ټرمپ: د خبریالانو ( نه صداقت ) له کنټروله وتلی

د امریکا نوي ولسمشر په واک د څلورو اونیو له پوره کیدو وروسته د پنجشنبې په ورځ یو وار بیا پر رسنیو نیوکې وکړې او د خپلې ولسمشرۍ دورې د لومړیو اونیو د کار دفاع یې وکړه.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوساعته خبري غونډه کې راڅرګند شو چې په کې یې پر رسنیو سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل د خبریالانو بې امانتي او نه صداقت نور له کنټرول څخه وتلی دی.

ولسمشر ټرمپ په دې وینا کې وویل چې د کډوالو او پولو د پیاوړي کولو په برخه کې د خپلو انتخاباتي مبارزو د مهال ژمنو پوره کولو ته کار کوي.

نوموړې همدارنګه وویل چې راتلونکې اونۍ به د سفر د بندیز په اړه یو بل فرمان ورکړي.

ښاغلي ټرمپ خپلې خبرې پر رسنیو له تاودو بریدونو پيل کړې چې دده په وینا په داسې حال کې دده لاس ته راوړنې کمې بولي چې” دننه په هیواد او بهر کې ورته یوه بشپړه ګډوډي په میراث پاتې ده. “

ولسمشر وویل هغه د سپینې ماڼۍ په خبري غونډه کې ددې لپاره راڅرګندیږي چې خپل پیغام په مستقیمه توګه خلکو ته ورسوي.

نوموړی وویل” رسنۍ ډیرې ناصادقې شوي دي او که موږ یې په اړه خبرې ونه کړو نو د امریکا خلکو ته ستر زیان رسوو. “

نوموړې د خپلې ولسمشرۍ لومړۍ څو اونۍ بریالۍ او له کاره ډکې وبللې، او ویې ویل بل هیڅ ولسمشر په دومره کمو ورځو کې دومره زیات کار نه دی کړی.

ټرمپ وویل دده پر راتګ د اسهامو بیې لوړې شوي او هیواد ته یې د غیرې قانوني کډوالو د ورتګ مخه نیولې ده.

نوموړې هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګوندې د ادرې پیل یې له جنجالونو سره مل دی.

د امریکا ولسمشر وویل” اداره یې لکه غوړ شوی ماشین داسې کار کوي.“

ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې په دې خبرې غونډه کې خبرې کوي چې د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین دوه ورځې مخکې استعفا وکړه. پر نوموړې له روسیې سره د داسې خبرو اترو تور و چې خپلو مشرانو چارواکو ته یې بشپړ راپور نه وو ورکړی.

ټرمپ همدارنګه شکایت وکړ چې دده محرمې پریکړې او خبرې رسنیو ته لاره پیدا کوي چې هم د ښاغلي ټرمپ په وینا هم د رسنیو لپاره او هم د هغو لپاره چې دا خبرې رسنیو ته سپاري یو شرم دی.

ټرمپ دملي امنیت سلاکار مایکل فلین هم د همداسې یوې رسوايئ قرباني وباله.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */