ژوند او ژواک

بې تجربې، خو په ځان باوري ټرمپ خلک حیران کړل

د وال سټریټ ژورنال سره په مرکه د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د’ یو چین ‘ پالیسې تر سوال لاندې ده او په دې اړه به د چین سره خبرې وکړي.

د”یو چین “ یا ون چینا پالیسې د ډيپلوماټيکو اصولو له مخې نړۍ چین د یو هیواد (چین) په توګه پیژني. چین وايي، تایوان ددوې یو جلا شوی ولایت دی، چې نن وي که سبا، بیرته به ورسره یوځای شي. امریکا هم د تایوان په نیسبت د یو چین سره د اړیکو درلودلو ته ترجیح ورکوي. خو دا داسې مانا نه لري، چې امریکا دې د یو چین په پالیسۍ پورې تړلې پاتې شي. امریکا همدا اوس هم د تایوان سره غیرې رسمي قوي اړیکې لري.

مګر تایوان ځان یو خپلواک هیواد بولي او خپل رسمي نوم (د چین جمهوریت) یادوي. د تایوان حکومت ټینګار کوي، چې ټول هغه هیوادونه، چې د تایوان په سر د اصلي چین سره خبرې کوي، له دوې سره دې خپلې ډيپلوماټیکي اړیکي وشلوي. دا هغه څه دي، چې تایوان يې له نړیوالې ټولنې څخه څنګ ته کړی.

ښاغلي ټرمپ د وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې وویل، چې دې به د یو چين په پالیسې له سره غور وکړي او په دې اړه به چین سره خبرې وکړي.

ټرمپ د تیر ډیسمبر په میاشت کې له خپلې بریا وروسته د تایوان له مشرې تاسي اینګ وینګ سره په ټیلیفون خبرې وکړې؛ او وویل چې امریکا به ولي د یو چين پالیسۍ پورې تړلې پاتې کیږي، که چیرې د تجارت په شمول، په چین کې د امریکا ګټې نه وي خوندي؟!

ښکاره ده، چې ټرمپ به د چین په اړه په خپله پالیسې بیا غور کوي. هغه به ټایوان د چین په وړاندې په خپله لوبه کې د کارډ په توګه استعمال کړي او په چین به فشار راوړي، چې د امریکا سره په تجارت کې اسانوالی راولي.

ټرمپ ویلي، چې د چين د پیسو د تراکم او ارزښت لوړلو په اړه به هم د چین سره خبرې وکړي. ټرمپ باور لري، چې د چین د پیسو د ارزښت لوړل د نړیوال اقتصاد په ځانګړي ډول په امریکا کې د نویو کمپنیو په ایجاد اساسي اغیز پرییاسي.

ډونالډ ټرمپ کوښښ کوي، چې د امریکا له لاسه وتلي کارونه او دندې بیرته خپل هیواد ته راوړي. د هغه لومړۍ هڅه، د ټولو هغه هیوادونو لاس لنډول دي، چې د ګټې له ځایه ګټه وړي.

بل پلو شننونکي فکر کوي، چې که ټرمپ داسې کار وکړي، نړیوال – د چین په شمول – به خپلې ګټې په خطر کې وویني؛ او نړۍ به په اقتصادي ګډوډۍ کې راګیره شي.

دوهمه خبره دا، چې که تایوان بالاخره په دې پوه شي، چې ټرمپ ورسره ددې لپاره مرسته کوي، څو په چین فشار راوړي او له هغه ځایه ځانته ګټه وکړي، نو تایوان به له امریکې خپه شي.

اخوا، چین هم ویلي چې د (یو چین) پالیسې د هیچا سره د بحث وړ نه ده. د چین د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د شنبې په ورځ وویل، چې د چین د خلکو جمهوریت یواځینی قانوني حکومت دی، چې د چین استازیتوب کوي. هغه زیاته کړه: ((دا حقیقت نړیوالې ټولنې هم منلی او هیڅوک په دې کې د بدلون راوړلو حق نه لري.))

له ۱۹۷۹ کال راهیسې واشنګټن له تایوان سره یواځې غیرې رسمي اړیکي پالي.

باور دی، چې وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې، د ټایوان او چين سره د اړیکو په اړه د ټرمپ څرګندونې، د چین او امریکا خلکو لپاره ټکان ورکوونکې وې. چین لا له وړاندې د تایوان له مشرې سره د ډونالډ ټرمپ په ټیلفوني خبرو عوصه و. ټرمپ په تیرو ۴۰ کلونو کې د امریکا لومړی منتخب ولسمشر دی، چې په عام محظر د ټایوان له مشرې سره په رسمي ډول غږیږي.

ټرمپ همدا راز اعلان کړی، چې د سپینې ماڼۍ د تجارت شورا به چین سرسخت منتقد اقتصاد پوه پیټر ناوارو رهبري کوي. پيټر د چین د اقتصادي پالیسې منتقد دی او (د چين د لاسه مرګ) په نوم کتاب يې لیکلی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */