ټرمپ او پوتین د داعش پر ضد د جګړې، سوداګراۍ او اکرین په اړه خبرې وکړې

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسي سیال ولادمیرپوتین ترمینځ د لومړي ځل لپاره په څه کم یو ساعته ټیلفوني خبرو کې د داعش پر ضد جګړه، دوه اړه خیزه سوداګري، او د اکراین مسلې بحث شوې.

کریملین په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو ګډې هڅې به د روسیې او امریکا دوه اړخیزه اړیکې غښتلې او پایداره وساتي. په دوه اړخیزه همکاریو کې به د دواړو لوري مساوي ګټې خوندي وي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین ترمینځ د نړیوالو مسایلو پر سره هم د دوه اړه خیزه مشارکت ژمنه وشوه.

سپینې ماڼۍ د ښاغلي ټرمپ او ښاغلي پوتین ترمینځ خبرې مثبتې بللي او دا يې د روسیې او امریکا ترمینځ د اړیکو د رغولو او پیاوړتیا لپاره خورا مهم ګام یاد کړ.

د سپینې ماڼۍ خبر پاڼه لیکي:
((ولسمشر پوتین او ولسمشر ټرمپ دواړه د نن ورځې له ټیلفوني اړیکې څخه وروسته هیلمند دي، چې د ترهګرۍ او هره هغه مسله چې په دوې پورې اړه ولري، په وړاندې به يې په ګډه په وخت او جدي اقدام کوي.))

کریملین وايي، دواړو ولسمشرانو په سوریه کې د داعش او نورو تروریستي ډلو د ختمولو په موخه د ګډې همکارۍ او اړیکو خبرې وکړې.

د کریملین په بیان کې دا هم راغلي، چې دواړو مشرانو د اسرائیلو او پلستین ترمینځ په اختلافاتو، د ایران په اټومي پروګرام او د اکراین د مسلې په ځینو خواوو هم خبرې وکړې.

دواړ مشرانو په نژدې راتلونکې کې د مخامخ ناستې او خبرو لپاره د مناسب فرصت د لټولو وعده هم وکړه.

ټرمپ خپل ځان د روسیې د حکومت او خلکو خواخوږی وبله او له پوتین يې نه يې وغوښتل چې دده نیکې هیلې د روسیې خلکو ته ورسوي.

پوتین وویل، چې ددوې خواخوږي دوه اړخیزه ده. هغه زیاته کړه:

((روسیه له تیرو دوو پیړیو راهیسې د متحده ایالاتو ملاتړې ده. په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کې روسیه د امریکا تر شاه وه. او اوس روسیه د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې متحده ایالات خپل غوره همکار بولي.))

د جمعې په ورځ ډونالډ ټرمپ د انکلستان د لومړۍ وزیرې تیریسا سره په خبرو کې وویل، چې دې د روسیې سره د غوره اړیکو د درلودولو تمه لري، خو پوهیږي، چې ممکن داسې ونه شي.

ټرمپ له دې مخکې هم ویلي وه، چې د داعش په وړاندې جګړه کې د روسیې د دخالت هرکلی کوي.

روسیې تل د داعش او ترویزم په وړاندې د متحده ایالاتو سره د ګډې همکارۍ لپاره ټټر وهلی، خو د اوبا اداره يې په نه او پیکه همکارۍ تورنه کړې ده.

د روسیې او امریکا تر مینځ اړیکې په دې وروستیو کې د سوریې په جکړه کې د سوريې له حکومت څخه د روسیې ملاتړ، او د تیر نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د روسیې لاس وهنې په سر خرابې شوې.

د امریکا له لورې د اکراین د مسلې په سر په روسیه د بندیزونو لګول، ددې دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د خرابیدو بل اساسي علت بلل کیږي.

تمه وه، چې پوتین او ټرمپ به د امریکا له لورې پر روسیې د بندیزونو د لرې کولو په تړاو وغږیږي، خو د خبرو پر مهال دا مسله یاده نه شوه.

سپنې ماڼۍ کې يوې سرچینې د نوم نه ښودولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په روسیې د بندیزونو د لرې کولو حکم تیار دی او د ټرمپ لاسلیک غواړي.

خو ترمپ بیا د جمعې په ورځ وویل، چې په روسیې د بندیزونو د لرې کولو په تړاو خبرې اوس له وخته مخکې دي.

د جنوري په لومړیو کې ټرمپ له روسیې څخه د بندیزونو د لرې کولو په تړاو خبرې کړې وې. هغه ویلي وه، چې که د اټومي وسلو د کنټرول ترڅنک په یو شمیر نورو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ په ځینو مسایلو سلا وشي، بندیزونه به لرې کړي.

باور دادی، چې ټرمپ د روسیې سره د ښې راشه درشه تمه لري، خو ویره ده، چې ددې دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې به ګرانه ورغیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */