رسنۍ سیاست

د ټرمپ پر وړاندې د cnnګامونه؛ محکمې ته یې شکایت او د توهین شوي خبریال غچ یې واخېست

لیکنه: بشر درویش

د امریکا جنجالي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ځل له سي این این نړیوالې تلویزوني شبکې سره په جنجال اوښتی.
دا جنجال تر فیډرالي محکمې رسیدلی.
دغې ټلویزوني شبکې د دې ترڅنګ خپل هغه خبریال لا مهم کړی، چې ټرمپ یې په یوه خبري ناسته کې توهین کړی و.

پر خبریال د سپینې ماڼۍ بندیز
د سي این این تلویزوني شبکې اعلان کړی، چې رسمآ یې د امریکا فیډرالي محکمې ته له ولسمشر ټرمپ څخه شکایت کړی دی.
د سي این این په حواله دوی محکمې ته له ټرمپ څخه د دې لپاره شکایت کړی، چې هغه سپینې ماڼۍ ته د دوی د یوه خبریال د ننوتو اجازه پاڼه لغوه کړې ده.

ناندیزه خبري ناسته
د سي این این خبریال جیم آکوستا له ولسمشر ټرمپ سره د هغه په یوه خبري ناسته کې وران شو. ټرمپ دغه خبریال ته په یوه خبري ناسته کې غوسه شوی و.
په ناندیزه خبري ناسته کې یاد شوي خبریال له ټرمپ څخه د امریکا د منځنیو ټاکنو په اړه پارونکې پوښتنه کړې وه.
ده ټرمپ ته ویلي و: د دې احتمال شته کنه، چې روسیه په دې ټاکنو کې مداخله وکړي؟
دې پوښتنې ټرمپ قهرولی و. هغه د دغې پوښتنې پوښتونکی خبریال ته وویل: ته یو بې ادبه او ګوستاخ خبریال یې. ستا رسنۍ (سي این این) له خلکو سره دښمني کوي. دغه رسنۍ جعلي خبرونه خپروي.

د توهین شوي خبریال مهمول
سي این این تلویزوني شبکې له ټرمپ څخه د شکایت ترڅنګ له هغه څخه د غچ په بڼه خپل هغه خبریال لا مهم کړی، چې ټرمپ یې په خبري ناسته کې توهین کړی و.
جیم اکوستا چې د سي این این شبکې مشر خبریال دی، سي این این یې له ټرمپ څخه د غچ اخیستو لپاره فرانسې ته د ټرمپ د تازه سفر پرمهال خپل همدا خبریال د دغه سفر د خبري پوښښ په موخه واستوه.
ټرمپ دا سفر د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د سلمې کلیزې په مناسبت وکړ.

په قانون ماتونې تورنول
د سي این این تلویزون مدافع وکیل تد بوتروس سپینه ماڼۍ او ټرمپ تورن کړي، چې له رسنیو سره د چلند اخلاق او سیاسي زغم یې کمزوري دي.
نوموړي همدا شان له خبریال سره یې شوی توهین آمیز چلند او پرې وضع شوي قیودات د بیان ازادۍ خلاف ګڼلي.

د سپینې ماڼۍ غبرګون
سپینې ماڼۍ د سي این این شبکې د شکایت او تورونو پر وړاندې غبرګون ښودلی.
دغې ماڼۍ خپلو دروازو ته پر ننوتو د منع شوي خبریال په اړه تور پورې کړی، چې پر هغه یې د خبري کنفرانسونو له مایک ګرځونکي خبریال سره د ناسم چلند له کبله بندیزونه لګولي.
سپینې ماڼۍ ادعا کړې، چې جیم آکوستا به تر ثانوي اطلاع پورې دغې ماڼۍ ته د ننوتو اجازه ونه لري.
د ماڼۍ د معلوماتو له مخې دغه خبریال له ځوانې مایک ګرځونکې سره ناسم چلند کړی.

د نورو غبرګونونه
د سي این این مشر خبریال جیم آکوستا خپله ورسره د شوي چلند او هم له ځوانې مایک ګرځونکې سره پر ناسم چلند غبرګون نه دی ښودلی.
خو سپینې ماڼۍ ته د مختلفو رسنیو د ورتلونکو خبریالانو ټولنې له خبریالانو سره د ولسمشر ټرمپ مخکیني او اوسني چلندونه ټول غندلي.
دغې ټولنې په مشخص ډول د سي این این د وروستۍ قضیې په اړه ویلي، چې دوی پکې په غوڅه توګه د سي این این ملاتړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي