریالې کټلاین کوایلن هڅه کوله، د ولسشمر ټرمپ څخه د امریکا د سترې محکې لپاره د نوماند په وړاندې د جنسي ځورونې د تورونو او په اړه يې د تخقیقاتو په تړاو، وپوښتي، خو ولسمشر ټرمپ ورته ویل، کې د موضوع (سوداګرۍ) په اړه کومه پوښتنه لري، ودې يې کړي، کنه نورې پوښتنې دې نه کوي. خبریالې ادامه ورکړه، او ټرمپ بل چاته اشاره وکړه، چې مایک يې له لاس واخلي او بلې خبریالې پوښتنه وکړه.

ټرمپ د خپلو خبرو په جریان کې دا هم وویل، چې شراب نه څښي او کله يې هم د بیر او شرابو پیاله خولې ته نه ده نږدې کړې.

دا په داسې حال کې دې، چې شک دی د سترې محکمې لپاره د ولسمشر له لورې نوماند بریټ کاونګ هم د څښاک په اړه دروغ ویلي وي. هغه باندې یو شمیر میرمنو د جنسي ځورونې تور پورې کړی.

د ښاغلي بریټ په اړه د ټړمپ له خبرو داسې معلومیږي، چې نوموړی د بریټ ټینګ ملاتړی دی. بلو پلو ځینې کتونکي اندیښنه لري، چې د ټرمپ د میرمنو په وړاندې زیاتی کوي او هڅه کوي، چې په لویه کچه ښځې خاموشه او له پامه وغورځوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین