ژوند او ژواک

ټرمپ د اوباما د ادرې ټول بهرني استازي، پرته له دې چې بدیل يې ولري، وشړل

دامریکا د ۴۵ م ولسمشر په توګه له لوړې ترسره کولو شیبه وروسته، ډونالډ ټرمپ په ټوله نړۍ کې د سپینې ماڼۍ استازي، چې د اوباما لخوا ټاکل شوي وه، له دندې ګوښه کړ؛ خو لا یې هم د لسګونو هغوې څوکۍ خالي دي.

ډونالډ ټرمپ پرون د جمعې په ورځ د امریکا د ۴۵ م منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د لوړې له مراسمو سمدستي وروسته هغه امر وکړ، چې په ګرده نړۍ کې د امریکا استازي چې د اوباما لخوا ټاکل شوي، له غرمۍ وروسته نور صلاحیت نه لري، او له دندې ګوښه شوي.

د ولسمشر ټرمپ ډله وايي، چې په استازو کې هیڅ ګران او ناګران نشته. پر ټولو د ښاغلي ټرمپ امر د تطبیق وړ دی.

دا کومه نوې خبره نه ده، چې اکثره د نوې ادارې په راتلو سره، د مخکنۍ ادارې استازي خپلې دندې په مناسب وخت کې پریږدي؛ خو دا تر ټولو نوې خبره ده، چې یو ولسمشر دې د مخکنۍ ادارې ټول بهرني استازي، پرته له دې چې بدیل يې ولري، په یو دم له دندې ګوښه کړي.

د اوباما د ادرې ټولټال ۸۰ بهرني استازي، چې پکې د ښځو د نړیوالو مسایلو استازې هم شامله ده، ګوښه شوي.

په نړۍ کې د امریکا د استازو له ګوښه کیدو وروسته، اوس اندیښنه ده، چې د نړۍ سره به د ټرمپ مستقيمې اړیکې ان په میاشتو شلیدلۍ پاتې شي.

کتونکي وايي، چې د یو شمیر حساسو هیوادونو سره د ټرمپ د مستقیم تماس نیشتوالی به د هغه په ادره اغیز وکړي.

انګلستان، جرمني، کاناډا، جاپان، چین، هند او سعودي عربستان هغه هیوادونه، چې تر نورو ډير حساس ښودل شوي. دغلته د ژر تر ژره ځایناستي تمه کیږي.

د سیاسي استازو ګمارنه میاشتې وخت اخلي. دوې له ګانګرس څخه تیریږي او بیا خپلو دندو ته دوام ورکوي.

تر اوسه پورې یواځې څو ټاکنې شوي، چې په هغې کې، د جنوبي کارولینا والي نیککي هایلي په ملګرملتونو کې د سمانتا پاور په ځای استازی ټاکل شوی. ډویډ فريډمین د اسرائیلو لپاره استازی ټاکل شوی، او تیری برانسټډ د چین لپاره د امریکا استازی ټاکل شوی دی.

د ټرمپ لومړۍ میرمنې ایونا ټرمپ د چک جمهوریت لپاره د امریکا د استازې په توګه دلچسپي ښودلې وه. هغه وخت د چک جمهوریت جمهور ریس میلوس زیمان هم د میرمن ایونا په ملاتړ کې ویلي وه، چې د پراګ لپاره تر میرمن ایونا پرته، بل ښه بدیل نه شي پیدا کیدلای.

ولسمشر ټرمپ همدا اوس په خپله اداره کې د مهمو څوکیو د تش پاتې کیدو او د کارکوونکو د نشتون په سر تر سختو انتقادونو لاندې دی.

ډونالډ ټرمپ پرون جمعه د امریکا د ولسمشر په توګه په داسې مهال د لوړې مراسم ترسره کړل، چې له امریکا سربیره د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې پر ضد لاریونونه وشول.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */