ژوند او ژواک

امریکا ته پر ورتلونکو کډوالو د ټرمپ بندیز پراخ عکس العملونه راپورته کړي

پر هغو کډوالو چې د پناه په لټه امریکا ته ورځي، د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوې مخې بندیز او له اوو اسلامي هیوادونو څخه امریکا ته پر تلونکو ویزه لرونکو موقتي بندیز د یکشنبې په ورځ په هغو مساپرو چې امریکا ته رسیدلي او یا په لار کې دي، د ګډوډۍ، ستونزو سبب شوي، او ځینې یې بیرته له امریکا ستانه کړی شوي دي.

په نیویارک کې د کډوالۍ حقوقي وکیلانو له دې امر شکایت کړی او وايي، یو شمیر مساپر د قانون خلاف نیول شوي دي.

د امریکا نوي جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ د جمعې په ورځ امریکا ته د کډوالو پر ورتګ څلور میاشتې بندیز ولګاوه او همدارنګه یې د سوریې ، لبیا، یمن، عراق ایران، سوډان او سومالیا په شمول له اوو هیوادونو څخه امریکا ته د ویزه لرونکو مساپرو ورتګ هم په موقته توګه بند کړ.

ټرمپ وايي، دا اقدام به امریکایان د ترهګرۍ له خطر خوندي وساتي. نوموړې د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ددې چارې د ترسره کولو ژمنه کړې وه.

د ډونالډ ددې اجرایي امر له لاسلیک سره سم د امریکا په سرحدونو او هوايي ډګرونو کې امنیتي مامورینو دې هیواد ته د یادو هیوادونو د هغو کسانو د ورتلو مخه نیولې چې ویزې او یا هم په امریکا د استوګنې قانوني اسناد لری.

رویټرز خبري اژانس وايي، دې اقدام په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې عرب مساپر غوسه کړي او وايي، له دوی سره د تبعیض ډک چلن کیږي.

د جرمني او فرانسې په شمول د امریکا لویدیځو متحدانو په پراخه توګه دا اقدام غندلی دی. همدارنګه په امریکا کې میشت عربي اقلیتونه او د بشري حقونو ډلو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا اقدام غندلی دی.

ایران دا اقدام د مسلمانانو او ایرانیانو پر ضد د سپکاوي ډک اقدام بللی دی او ژمنه یې کړې چې ورته اقدام به وکړي.

هغو اوو هیوادونو کې چې بندیز پرې لګیدلی ایران تر ټولو ډیر مساپر د امریکا متحده ایالاتو ته استوي. د امریکا د کورني امنیت وزارت د شمیرو له مخې په ۲۰۱۵ م کال کې ۳۵۰۰۰ ایرانیانو د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر کړی وو.

دا بندیز ددې اوو هیوادونو پر هغو اتباعو هم لیګدلی چې په امریکا کې د استوګنې او اوسیدو قانوني اجازه( ګرین کارډ ) لري. تر اوسه روښانه نه ده چې دا بندیز به پر څومره هغو کسانو چې ګرین کارډ لري اغیز وکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، هغوی چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د استوګنې قانوني اسناد لري دې پریکړې حک پک کړي دي.

یو شمیر چې له امریکا بهر په سفر تللي اوس نه شي کولی بیرته ستانه شي چیرې چې یې کورنۍ او کارونه پاتې دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د کډوالۍ د چارو یو شمیر حقوقي وکیلانو د شپې له خوا هڅه کوله چې د نیویارک هوايي ډګر ته له رسیدلو یو شمیر کډوالو سره مرسته وکړي.

یو ایراني ټبری محمد حسین ضیا چې ۳۳ کلن دی او په ۲۰۱۱ م کال کې د امریکا متحدو ایالتونو ته ورغلی او ګرین کارډ لري د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هیڅکله یې فکر نه کاوه چې په امریکا کې به له یو داسې وضیعت سره مخ شي.

په قاهره ، دوبۍ او د نړۍ په ځینو نورو هوايي ډګرونو کې د یادوو اوو هیوادونو یو شمیر مساپر چې د امریکا د سفر قانوني ویزې او اسناد یې لرل، له الوتکو ښکته کړی شوي دي .

په هوسټن کې د کډوالو یوې وکیلې مانا یګاني رویټرز ته ویلي دا ویرونکی وضیعت دی ، دا چې ولسمشر ټرمپ پرون ماښام یو څه لاسلیک کړي هر څه یې د ټکر حد ته رسولي.

هغې او نورو همکار وکیلانو یې ټوله شپه د هغو مساپرو ټیلفونونه ترلاسه کړي چې د زده کړو، سفر او پر نورو ویزو امریکا ته رسیدلي وو، خو د هوايي ډګر مامورینو نه پرېښودل او بیرته یې خپلو هیوادونو ته استول او یا یې هم بندیانول.

رویټرز وايي، د ولسمشر ټرمپ ددې امر عملي کول ډیر نامنظم و. له مساپرو سره په بیلابیلو هوايي ډګرونو کې مختلف چلن شوی. مانا یګاني چې د امریکا د کډوالۍ د وکیلانو له سازمان سره کار کوي، وايي، د کډوالۍ وکیلانو خپلو موکلینو ته مشوره ورکوله چې د ځینو هوايي ډګرونو څخه ځینو نورو ته خپل سفر بدل کړي. ځکه په ځینو هوايي ډګرونو کې د امریکا ویزه لرونکو کډوالو ته اجازه ورکړل شوې ده.

یو شمیر قانون پوهانو ویلي، د هغو اوو هیوادونو څخه د مساپر پر ورتګ بندیز چې ډیر خلک یې مسلمانان دي، ددې څرګندونه کوي چې د ټرمپ دا حکم د امریکا د اساسي قانون له هغې ژمنې چې خلکو ته د مذهب د ازادۍ حق ورکوي سرغړاوی دی.

خو ځینې نور وايي، د امریکا ولسمشر او د امریکا کانګرس ددې پریکړې چې چاته پناه ورکړي او چاته نه حق لري.

د کډوالو د ادرو یو شمیر وکیلانو او د امریکا د مدني ازادیو ټولنې د بروکلین په فیډرالي محکمه کې د دوو عراقي سړیو په استازیتوب شکایت کړی دی .

دې دواړو امریکا ته د تلو ویزه لرله خو تیره شپه د کینیډي پر هوايي ډګر نیول شي.

ویل کیږي چې د ګرین کارډ لرونکی هم د څو ساعتونو لپاره ودرول شوي او پوښتنې ګرویږنې ترې شوي دي. یو کس چې د ایران او کاناډا دواړو تابیعت یې درلود هم امریکا ته له تلو منعه کړی شوی دی.

د کډوالو وکیله یګاني وايي، دا هغه کسان چې دلته په قانوني توګه راځي، دوی دلته کارونه، کورونه او موټرې لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */