عمومي نړۍ

ټرمپ د داعش د له منځه وړلو ۳۰ ورځنی پلان جوړوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې په ۳۰ ورځو کې د داعش ټول ګرپونه ویجاړوي او له مینځه وړي.

ډونالډ ټرمپ د کمپاین پر مهال ویلي وه، چې د داعش د بربادۍ لپاره ۳۰ ورځنی پلان جوړوي او سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سره سم يې تطبیقوي.

اوس سپینه ماڼۍ او د امریکا پوځي ځواک د ډونالډ ټرمپ په لاس کې دي.

داعش لا له وړاندې ټرمپ تر د دام ایښودلو په تکل دی او د هغه د له مینځه وړلو ګواښ يې کړی.

*******
نور له یاران څخه:

د پیر سید احمد ګیلاني ژوند ته کتنه
• ټرمپ په افغانستان کې میشتو امریکايي سرتیرو سره غږیدلی
هندي پولیسو دوه افغانان په یوې محصلې د جنسي تیري په تور نیولي
ټرمپ د اوباما د ادرې ټول بهرني استازي، پرته له دې چې بدیل يې ولري، وشړل

*******
ټرمپ وايي، چې په عراق او سوریه کې به پر داعشیانو درنې بمبارۍ وکړي.

نوموړی سره ننه ۳۰ ورځې لري، چې د داعش د ځپلو پلان جوړ او تطبیق کړي.

چارواکي وايي، چې داعش اوس د یو خطرناک ځواک په توګه په خوریدو دی. دوې په منځني ختیځ کې سخت وځپل شول او اوس بهرنیو ملکونو ته د اوښتو کوښښ کوي.

ټرمپ تل د اوباما په اداره انتقاد کړی، چې د داعش په وړاندې مبارزه کې جدي نه دی.

امریکا له ۹۰۰ ورځو راهیسې داعش سره په جګړه دی، او تر اوسه پورې يې پرې ۱۷ زره هوايي حملې کړي.

ټرمپ د خپلو نړیوالو ملګرو سره په ګډه د داعش او تروریزم په وړاندې په ګډه مبارزه ټینګار کوي.

روسیه وايي، چې ټرمپ ورڅخه د داعش په وړاندې په جګړه کې د همکارۍ غوښتنه کړې. ټرمپ او پوتین دواړه د داعش له مینځه وړل غواړي.
*******
یاران کې نورې په زړه پورې لیکنې:
نجونې څنګه د مخ ویښتان له منځه یوسي؟
کیله د نورو ګڼو ګټو سربیره روحي فشار کموي
هندي وزیر ته د چادرې په اړه د دنګل فلم د نجلۍ ( زایره وسیم) سخت ځواب

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */