د کلینټن انتخاباتي ډلې ایف بي اۍ د ټرمپ په ملاتړ تورنه کړ

د هیلري کلنټن د انتخباتي کمپاین مشر روبي موک په ایف بي اۍ FBI تور پور کړی چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کوي.

د ښاغلي موک په وینا، چې د ایف بي اۍ استخبارتي ادراه د ډونالډ ټرمپ او روسیې له پټو اړیکو خبر وه، خو دوې بیا هم د کلنټن د ایمیلونو د څیړلو امر ورکړ.

د کلنټن د انتخباتي کمپاین مشر په خپل ټویټر د نیویارک ټایمز د هغه خبر لینک خپور کړی، چې پکې راغلي، د ټرمپ ادارې له انتخاباتو وړاندې له روسیې سره څو وارې اړیکې ټینګې کړې دي.

موک لیکي: ((زه غواړم له ایف بي اۍ څخه وپوښتم، چې ولې يې د کلنټن د ایمیلونو د څیړلو امر ورکاوه او د روسیې د استخباراتو سره يې د ټرمپ د ادرې د اړیکو په اړه څه ونه ویل؟!))

د امریکا استخباراتو فیډرالي ادارې یا ایف بي اۍ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو یوازې څو ورځې وړاندې د کلنټن د شخصي بریښنالیکونو د څيړولو امر وکړ. د کلنټن ټاکنیز ټیم وايي، چې دا څیړنه دوې ته د ګڼو رایو په تاوان پریوته.

د موک په وینا، چې د ایف بي اۍ جمهوري غوښتونکي مشر د ټرمپ او روسيې د اړیکو په اړه هیڅ هم ونه ویل؛ په داسې حال کې چې هغوې هم تر څیړنو لاندې نیول کیدای شوه.
د کلنټن د انتخاباتي کمپاین ویاند هم ویلي، چې د ټرمپ په ډله د ټاکنو د وخت شکونه اوس په حقیقت بدل شوه.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا استخبارتي ادارې ځينې داسې شواهد موندلي، چې ښيي د ټرمپ د انتخاباتي ټیم لوړ رتبه چارواکو د روسیې له استخباراتو سره څوځلي اړیکې نیولي دي؛ خو لا هم په دې اړه شواهد لاس کې نه لري، چې ایا روسیې په ریښتیا هم د امریکا د ټاکنو پایلې اغیزمنې کړې که څنګه.

دا ادعاوې وروسته له هغې رامخ ته کیږي، چې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین له خپلې دندې استعفا وکړه. په نوموړې تور پور شو، چې سپنې ماڼۍ ته د ټرمپ له ننوتلو وړاندې يې له روسیي ډیپلوماټ سره په روسیه د امریکا له لورې د بندیزونو د لرې کولو او د نوې ادارې سره د اړیکو په تړاو خبرې کړي.

د روسیې حکومتي چارواکو هم دا رد کړې، چې ګنې د روسيې استخبارتي اداره دې د ټرمپ سره د هغه ټاکنیزو منډو تړو پر مهال په تماس کې وه.

ډونالډ ټرمپ هم د روسيې سره د پټو اړیکو خبرې دروغ بللي او د امریکا استخبارتي ادارې يې دده په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورنې کړې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */