سیاست

ټرمپ ریښتیا له غني سره نه ویني؟

 

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې سره هم مهاله ځینو رسنیو د دغې غونډې په څنډه کې له ولسمشرغني سره د امریکایي سیال له لورې یې د لیدنې د غوښتنې د ردیدو خبر ورکړی.

د هشت صبح او اطلاعات روز په نوم دوو ورځپاڼو دا اونۍ د ولسمشرغني او امریکا د اړیکو په اړه مطالب خپاره کړي او د سرچینو په حواله یې د دغو اړیکو د کم رنګه کیدو ادعا کړې ده.

د دوی په حواله، ولسمشرغني ترهغې وروسته چې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنده کې ټرمپ ورسره د لیدنې غوښتنه رد کړې، د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب یې د دغې لیدنې د تنظیم لپاره لیږلی، خو بیا هم د غوښتنې په پوره کولو یې نه دی بریالی شوی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بیا پرخپلې فیسبوک پاڼې دا خبره رد کړې او ویلي، چې دا راپورونه بې بنسټه دي.

د مرتضوي په وینا، ولسمشر ځکه د ملګرو ملتونو غونډې ته د ګډون لپاره ورنغی او دا استازیتوب اجرایه ریس ته پریښودل شو، چې په ولسمشر ته په کور دننه نور مهم کارونه ورغاړه دي.

ولې غني د امریکا اړتیا ده؟

ولسمشرغني په محدودو مخکښو افغان سیاستوالو کې حسابیږي، چې له امریکا سره یې د ښو اړیکو سابقه ډېره پخوانۍ ده.

هغه په نظریاتي لحاظ هم یو لیبرال ډیموکرات دی او په عملي لحاظ هم له امریکایي اهدافو سره په نړیواله کچه یو مطرح همغږی او همکاری کس پاتې شوی.

ډاکټرغني ان د ظاهرشاه د واکمنۍ له وخته د لبنان په یوه امریکایي پوهنتون کې زده کړې کړي، په امریکا کې د پوهنتون استاد او د نړیوال بانک لوړپوړی مامور پاتې شوی او د بن جرګې له پيله تراوسه په افغانستان کې د امریکا د حضور او ورسره د ستراتیژیکې ملګرۍ له مخکښو مدافعانو او فعالانو څخه دی.

د ښاغلي غني لبنانۍ مېرمنه هم د هغه پوهنتوني ملګرې وه، د ده اولادونه( زوی او لور) اوس هم په امریکا کې اوسي.

ښاغلی غني په ټوله کې امریکا ته په افغانستان کې په ترټولو ډېرو ژمنو، همغږو او ملګرو سیاستوالو کې ثابت شوی.

په دې دلیل، امریکا د هغه ملګرۍ او د واکمنۍ دوام ته اړتیا لري.

ولې ورته اړتیا نه لري؟

د نړیوالو قدرتونو؛ په ټوله کې د بهرنیو قدرتونو خاصیت او ان د سیاست یو خصلت دا دی، چې دوستي او نه دوستي پکې ثابته او د تل لپاره نه وي.

د ښاغلي غني په حکومت کې، سره له دې چې له امریکا سره د ولسمشرکرزي د حکومت برعکس اړیکې ډېرې ښې دي، خو په کوردننه وضعیت د جګړې له پراختیا نیولې د سیاسي بې ثباتۍ، په سیمه کې له امریکا سره د ناندریو تر زیاتیدو او نورو پورې هغه هېواد ته د زغم وړ نه دي.

د ولسمشرغني حکومت که له امریکا سره په اړیکو او نورو برخو کې مثبت پرمختګونه لرل، خو بیا هم د امریکا لپاره یو ایډیال حکومت نه و.

امریکا د افغانستان د تر ټولو ډېر ستراتيژیک ملګري او مرستندوی په توګه پر دغه حکومت د قدرت د انحصار، له لږه کیو سره د قومي تبعیض، په یوه ټغر د ټولو سیاسي نخبه ګانو په ټولولو کې د پاتې راتګ، له فساد سره د کمزورې مبارزې او کمزوري مدیریت له کبله ملاحظې لري.

په افغانستان کې د امریکایي مرستو د څارنې ادارې(سیګار) ځینې راپورونه چې په یو نه یو ډول د امریکا د حکومت نظر څرګندوي، په دې برخه کې د پام وړ دي.

د دغې ادارې مختلف راپورونه، چې پکې حکومت د مفسدینو په محاکمه کې وعده ماتونکی او د امنیتي سکتور رهبري یې د ځواکونو د تلفاتو په کمولو او د جګړې مهارکې بې کفایته ګڼل شوي، د دې ملاحظو یوه برخه ده.

دغې ادارې دغه راز په یوه راپور کې د طالبانو د بې سارې پياوړتیا او د افغانستان پرنیږدې نېمایي برخې یې د واکمنۍ خبر ورکړی،چې دا ټول په یو ډول د ملي یووالي حکومت پر کمزوریو د نقد مانا لري.

له دې وراخوا د ټرمپ له واکمنیدو څخه تراوسه امریکا ته په رسمي سفر د ولسمشر غني نه بلل او هم ورسره د ناټو د تېرې سرمشریزې غونډې په څنډه کې د ټرمپ د ملاقات ردیدل هغه څه دي، چې له ولسمشر غني سره د امریکا د اړیکو وضعیت زیانمن شوی ښيي.

د بدیل احتمال شته؟

د ولسمشرغني پر وړاندې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ملي امنیت مخکینی سلاکار حنیف اتمر، چې د ده د حکومت د ملا تیر ګڼل کیده، ترټولو ننګونکی کاندید ګڼل کیږي.

اتمر د غني برعکس د ډاکټرنجیب په روس پلوه حکومت کې د استخباراتي کار، په لویدیځ او خاصتاً برتانیه کې د ژوند او ښو اړیکو او له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک سابقه لري.

له دې سره، اتمر په وروستیو کې د افغان سولې او سیمه ییزو اړیکو په تړاو له ولسمشرغني سره  د نظر مخالف او د امریکا ترڅنګ سیمه ییزو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول روسیې ته په تمایل لرلو تورن دی.

د اتمر په اړه که امریکا له روسیې سره د هغه د ممکنه اړیکو ملاحظه ونه لري، شرایطو ته په کتو سره کیدای شي چې هغه په راتلونکو ټاکنو کې د امریکا له نظره د غني غوره بدیل شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.