د امریکا د استناف یوې محکمې پر کډوالو د ټرمپ د بندیز بیرته نافذیدل رد کړل

په سن فرانسیکو کې د امریکا د استناف یوې محکمې د امریکا د عدلیې وزارت هغه بیړۍ غوښتنه رد کړې ده چې غواړې پر کډوالو دې د ډونالډ ټرمپ بندیز بیرته نافذ اعلان کړي.

د استناف د محکمې دا پریکړه په دې معنی ده چې پر کډوالو د ټرمپ له خوا لګول شوی بندیز چې تر د مخکې یوې محکمې د موقت وخت لپاره ځنډولی لږ تر لږه تر بلې دوشنبې همداسې ځنډیدلی پاتې شي.

د امریکا د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د کډوالو پر بندیز د محکمې د پریکړې چې دا بندیز یې ځنډولی د لرې کولو په اړه د استناف غوښتنه وکړه.

د ټرمپ په دې بندیز کې د اوو مسلمان میشتو هیوادونو پر وګړو امریکا ته د ورتلو بندیز لګیدلی او همدارنګه د سوریې د کډوالو په شمول امریکا ته د کډوالو ورتګ هم بند اعلان شوی.

خو دوه ورځې مخکې، د امریکا یوې فیډرالي قاضي د محکمې دا بندیز غیرې قانوني وباله او موقته توګه یې وځنډاوه.

د محکمې ددې پریکړې سره سم په سلګونو هغو خلکو چې د ټرمپ د سفر بندیز یې مخه نیولې وه، امریکا ته د سفر چانس تر لاسه کړ، او هوايي شرکتونو بیرته د اوو مسلمان میشتو هیوادونو څخه د هغو مسافرو انتقال بیرته پیل کړ چې امریکا ته د سفر قانوني اسناد لري.

د ډونالډ ټرمپ د ادارې په استازیتوب د عدلیې وزارت د استناف له محکمې غوښتي چې پر مشخصو کډوالو او مسافرو دې د ټرمپ له خوا لګول شوی بندیز بیرته نافذ کړي او خبرداری یې ورکړی چې د جمعې په ورځ د فیډرالي قاضي هغې پریکړې چې دا بندیز یې ځنډولی د امریکا خلک له جدي ګواښ سره مخ کړي.

خو بیګا د شپې ناوخته د استناف محکمې دا غوښتنه رد کړه، او له چارواکو یې د ټرمپ د بندیز د دفاع لپاره نور اسناد وروغوښتل.

د داستناف محکمې د عدلیې وزارت ته د دوشنبې د ورځ تر ماسپښین پورې وخت ورکړی چې د خپلې ادعا په وړاندې نور اسناد محکمې ته وړاندې کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */