سیاست

د ټرمپ د ګوښه کیدو پلان افشا شو

لیکنه: ياران

لیکنه: بشر دروېش

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ادعا کړې، چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت مرستیال راد روزنسټاین د ولسمشر ټرمپ د ګوښه کیدو پلان جوړکړی و، خو په تطبیقولو یې بریالی نه شو.

د پلان جزیات
د نیویارک ټایمز په حواله راد روزنسټاین دا پلان داسې جوړ کړی و، چې د اساسي قانون له ۲۵ مې مادې پکې ګټه اخیستل کیده.

دغه ماده واضحه شوې نه ده، چې په مشخص ډول څه پکې راغلي، خو داسې ښکاري چې پکې د واکمن ولسمشر د ګوښه کیدو قانوني لارې تشریح شوي.

همکاره ډله
ویل شوي، چې دغه پلان تېرکال برابر شوی و.

د ورځپاڼې له مخې، راد روزنسټاین د یوه ټیم پر جوړولو کار کړی و، څو په وسیله یې د یادې مادې مطابق د ټرمپ د ګوښه کیدو پلان تطبیق شي.

پلان دا و، چې د عدلیې وزارت یوه ډله کسان به د ملي امنیت له وزارت او فیډرالي پولیسو سره په همغږۍ د ټرمپ ځینې غږونه ثبتوي او د هغه خلاف به کار ورڅخه اخلي.

نیویارک ټایمز ویلي، چې روزنسټاین دا پلان د فیډرالي پولیسو د یوه مقام جیمز کومي ترګوښه کیدو وروسته ترتیب کړی و.

ولې د ټرمپ خلاف دسیسه؟
ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې ترټولو جنجالي او تصادفي ولسمشر ګڼل کیږي.
هغه پخوا یو مشهور سوداګر و، خو په سیاست کې یې د ولسمشرۍ ترکچه ځلیدل نه په امریکا او نه له امریکا نه بهر شنونکو اټکل کړی و.

ده په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له بریالیتوب سره نړۍ حیرانه کړه، ځکه هغه د نوماندۍ پروخت له عجیب و غریبو، احساساتي او د کنځلو ترحده رسیدلو موضع ګیریو سره ډېر خلک پردې باور کړي وو، چې هغه یو غیرسیاسي، جنجالي او حتا د ځينو په باور« احمق او لېونی» سړی دی.
خو ټرمپ په معجزوي بڼه ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او ټولې وړاندوینې غلطې شوې.

تر ولسمشر کیدو وروسته هم له ټرمپ سره د سیاستوالو، ورځپاڼه لیکونکو او خلکو جنجالونه پای ته نه دي رسیدلي؛ بلکې لا زیات شوي.

دا جنجالونه هم په کوردننه په امریکا کې لیدل کیږي او هم د امریکا او نړۍ په اړیکو کې محسوسیږي.

د ټرمپ په اړه د امریکا په کچه ګرمه مسئله تردې مخکې دا وه، چې له مخکیني خارجه وزیر جان کیري سره یې پر ټویټر ناندرې پيل کړې و.

مرستیال وزیراو غبرګون یې
راد روزنسټاین، چې د تېرکال په اپریل کې د عدلیې وزارت مرستیال ټاکل شوی، د نیویارک ټایمز دا راپور یې رد کړی.

ډونالډ ټرمپ هم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ټرمپ او امریکایي مطبوعاتو اړیکې هم چندانې ښې نه دي.

ډېرځله لیدل کیږي، چې دغه مطبوعات له ټرمپ سره په دې دلیل، چې رسنیو ته یې یو مخ په کم نظر کتلي وو، ستغه رویه کوي.

پایله به څه وي؟
داسې راپورونه په دې موخه هم خپریږي، چې د یوې کیدونکې مسئلې په اړه واردمخه ذهنیت سازي وکړي، یا ذهنیتونه وارزوي.

معلومه نه ده، چې نیویارک ټایمز هم په همدې هدف داسې راپور خپور کړی، که به دا مسئله لکه دوی چې یې ادعا لري ریښتیا وي کنه؟

په امریکا کې د ولسمشر د ګوښه کیدو یوه لاره دا ده، چې د کابینې غړي یې په کمزورۍ یا بې کفایتۍ تورن کړي او عامه ذهنیت هم له دغه تور سره ملګری شي.
په دې صورت کې ممکنه ده، چې ولسمشر ته د ګوښه کیدو لاره وسنجول شي.

البته ټرمپ د داسې کومې سترې مسئلې تور په ځان نه لري، چې پرې ګوښه شي، خو د ده عجیب و غریب شخصیت ته په کتو سره امکان لري، چې له پټو خبرو یې د ګوښه کیدو لپاره دلایل وموندل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران